د پاکستان د پېښور عالي محکمې د ۱۷ افغان ډاکټرانو د ایستلو حکم په موقتي توګه وځنډاوه او اړوندو قانون پلي کوونکو ادارو ته یې امر وکړ چې دغه ډاکټران ونه نیسي او له هېواده یې ونه باسي.
د «ډان» ورځپاڼې د راپور له مخې، د دغې محکمې قضايي پلاوي نن (چهارشنبه، د تلې ۲مه) د پاکستان له طبي او غاښونو شورا څخه وغوښتل چې د افغان ډاکټرانو د عریضې په اړه خپل وضاحت وړاندې کړي.
د راپور له مخې، دغه افغان ډاکټران د پېښور په عمومي روغتون او د «نارت وېسټ» روغتون او څېړنیز مرکز کې د تخصصي کارآموزۍ او لوړو زدهکړو پروګرامونه ترسره کوي.
وروسته له هغې چې د پاکستان طبي او غاښونو شورا په طبي او غاښونو برخو کې د ټولو افغان زدهکوونکو د ایستلو حکم صادر کړ، د دغو افغان ډاکټرانو کار او تخصصي زدهکړې هم ودرول شوې.
دغو ډاکټرانو پېښور عالي محکمې ته د عریضې په وړاندې کولو سره غوښتنه کړې وه چې د پاکستان د طبي او غاښونو شورا حکم، او همدارنګه د هغو دوو روغتونونو لیکونه چې د دوی د کار او زدهکړو د درولو په اړه وو، «غیرقانوني او خپلسري» وبلل شي.
دوی له محکمې څخه غوښتنه کړې وه چې د دواړو روغتونونو مدیریتونه اړ کړي څو سمدستي دوی ته اجازه ورکړي چې خپلو دندو او تخصصي زدهکړو ته بېرته ستانه شي، او یوازې د پاکستان د طبي او غاښونو شورا د یاد شوي حکم یا د دوی د ویزو د تمدید غوښتنلیکونو د ځنډ له امله د دوی د زدهکړو د دوام مخه ونه نیسي.
د دغو ډاکټرانو وکیل ویلي چې هغوی د معتبرې تحصیلي ویزې له لارې او د «پاکستان د ډاکټرانو او جراحانو کالج» د فیلوشیپ پروګرام په چوکاټ کې دغه هېواد ته تللي دي. نوموړي ویلي چې د ویزو د تمدید لپاره یې هم قانوني اداري مراحل بشپړ کړي، خو غوښتنلیکونه یې له غیرمعقولې مودې راهیسې بېبرخلیکه پاتې دي.
د پاکستان طبي او غاښونو شورا د سپټمبر په لومړۍ نېټه د ټولو افغان زدهکوونکو د ایستلو حکم صادر کړ او د نویو افغان زدهکوونکو پر منلو یې هم بندیز ولګاوه.
دغه حکم له پراخو غبرګونونو سره مخ شو او د لاهور او سند عالي محاکمو هم د یاد حکم د عملي کېدو مخه په موقتي توګه ونیوله.
