د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې د ارامکو د تېلو زېرمتون اور اخیستی

Photo: Screengrab via AFP

د فرانسې خبري اژانس د یوه خبریال د راپور له مخې، د سعودي عربستان پلازمېنې ریاض کې د نړیوال هوايي ډګر ته څېرمه د سعودي ارامکو شرکت د تېلو یوه زېرمتون د شنبې په ورځ اور اخیستی دی.

دا پېښه وروسته له هغه رامنځته شوې چې د ښار اوسېدونکو د چاودنو د غږونو د اورېدو خبر ورکړ.

په خپرو شویو انځورونو کې لیدل کېږي چې اور وژونکي د تېلو د یوه زېرمتون د اور د مړ کولو هڅه کوي. پر دغه زېرمتون د سعودي د ارامکو د نفتو شرکت نښه هم لیدل کېږي.

تر اوسه سعودي چارواکو د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

د شنبې په ورځ (۲۸ د وږي) د ریاض نړیوال هوايي ډګر ته څېرمه تور لوګي او د اور لمبې اسمان ته پورته شوې.

په همدې حال کې، د الوتنو د تعقیب یوې وېبپاڼې له دغه هوايي ډګر څخه د ځینو الوتنو د لغوه کېدو او ځنډېدو خبر ورکړی دی.

دا پېښه څو ساعته وروسته له هغې رامنځته شوې چې سعودي چارواکو د هوايي برید خبرداری ورکړی و.

د الوتنو د تعقیب «فلایټ‌رادار۲۴» وېبپاڼې د ریاض د ملک خالد نړیوال هوايي ډګر کې د «لویو اختلالاتو» خبر ورکړی او دغه هوايي ډګر یې د خپلو اختلالاتو په شاخص کې تر ټولو لوړې کچې ته رسولی دی.

دغو اختلالاتو وروسته له هغه رامنځته شول چې سعودي چارواکو د شپې له خوا د هوايي برید خبرداری ورکړ. دا له هغې وروسته د دغه ډول خبرداري لومړۍ پېښه وه چې روانه میاشت په ګاونډي یمن کې شخړې پراخې شوې دي.

د لومړني خبرداري څو ساعته وروسته، د ریاض یو شمېر اوسېدونکو فرانسې خبري اژانس ته وویل چې د پلازمېنې په ځینو برخو کې یې د څو نورو چاودنو په څېر غږونه هم اورېدلي دي.

د ریاض یوه اوسېدونکي ویلي: «د هوايي ډګر په لوري مو تور لوګي او اور ولیدل.»

حوثیانو روانه میاشت په یمن کې پراخ بریدونه پیل کړي او د دغه هېواد پر پراخو سیمو یې کنټرول ترلاسه کړی دی.

دې وضعیت د سعودي عربستان په ملاتړ د یمن د په رسمیت پېژندل شوي حکومت لپاره د حوثیانو د پرمختګ پر وړاندې غبرګون ستونزمن کړی دی.

سعودي عربستان، چې په سیمه کې له مهمو قدرتونو څخه دی، د حوثیانو تر کنټرول لاندې سیمو پر وړاندې لسګونه هوايي بریدونه کړي، خو د هغوی د پرمختګ مخه یې نه ده نیولې.

ریاض له خپل متحد، امریکا، څخه هم د مرستې غوښتنه کړې، خو تر اوسه دغه مرسته نه ده شوې.

دا له هغه وخته چې په یمن کې اوږدمهاله کورنۍ جګړه بیا پیل شوې، لومړی ځل دی چې دغه شخړه د سعودي عربستان پلازمېنه ګواښي او پر نړیوال اقتصاد نور فشار هم زیاتوي؛ هغه اقتصاد چې له دې وړاندې د امریکا او ایران ترمنځ د نږدې اووه میاشتني جګړې له امله هم تر فشار لاندې دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته