د افغانستان لپاره د نړیوال بانک رئیس فاریس هداد زېروس او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړیوال سازمان (FAO) رئیس ریچارډ ترنچارډ کندهار ته تللي او د دغه ولایت لپاره یې د طالبانو له والي ملا شېرین اخند سره د یو شمېر بنسټیزو پروژو په اړه خبرې کړې دي.
د کندهار د رسنیو دفتر نن (شنبه، ۲۸ د وږي) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې لیدنه کې د دهلې بند د لوړولو، د میرویس سیمه ییز روغتون د ملاتړ، د سړو خونو او چکډېمونو جوړولو، د وچو او تازه مېوو لپاره د بازار موندنې او د نشهیي توکو د بدیل کښت په اړه بحث شوی دی.
خبرپاڼې زیاته کړې چې د کندهار لپاره د طالبانو والي ملا شېرین اخند له یادو بنسټونو غوښتي چې د کندهار د دغو پروژو په تمویل او پلي کولو کې ملاتړ وکړي.
د نړیوال بانک او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړیوال سازمان له لوري د دغو پروژو د ملاتړ موضوع په داسې حال کې مطرح کېږي چې افغانستان له اقتصادي او بشري ستونزو سره مخ دی او د کرنې سکټور د میلیونونو افغانانو د معیشت له مهمو سرچینو څخه دی.
