د ایران د خاتمالانبیا مرکزي قرارګاه وايي، داسې معلومات یې ترلاسه کړي چې له مخې یې امریکا «د سیمې د ځینو هېوادونو په شین څراغ» پرېکړه کړې چې «د اسلامي ایران پر وړاندې خپل اقدامات بیا پیل کړي».
د ایران د دولتي راډیو او ټلویزیون د راپور له مخې، دې قرارګاه نن (یکشنبه، د وږي ۲۹مه) په یوه اعلامیه کې خبرداری ورکړی چې که امریکا برید وکړي، «په سیمه کې به د دغه هېواد ټولې اډې او ګټې، له هر ډول محدودیت او ملاحظې پرته، د پرلهپسې، اغېزمنو او دردناکو بریدونو هدف وګرځي».
د خاتمالانبیا مرکزي قرارګاه همداراز ویلي، که د سیمې هېوادونه پر ایران د امریکا له برید سره همغږي شي، «ټول به په دې شرارت کې شریک وګڼل شي او نور به د ایران له پیاوړو وسلهوالو ځواکونو څخه د زغم یا مروت تمه نه شي کولی».
دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي محسن رضايي وویل، ایران خپل د خبرو شرایط د قطري منځګړو له لارې له امریکا سره شریک کړي او د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ځواب په تمه دی.
پر یو بل د امریکا او ایران بریدونه له څه مودې راهیسې درېدلي دي؛ خو دواړو هېوادونو لا هم د اختلاف پر مهمو مسئلو هوکړې ته نه دي رسېدلي او د بریدونو د بیا پیل احتمال شته.
