د پاکستان او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو د انرژۍ او کښتیو د خوندي تګ راتګ په اړه خبرې کړي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او لومړي وزیر مرستیال محمد اسحاق ډار د ایران د بهرنیو چارو له وزیر عباس عراقچي سره د ټیلیفون له لارې خبرې کړې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن (شنبه، د وږي ۲۸مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دواړو لورو په دې ټیلیفوني خبرو کې د سیمې د وروستیو تحولاتو په اړه بحث او د نظرونو تبادله کړې ده.

د دغه وزارت په وینا، اسحاق ډار د انرژۍ د بې‌وقفې عرضې پر دوام او د کښتیو د خوندي او چټک تګ راتګ پر اهمیت ټینګار کړی دی. هغه ویلي چې دا موضوع په ځانګړي ډول د مخ پر ودې هېوادونو او د نړۍ د اکمالاتي ځنځیرونو لپاره مهمه ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د ایران او امریکا ترمنځ جګړې ته په اشارې ویلي چې خبرې او ډیپلوماسي لا هم په سیمه کې د سولې او ثبات د تضمین لپاره یوازینۍ عملي لار ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت هم د دواړو وزیرانو ټیلیفوني خبرې تایید کړې او ویلي یې دي چې دواړو لورو د دواړو هېوادونو د ګډو علاقې وړ موضوعاتو او د سیمې د وروستیو تحولاتو په اړه خبرې او د نظرونو تبادله کړې ده. دغه وزارت د خبرو نور جزیات نه دي ورکړي.

پاکستان د ایران او امریکا ترمنځ د منځګړیتوب رسمي رول لري او هڅه کوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ جګړه پای ته ورسېږي. د دغو هڅو په پایله کې دواړو هېوادونو د «اسلام‌اباد تفاهم‌لیک» په نوم یو هوکړه‌لیک لاسلیک کړی و، خو شاوخوا دوه اوونۍ وروسته یې یو بل د دغه تفاهم‌لیک پر نقض تورن کړل او جګړه یې بیا پیل کړه.

د جګړې له بیا پیل سره ایران یو ځل بیا د هرمز تنګی تړلی او د دې نړیوالې اوبه‌لارې له لارې پر تېرېدونکو څو کښتیو بریدونه شوي دي. امریکا هم د ایران سمندري محاصره بیا پیل کړې ده.

د هرمز تنګي تړل او په یمن کې هم‌مهاله جګړه د نړۍ په بازارونو کې د تېلو د بیو د لوړېدو او د سون‌توکو د نړیوالې عرضې د کمېدو لامل شوې ده.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته