د پاکستان پولیسو د عمران خان خور عليمه خان نیولې

Oplus_131072

د پاکستان پولیسو د عمران خان خور عليمه خان له مخې، تحریک انصاف ویلي چې عليمه خان نن (یکشنبه، د وږي ۲۹مه) د لاهور ښار له خپل کور څخه نیول شوې ده.

عليمه خان د تحریک انصاف ګوند له خوا د روانې میاشتې په ۲۷مه نېټه د پلان شوې مظاهرې له ترسره کېدو مخکې نیول شوې ده. په دې مظاهره کې د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان له زندان څخه د خوشې کېدو غوښتنه کېږي.

«ډان» لیکلي چې عليمه خان او یو بل کس، محمد امیر، د لاهور د مرستیال کمېشنر محمدعلي اعجاز په امر او د «پنجاب د عامه نظم د ساتنې قانون» پر بنسټ نیول شوي او د ۳۰ ورځو لپاره به په توقیف کې وي.

د دې رسنۍ د راپور له مخې، د لاهور مرستیال کمېشنر د ښار د پولیسو د مشر هغه لیک ته استناد کړی چې پکې ویل شوي د پولیسو راپورونه ښيي عليمه خان او امیر «د عامه امنیت او نظم لپاره زیانمن» دي.

د پاکستان پولیسو ویلي چې دغه دواړه کسان په ۲۰۲۳ کال کې د عمران خان د نیول کېدو پر مهال په اعتراضونو او د سړکونو په بندولو کې هم ښکېل وو.

پولیسو په خپل راپور کې ویلي چې دغو کسانو کارګران هڅولي چې عامه او دولتي شتمنیو ته زیان ورسوي. پولیس زیاتوي چې دوی یو ځل بیا د ټولنیزو رسنیو او عامه غونډو له لارې د خپلو پلویانو د بسیج هڅه کوي، څو نظم او قانون ګډوډ کړي او د دولت او ادارو پر ضد د اعتراضونو او شعارونو له لارې خلک تحریک کړي.

د لاهور د مرستیال کمېشنر په حکم کې همداراز ویل شوي چې د دغو دواړو کسانو پر وړاندې ګڼې قضیې ثبت شوې دي او دوی د عامه سولې او ارامۍ لپاره احتمالي ګواښ بلل شوي دي.

خو د تحریک انصاف مشر، ګوهر علي خان، ویلي چې دغه ګوند روښانه کړې چې اعتراضونه به یې سوله‌ییز وي.

هغه ویلي: «زموږ موخه دا ده چې خپلې قانوني او سیاسي غوښتنې په سوله‌ییزه توګه تعقیب کړو؛ موږ هېڅ ډول شخړه یا تاوتریخوالی نه غواړو.»

ګوهر علي خان ویلي چې په داسې شرایطو کې د پنجاب د عامه نظم د ساتنې د قانون له مخې د عليمه خان نیول د تاوتریخوالي او ترینګلتیا د زیاتېدو سبب کېږي.

نوموړي دا اقدام په کلکه غندلی او د دغو اقداماتو د پای ته رسولو او د عليمه خان د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه یې کړې ده.

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان په ۲۰۲۳ کال کې د دغه هېواد د پولیسو له خوا ونیول شو او دا مهال د راولپنډۍ په اډیاله زندان کې ساتل کېږي.

هغه د فساد په څو قضیو کې، چې د دولتي ډالیو د ناقانونه پلورلو په نوم د «توشه‌خانه» قضیه او د «القادر ټرسټ» په نوم د مالي فساد قضیه هم پکې شامله ده، د څو کلونو بند په سزا محکوم شوی دی.

د عمران خان پلویانو د هغه د نیول کېدو او زنداني کېدو په اعتراض کې څو ځله لاریونونه کړي او عامه سړکونه یې تړلي دي. د ۲۰۲۳ کال د مې په نهمه نېټه د عمران خان پلویانو د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې پراخ اعتراضونه وکړل چې له پولیسو سره د نښتو او تاوتریخوالي لامل شول.

له دغو اعتراضونو وروسته، د پاکستان پولیسو د تحریک انصاف د لسګونو غړو او د عمران خان د پلویانو د نیولو ترڅنګ، هغوی د بلوا په تور محاکمه او زنداني کړل.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته