افغانستان داسې یوه ټولنه ده چې دودیز باورونه او ټولنیز محدودیتونه پکې د ښځو د ژوند پر ډېرو برخو اغېز لري. د هېواد په ډېرو سیمو، په ځانګړي ډول په سویلي ولایتونو کې، ښځې لا هم له بنسټیزو ټولنیزو فعالیتونو، لکه تفریح او سیاحت، بېبرخې دي.
د پخواني جمهوري نظام پر مهال، که څه هم د ښځو د ازاد تګ راتګ او تفریح لپاره محدود امکانات موجود وو، خو په ځینو ښارونو کې پارکونه، فرهنګي ځایونه او د ښځو لپاره ځانګړي تفریحي پروګرامونه فعال وو. دغو فرصتونو لږ تر لږه د ښځو د ذهني او عاطفي ارامتیا لپاره زمینه برابروله.
خو واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، د ښځو لپاره د تفریح په ګډون د ټولنیزو فعالیتونو ډېری فرصتونه له منځه تللي دي. نه یوازې د ښځو پر تګ راتګ او ټولنیز حضور محدودیتونه زیات شوي، بلکې د هغوی لپاره ځانګړي تفریحي ځایونه هم تړل شوي دي.
په سویلي حوزه کې دا ستونزه د افغانستان د ځینو نورو سیمو په پرتله ډېره جدي بلل کېږي؛ ځکه د دې سیمې ټولنه له کلتوري پلوه تړلې ده، د ښځو پر ازاد تګ راتګ سخت محدودیتونه شته او د هغوی د تفریح، زدهکړې او ټولنیز ګډون لپاره عملي زمینه محدوده ده.
د دې ترڅنګ، د ناامنۍ، اقتصادي ستونزو او د عامه تفریحي ځایونو د نشتوالي له امله، ښځې اړې دي چې خپل ډېری وخت په کورونو کې تېر کړي.
د سویلي حوزې په زابل ولایت کې مېشتې ښځې وايي، د وخت تېرولو او تفریح لپاره هېڅ مناسب ځای نه لري او اړې دي چې خپل ټول وخت د خپلو کورونو په څلورو دېوالونو کې تېر کړي.
د زابل ولایت د مرکز، کلات ښار، یوه اوسېدونکې بيبي حميده وايي، په ټول ولایت کې داسې مناسب ځای نشته چې ښځې ورشي او خپل تفریحي وخت پکې تېر کړي.
نوموړې وايي، د پخواني جمهوري نظام پر مهال په دغه ولایت کې ځینې داسې ځایونه موجود وو چې ښځو به په ځانګړو ورځو کې د تفریح لپاره ور تللې، خو د هغې په وینا، واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د دغه ولایت د امر بالمعروف او نهې عن المنکر ریاست له لوري دغه ځایونه په بشپړه توګه تړل شوي دي.
هغې زیاته کړه، لکه څنګه چې نارینه تفریح ته اړتیا لري، ښځې هم باید د تفریح لپاره له ورته فرصتونو برخمنې وي.
بيبي رازیه وايي: «موږ ښځې د تفریح او وخت تېرولو لپاره هېڅ ځای نه لرو. ټوله ورځ مو په کورونو کې تېریږي او دا حالت زموږ لپاره ډېر ستړی کوونکی شوی دی. پخوا چې جمهوري نظام و، لږ تر لږه څو ځایونه وو چې ښځې به په ځانګړو ورځو کې هلته تللې، خو اوس دا ټول ځایونه تړل شوي او هېڅوک زموږ غږ نه اوري.»

په ورته وخت کې، په زابل ولایت کې یو شمېر نورې ښځې هم ورته نظر لري او له طالبانو غواړي چې د ښځو لپاره ځانګړي تفریحي ځایونه جوړ کړي، څو هغوی هم د نارینهوو په څېر وکولای شي په دغو ځایونو کې خپل وخت تېر کړي.
د عابدي په نوم یوې بلي ښځې اطلاعات روز ته وويل، دا مهال د زابل ډېری ښځې خپل ټول ژوند په کورونو کې تېروي او یوازې کله ناکله د خپلو خپلوانو کورونو ته د مېلمستیا لپاره ځي، چې هماغه وخت د ځان لپاره د تفریح فرصت ګڼي.
نوموړې وايي: «لکه څنګه چې نارینه تفریح ته اړتیا لري، ښځې هم حق لري چې د ارامۍ او تفریح لپاره ځای ولري. دا حق له موږ اخیستل شوی دی. موږ ښځې اوس خپل ټول وخت په کورونو کې تېروو او یوازې کله ناکله د خپلوانو کورونو ته ځو، چې هماغه مو د تفریح ورځ وي.»
د زابل یو شمېر اوسېدونکي او مدني فعالان هم د ښځو لپاره د مناسبو تفریحي ځایونو نشتوالی یوه جدي ستونزه بولي. دوی وايي، د ښځو لپاره د دغو ځایونو نشتوالی د هغوی پر ټولنیزو او تفریحي حقونو منفي اغېز کړی دی.
د زابل یو مدني فعال، چې د مستعار نوم «احمدسعید» په کارولو یې اطلاعات روز ته خبرې کړې، وویل طالبان باید په هره ممکنه لاره چې وي، په دغه ولایت کې د ښځو لپاره مناسب تفریحي ځایونه جوړ کړي.
نوموړی وايي، ډېر نارینه غواړي له خپلو کورنیو سره تفریحي ځایونو ته ولاړ شي، خو په زابل کې د ځانګړو ځایونو د نشتوالي له امله خلک اړ کېږي چې خپلې کورنۍ د تفریح لپاره دښتو او کلیوالو سیمو ته بوځي.
سعیدي وايي: «په زابل کې د ښځو لپاره د تفریحي ځایونو نشتوالی د هغوی حقونه تر پښو لاندې کوي. طالبان باید لږ تر لږه د ښځو لپاره خوندي او د کورنیو لپاره مناسب تفریحي ځایونه جوړ کړي. ډېری نارینه غواړي له خپلو کورنیو سره تفریحي ځایونو ته ولاړ شي، خو د ځانګړو ځایونو د نشتوالي له امله اړ کېږي چې دښتو یا کلیوالو سیمو ته ولاړ شي او هلته خپل وخت تېر کړي.»

د اطلاعات روز همکار هڅه وکړه چې د دغه راپور د بشپړېدو تر وخته د زابل ولایت د سیمهییزو چارواکو نظر هم واخلو، خو له پرلهپسې هڅو سره سره بریالي نه شوو.
د زابل ترڅنګ، د افغانستان په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم ښځې د تفریح او سیاحت لپاره له مناسبو ځایونو بېبرخې دي. د دې وضعیت یو مهم لامل پر ښځو لګول شوي محدودیتونه دي.
