سیمه ییز سرچینې وایي چې د کابل- جلال اباد پر لویه لاره د سروبي ولسوالۍ اړوند د «ماهیپر» په سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله پنځو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
سرچینې ویلي، چې دا پېښه تېره شپه (پنجشنبه، د وږي ۲۶مه) هغه وخت رامنځته شوه، چې یو باروړنکي ټېلز موټر له ټویوټاپریوس ډوله موټر سره ټکر وکړ.
د سرچینې په وینا، په دې پېښه کې دوه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او درط نور ټپیان شوي.
عام خلک له ترافیکي پېښو څخه د مخنیوي په موخه له موټرچلوونکو غوښتنه کوي چې د موټر چلولو پر مهال د ترافیکي اصولو مراعاتولو ته جدي پاملرنه وکړي؛ په ځانګړي ډول دې د موټر سرعت د سړک او سیمې له شرایطو سره سم تنظیم کړي.
