په لوګر کې د طالبانو سیمه ییز مسوولان وایي، چې د دغه په مرکز پلعلم ښار کې د یوې کورنۍ څلور غړي مسموم شوي چې له ډلې یې یوې ښځې خپل ژوند بایللی دی.
د لوګر لپاره د طالبانو د والي ویاند، مولوي میرویس ابدالي ویلي، چې دغه پېښه تېره ورځ (جمعه، ۲۷ د وږي) د پل علم ښار اړوند «کډوالو ښارګوټي» سیمه کې رامنځته شوې ده.
د هغه په وینا، په دې پېښه کې یوه ښځه مړه شوې او یو هلک او دوه نجونې مسموم شوي دي.
نوموړي زیاته کړې د مسموم شوو ماشومانو روغتیايي وضعیت نازک و او د ښې درملنې په موخه یې کابل ته لېږدولي دي.
هغه زیاته کړې چې تر اوسه د دې کورنۍ د غړو د مسمومېدو لامل نه دی څرګند شوی او د پېښې په اړه د څېړنو لپاره پلټنې پیل کړې دي.
بلخوا، ځينو سرچینو اطلاعات روز ویلي، چې دغې کورنۍ ته په خوړو کې زهر ورکړل شوي او له همدې امله مسموم شوي دي؛ خو دا ادعا تر اوسه په رسمي ډول نه ده تایید شوې.
