د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د ایران په اړه د موجودو انتخابونو په اړه پرېکړه کوي.
د امریکا ولسمشر دغه انتخابونه فاکس نیوز ته داسې بیان کړي دي: «د ایران بشپړ له منځه وړل، له اقتصادي پلوه یې داسې پرېښودل چې سقوط وکړي، یا یوې هوکړې ته رسېدل.»
ټرمپ زیاته کړې: «زما پوښتنه دا ده چې څه وخت باید ټول هغه هېواد له منځه یوسم؟ ښه به دا وي چې هغوی سم چلند وکړي.»
تر دې وړاندې د خاتمالانبیا مرکزي قرارګاه ویلي وو چې داسې معلومات یې ترلاسه کړي چې امریکا د سیمې د ځینو هېوادونو په ملاتړ، په اروپا کې په یوه ګډه غونډه کې پرېکړه کړې چې د ایران پر وړاندې اقدامات ترسره کړي.
دې قرارګاه خبرداری ورکړی و چې که امریکا برید وکړي، «په سیمه کې د هغه هېواد ټولې اډې او ګټې به پرته له هېڅ ډول محدودیت او ملاحظې، د پرلهپسې، اغېزمنو او دردناکو بریدونو هدف وګرځي.»
د خاتمالانبیا مرکزي قرارګاه همداراز ویلي وو چې که د سیمې هېوادونه د ایران پر وړاندې د امریکا له برید سره همغږي شي، «ټول به په دې کړنه کې شریک وګڼل شي او بیا به له ځواکمنو ایراني وسلهوالو ځواکونو څخه د زغم یا نرم چلند تمه ونه شي کولای.»
