د آلمان پولیسو افغان وګړی د یوې کنیسې د سوځولو د هڅې په تور نیولی

Oplus_131072

د آلمان پولیسو یو ۳۷ کلن افغان وګړی د دغه هېواد په لوېدیځ کې د ووپرتال ښار په یوه یهودي کنیسه کې د اور لګولو د هڅې په تور نیولی دی.

د دویچه‌وېله د راپور له مخې، دغه سړي پرون له غرمې وروسته (پنجشنبه، د وږي ۲۶مه) په سیمه‌ییز وخت لومړی د یوې یهودي کنیسې پر یوې څنګنۍ دروازې اور اخیستونکي مواد واچول او وروسته یې پرې اور بل کړ.

د دې رسنۍ د راپور له مخې، پولیسو ویلي چې اور د کنیسې د غړو له خوا په چټکۍ سره مړ کړای شو او د پېښې له امله اوښتی زیان لږ و.

د آلمان پولیسو ویلي چې لومړنۍ څېړنې ښيي چې دغه افغان وګړي په یوازې ځان اقدام کړی دی.

د آلمان د یهودانو شورا د دې برید په اړه اندېښنه څرګنده کړې او دا یې په آلمان کې د یهودانو پر وړاندې د کرکې د لا زیاتې عادي کېدو یوه نښه بللې ده.

تر دې مخکې هم په آلمان کې د څو جنایي پېښو مسوولیت پر افغان وګړو ور اچول شوی دی.

د دغو پېښو وروسته، د آلمان حکومت افغانستان ته د «جرم کوونکو مهاجرینو» د بېرته ستنولو لړۍ بیا پیل کړه او په دې اړه یې له طالبانو سره یوې هوکړې ته هم ورسېد.

دغه هېواد تر اوسه سلګونه «جرم کوونکي مهاجرین» افغانستان ته ستانه کړي او هڅه کوي چې د هغوی د ایستلو بهیر لا چټک کړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته