په کندز کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ وایي، چې «خالالدین» په نوم یو ډاکټر د دغه ولایت په دشت ارچي ولسوالۍ کې په چاقو وژل شوی دی.
د کندز د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند، جمعهالدین خاکسار، ویلي چې دا پېښه پرون (سېشنبه، د وږي ۳۱مه) د دشت ارچي ولسوالۍ د «میرزاخان» په سیمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زیاته کړې چې دغه ډاکټر د عبادالله په نوم د یوه کس مېرمنې ته «سپکاوی او بېاحترامي» کړې وه او وروسته عبادالله هغه په چاقو وژلی دی.
د کندز د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند ویلي، چې د دې ډلې ځواکونو عبادالله د دغه ډاکټر د وژنې په تور نیولی دی.
تر اوسه خپلواکو سرچینو د دغه ډاکټر وژنه او د هغې انګېزه نه ده تأیید کړې.
