طالبانو له قطره د افغانستان د ګرځندوی په صنعت کې د همکارۍ غوښتنه کړې

Oplus_131072

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی چارو مرستیال، قدرت‌الله جمال، په کابل کې د قطر له سفیر علي بن مرزوق سره په لیدنه کې له قطره په افغانستان کې د ګرځندوی په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت نن (پنجشنبه، د تلې ۲مه) په یوه اعلامیه کې ویلي چې جمال او بن مرزوق په کابل کې سره لیدلي او خبرې یې کړې دي.

په اعلامیه کې راغلي چې د دې لیدنې مهم بحثونه په افغانستان کې د قطري سیلانیانو راجلبول، د افغانستان د طبیعي، تاریخي او ګرځندویزو جاذبو ورپېژندل، قطري پانګه‌والو ته په هېواد کې د پانګونې د فرصتونو برابرول او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګرځندوی په برخه کې د رسمي همکاریو لپاره د یوه چوکاټ رامنځته کول وو.

قدرت‌الله جمال د افغانستان طبیعي ښکلاوو، تاریخي ودانیو، لرغونو سیمو او بېلابېلو ګرځندویزو جاذبو ته په اشارې ویلي چې په افغانستان کې له قطري سیلانیانو او پانګه‌والو سره د همکارۍ لپاره مناسب فرصتونه شته.

په کابل کې د قطر سفیر، علي بن مرزوق الشملان القاشوطي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د کلتوري اړیکو پر اهمیت ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د افغانستان او قطر ترمنځ د اړیکو د لا پراختیا او ګډو همکاریو د پیاوړتیا لپاره «دوامداره تعامل» اړین دی.

طالبانو په ۲۰۰۱ میلادي کال کې په بامیانو کې د بودا هغه مجسمې، چې د افغانستان له مشهورو لرغونو اثارو څخه وې، په چاودنو سره ویجاړې کړې. اوس د صلصال او شهمامې تشې دروازې د طالبانو لپاره د ګرځندوی له صنعت څخه د عوایدو له مهمو سرچینو څخه ګڼل کېږي.

طالبانو په وروستیو کلونو کې هڅه کړې چې د «سراسري امنیت» او «د بهرنیانو د خوندیتوب» د روایت په تبلیغولو سره له بهر څخه سیلانیان افغانستان ته راجلب کړي. خو لا هم د زیربناوو د نامناسب وضعیت او د دې ډلې له لوري د لګېدلو محدودیتونو له امله، په افغانستان کې د ګرځندوی صنعت د جمهوري نظام د دورې په پرتله د پام وړ بدلون نه دی کړی.

له بلې خوا، طالبانو ښځې او کورنۍ په تفریحي او ګرځندویزو ځایونو کې له حضور څخه منع کړې دي. د دې کار له امله کورنی ګرځندوی په څرګند ډول کم شوی دی. په مقابل کې، طالبان له بهرنیو ښځینه سیلانیانو، په ځانګړې توګه له هغو یوټیوبرانو، چې افغانستان د «خوندي» هېواد په توګه معرفي کوي، تود هرکلی کوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته