د «له پولیو پاک افغانستان» پاڼې ویلي چې د ماشومانو د فلج (پولیو) ناروغۍ پر وړاندې د واکسین نوی کمپاین به سبا (دوشنبه، د وږي ۳۰مه) په ټول هېواد کې پیل شي.
دې پاڼې په اېکس کې د یوه پوسټ له لارې له کورنیو غوښتي چې خپلو ماشومانو ته د واکسین په ورکولو سره د پولیو ناروغۍ پر وړاندې په مبارزه کې خپله ونډه واخلي.
په افغانستان کې د پولیو واکسین سراسري کمپاین په داسې حال کې پیلېږي چې په هېواد کې د دې ناروغۍ مثبتې پېښې زیاتې شوې دي.
د ماشومانو د فلج ناروغۍ د واکسین کمپاین له ډېر وخت راهیسې په ټول هېواد کې په سراسري ډول نه و ترسره شوی، بلکې یوازې د هېواد ځ ۲۰مه د نورستان ولایت او د کونړ ولایت په پنځو ولسوالیو کې ترسره شو، چې پکې ماشومانو ته د پولیو دواړه ډوله واکسینونه،ینې ځانګړې سیمې یې تر پوښښ لاندې راوستې وې.
دا کمپاین وروستی ځل د روان لمریز کال د چنګاښ په ۲۰مه د نورستان ولایت او د کونړ ولایت په پنځو ولسوالیو کې ترسره شو، چې پکې ماشومانو ته د پولیو دواړه ډوله واکسینونه، «پیچکاري» او «څاڅکي»، ورکړل شول.
د روغتیا نړیوال سازمان د شمېرو له مخې، د روان میلادي کال له پیل راهیسې تر اوسه په افغانستان کې د پولیو ۲۳ انساني مثبتې پېښې او ۷۶ چاپېریالي مثبتې نمونې ثبت شوې دي.
د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، افغانستان اوس مهال په نړۍ کې د پولیو تر ټولو ډېرې پېښې لري.
له افغانستان وروسته پاکستان دی، چې روان کال پکې د پولیو درې انساني مثبتې پېښې او ۱۲۷ چاپېریالي نمونې ثبت شوې دي.
افغانستان او پاکستان اوس مهال د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې پولیو ناروغي پکې لا هم له منځه نه ده تللې.
