د ګوګل مصنوعي ځیرکتیا په یوه امنیتي ازموینه کې د درېیو شرکتونو سیسټمونه هک کړي

MOUNTAIN VIEW, CALIFORNIA - MAY 19: Attendees walk past a google sign at Google I/O on May 19, 2026 in Mountain View, California. The two day developers conference highlights Google's new products and technologies including their AI developments. Benjamin Fanjoy/Getty Images/AFP (Photo by Benjamin Fanjoy / GETTY IMAGES NORTH AMERICA / Getty Images via AFP)

ګوګل اعلان کړی چې د دغه شرکت مصنوعي ځیرکتیا «جیمینای» د سایبري امنیتي وړتیاوو د ارزونې په لومړۍ ازموینه کې انټرنېټ ته لاسرسی موندلی او د درېیو نورو شرکتونو سیسټمونه یې هک کړي دي.

د «وال‌سټریټ ژورنال» د راپور له مخې، جیمینای په یوه مورد کې د پاسورډونو اټکل پیل کړی او په پای کې یې یوه خوندي سیسټم ته لاسرسی موندلی. په دوو نورو مواردو کې یې د ننوتلو معلومات په یوه عامه زېرمتون کې موندلي او له هغو څخه په استفادې یې خوندي سیسټمونو ته لاسرسی موندلی دی.

ګوګل ویلي، د دغه شرکت مصنوعي ځیرکتیا ماډل په ټولو درېیو مواردو کې هغه مهال نفوذ درولی چې پوه شوی د یوه واقعي شرکت سیسټمونو ته یې لاسرسی موندلی دی.

ګوګل د جمعې په ورځ تایید کړه چې دغه هکونه د مې په میاشت کې د «اری‌ګولر» شرکت له خوا د یوې ازموینې په ترڅ کې ترسره شوي دي. دغه شرکت تر دې وړاندې د «اوپن‌ای‌آی»، «انتروپیک» او «مېټا» له اړوندو ورته پېښو سره هم تړاو درلود.

دا لومړی ځل دی چې د ګوګل یوه مصنوعي ځیرکتیايي وسیله په خپلواکه توګه د دې ډول اقدام ترسره کولو ته تللې ده.

«وال‌سټریټ ژورنال» لیکلي چې ګوګل تر دې اوونۍ پورې، یعنې تر هغه وخته چې دې رسنۍ د وضاحت لپاره له شرکت سره اړیکه ونیوله، د دغې موضوع په اړه معلومات نه وو خپاره کړي.

ګوګل ویلي چې دغه هکونه یې دومره جدي نه ګڼل چې د عامه افشا کولو اړتیا ولري؛ ځکه د دې شرکت مصنوعي ځیرکتیا ماډل هدفو شرکتونو ته زیان نه دی رسولی او هر ځل یې هغه مهال سمدستي خپل عملیات درولي چې پوه شوی د یوه واقعي شرکت، نه د یوه شبیه‌سازۍ شوي شرکت، سیسټم ته یې نفوذ کړی دی.

د ګوګل د امنیتي انجینرۍ مرستیالې هېدر اډکینز په یوه اعلامیه کې ویلي: «دغه پېښه ښيي چې د پیاوړو مصنوعي ځیرکتیايي ماډلونو روزنه د مسوولانه چلند لپاره څومره مهمه ده. په دې مورد کې ماډل مناسب چلند کړی دی.»

خو د مصنوعي ځیرکتیا د امنیت د «کریدور» سټارټ‌اپ اجرائیه رییس او سپین‌خولی هکر جک کېبل «وال‌سټریټ ژورنال» ته ویلي چې د ګوګل دا وضاحت د پېښې پر شدت تمرکز کوي، په داسې حال کې چې اصلي موضوع دا ده چې د مصنوعي ځیرکتیا یوه وسیله په تصادفي ډول د یوه بل شرکت سیسټم هک کړی دی.

هغه ویلي: «داسې ښکاري چې دوی هڅه کوي په دې برخه کې د زیان‌مننو د افشا کولو په اړه رامنځته شویو نورمونو ته تکیه وکړي، په داسې حال کې چې دا موضوع په بشپړه توګه توپیر لري. لویه ستونزه دا ده چې ماډلونه له هغې ساحې څخه وځي چې باید په کې فعالیت وکړي او واقعي سایبري بریدونه ترسره کوي؛ زما په اند خلک حق لري چې له دې موضوع خبر شي.»

دا موضوع په داسې مهال افشا شوې چې د مصنوعي ځیرکتیا د وړتیاوو او د دې ټکنالوژۍ د پراختیا د خوندیتوب په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته