راپور چمتو کوونکی:حمید نعمان
د کابل ښار په تېرو درېیو اوونیو کې د پخوا په پرتله بېل بڼه خپله کړې او فضا یې تر بل هر وخت ډېره امنیتي او پوځي شوې ده. په ښار کې د امنیتي تدابیرو د زیاتېدو او د طالبانو د ځواکونو د حضور ترڅنګ، د کابل په بېلابېلو سیمو کې تبلیغاتي لوحې هم د «د رهبر د فرمانونو د اغېزو علمي او څېړنیز کنفرانس» تر سرلیک لاندې د یوې غونډې د جوړېدو خبر ورکوي. په دغو لوحو کې د کنفرانس د جوړېدو کره نېټه نه ده ښودل شوې او یوازې د «ژر به جوړ شي» عبارت پرې لیکل شوی دی.
له دغو بدلونونو سره هممهاله، شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې د کابل پوهنتون ګڼ شمېر محصلان په ناڅاپي ډول له لیلیې وایستل شول؛ په داسې حال کې چې د سمستر د پای ازموینو پیل ته یوازې درې اوونۍ پاتې وې. په کابل پوهنتون کې د روانو پېښو او فعالیتونو په اړه ابهام یوازې تر محصلانو محدود نه و، بلکې د پوهنتون یو شمېر استادان هم د هغو پروګرامونو او غونډو په اړه خبر نه وو چې ټاکل شوې وه په دې علمي بنسټ کې جوړې شي.

څو ورځې له دغې پېښې وروسته، د لړم په ۲۳مه طالبانو د کابل پوهنتون محصلانو او کارکوونکو ته د واټساپ ډلو له لارې په ناڅاپي ډول د پوهنتون د یوې اوونۍ رخصتي اعلان کړه. دا پرېکړه پرته له دې چې په رسمي ډول اعلان شي او د علت او موخې په اړه یې روښانه جزئیات وړاندې شي، خپره شوه.
د دې اعلان یوه ورځ وروسته، د یکشنبې په ورځ (د لړم ۲۴مه) د «د رهبر د فرمانونو د اغېزو علمي او څېړنیز کنفرانس» په نوم غونډه پیل شوه. د دې غونډې د جوړېدو څرنګوالی د ابهام او بېباورۍ له درنې فضا سره مل و. سره له دې چې پراخ تبلیغات شوي او د ښار په بېلابېلو برخو کې اعلانونه لګېدلي وو، نه د کنفرانس د جوړېدو کره نېټه له مخکې اعلان شوې وه او نه هم د کابل پوهنتون ډېری استادان، مدیران او محصلان، چې د دې علمي بنسټ د ټولنې غړي دي، ورته بلل شوي وو. د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، دغه کنفرانس په ډېرو لګښتونو او د طالبانو د زرګونو ملاتړو ملایانو په ګډون پیل شو.
ولې «د رهبر فرمانونه»؟
د طالبانو مشر ملا هبتالله اخوندزاده د دغه کنفرانس په درېیمه ورځ، د سېشنبې په ورځ (د لړم ۲۶مه) د غونډې ځای ته ورغی او وینا یې وکړه. دا په ۱۴۰۰ کال کې واک ته د طالبانو له بېرته رسېدو راهیسې دویم ځل دی چې نوموړی کابل ته راځي او په یوه عامه غونډه کې وینا کوي.
خو اساسي پوښتنه دا ده چې ولې د هبتالله اخوندزاده ملاتړو د طالبانو واک ته له رسېدو پنځه کاله وروسته د «رهبر د فرمانونو» لپاره دومره پراخ کنفرانس جوړ کړی او کوم ضرورت د دې لامل شوی چې د هغه د فرمانونو اطاعت د زرګونو ملایانو او د طالبانو د ملاتړو دیني عالمانو په ګډون د یوې لویې غونډې محور وګرځي؟
د تېر کال د مني په موسم کې، د تلې په اوومه، د هبتالله اخوندزاده په امر په ټول افغانستان کې انټرنېټ او مخابراتي خدمتونه په بشپړه توګه بند شول. دغه پرېکړه دوه ورځې وروسته، د چهارشنبې په ورځ د تلې په نهمه، په کابل کې د انټرنېټ په بېرته فعالېدو او ورپسې په ټول هېواد کې د مخابراتي خدمتونو په بیا پیلولو بدله شوه.
د انټرنېټ له بېرته فعالېدو څو ساعته مخکې، د طالبانو یو شمېر وزیران چې د دې ډلې له مشر سره د خبرو لپاره کندهار ته تللي وو، د انټرنېټ د بندېدو په اړه د هغه د نظر له بدلولو پاتې راغلل او په دوو چورلکو کې بېرته کابل ته راستانه شول.
په همدې وخت کې، د انټرنېټ او مخابراتي خدمتونو د ناڅاپي بندېدو د پراخو پایلو له امله، په کابل کې د طالبانو کابینې بېړنۍ غونډه وکړه او د دې ډلې د لومړي وزیر ملا محمدحسن اخوند په امر د انټرنېټ د بېرته فعالولو پرېکړه وشوه.
دا پرېکړه په داسې حال کې عملي شوه چې د انټرنېټ د بندولو لومړنی امر هبتالله اخوندزاده صادر کړی و، خو په کابل کې مېشتو طالب چارواکو د هغه له موافقې پرته د دې ډلې د مشر د پرېکړې خلاف عمل وکړ.
په دې توګه، د لومړي ځل لپاره د طالبانو د مشر د واکونو د حدودو او په کابل کې د حکومتي چارواکو د صلاحیتونو پر سر اختلاف په ښکاره ډول په عامه فضا او په ځانګړي ډول د طالبانو په اړوندو ټولنیزو رسنیو کې منعکس شو. د دې ډلې د بېلابېلو ډلو ته د نږدې چینلونو او څېرو دریځونو هم وښوده چې د انټرنېټ د بندېدو په موضوع کې د طالبانو ټولې داخلي ډلې د هبتالله له پرېکړې ملاتړ نه کوي او ځینو یې لږ تر لږه په دې قضیه کې د ملا محمدحسن اخوند او په کابل کې د طالب چارواکو د پرېکړې ملاتړ کړی دی.
د هبتالله اخوندزاده د فرمانونو د پلي کولو پر سر اختلاف یوازې د انټرنېټ د بندېدو موضوع ته محدود نه دی پاتې شوی. د دې یوه روښانه بېلګه د ژوندیو موجوداتو، د انسانانو او حیواناتو په ګډون، د انځورونو د جوړولو او خپرولو د منع کولو فرمان دی دغه فرمان د امربالمعروف او نهی عنالمنکر قانون په ۲۲مه ماده کې ځای پر ځای شوی او د ۱۴۰۳ کال په زمري کې د طالبانو د مشر له خوا توشیح شوی دی.
د دغه بندیز پلي کول د همدې کال له تلې میاشتې په کندهار کې پیل شول او وروسته لسګونو ولایتونو ته وغځېدل. خو دغه فرمان په کابل او د طالبانو په یو شمېر مرکزي ادارو کې په هماغه شدت نه دی عملي شوی. د طالبانو لوړپوړي چارواکي، لکه د کورنیو چارو وزیر سراجالدین حقاني، د دفاع وزیر ملا یعقوب او د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي، لا هم په رسمي پروګرامونو او ټولنیزو رسنیو کې له خپلو انځورونو او ویډیوګانو سره راڅرګندېږي. د مرکزي ادارو ویاندویان هم هره ورځ انځوریز مواد خپروي.
د طالبانو د مشر د فرمان د نه اغېزمنتیا بله بېلګه په بدخشان کې لیدل کېږي څو میاشتې وړاندې، وروسته له هغې چې له مرکز څخه د سیمهییزو شرکتونو له خوا د کانونو د استخراج د درولو او د طالبانو د حکومت تر ملاتړ لاندې شرکتونو ته د هغو د سپارلو امرونه صادر شول، د دغو پرېکړو د پلي کولو پر سر اختلافونه زیات شول.
په همدې وخت کې، په بدخشان کې د طالبانو د تاجکتباره او نفوذ لرونکو قوماندانانو له ډلې جمعهخان فاتح د دندې د بدلون امر، چې د طالبانو د مشر له خوا صادر شوی و، له مخالفت سره مخ شو د دغو ترینګلتیاوو په پایله کې، د روان کال د زمري په ۲۰مه د طالبانو د استخباراتو ځانګړي ځواکونه او د بدري قطعې، د طالبانو د استخباراتو د مرستیال تاجمیر جواد په مشرۍ، د نسۍ ولسوالۍ ته واستول شول او نښتې د مایمي، شکي او زیباک ولسوالیو ته هم وغځېدې.
د دې مواردو ترڅنګ، د طالبانو د کورنیو چارو وزیر او د حقاني شبکې مشر سراجالدین حقاني هم له هغو څېرو څخه دی چې د حکومتولۍ د څرنګوالي په اړه یې له هبتالله اخوندزاده سره د نظر اختلاف په ښکاره ډول څرګند شوی دی.
حقاني د ۱۴۰۳ کال په لیندۍ کې د هغه څه په اړه نیوکه وکړه چې ده «تنګنظري» او د واک انحصار بللی و. نوموړي په خپلو ورپسې څرګندونو کې هم له خلکو سره د فشار د کمولو او د زور پر بنسټ د حکومتولۍ د مخنیوي غوښتنه کړې ده.
د شیعهګانو او هزارهګانو پر وړاندې د چلند په برخه کې هم د هغه او د کندهار د کړۍ د تګلارو توپیر مطرح شوی دی په داسې حال کې چې په وروستیو کلونو کې د طالبانو سیاستونه د شیعهګانو پر مذهبي حضور، د محرم پر مراسمو او د دې ټولنې د دیني عالمانو پر فعالیتونو له سختو محدودیتونو سره مل وو، حقاني په ځینو مواردو کې له شیعه عالمانو او د هزارهګانو له استازو سره د غونډو په جوړولو هڅه کړې چې بېل چلند وښيي.
د طالبانو د ملاتړو سیاسي مانور؛ هبتالله د نړۍ د مسلمانانو معنوي پلار
خو د تلې په بل اړخ کې، د طالبانو د مشر فرمانونه د کندهار مېشتي هبتالله اخوندزاده او د هغه د ملاتړو لپاره تر حکومتي امرونو د یوې لړۍ ډېر اهمیت لري او د هغه د رهبرۍ د ځایګی او واک د ټینګښت لپاره په یوه حیاتي مسئله بدل شوي دي.
تر اوسه د دغو فرمانونو ډېری، په ځانګړي ډول د ښځو او هغو وګړو پر وړاندې د محدودیتونو په برخه کې چې د واک په جوړښت کې حضور نه لري، په جدي ډول عملي شوي دي. خو د طالبانو په داخلي جوړښت کې د همدې امرونو پلي کول له دوهګوني چلند او مقاومت سره مخ شوي دي.
که څه هم د دې غونډې نوم «علمي او څېړنیز کنفرانس» اېښودل شوی، خو جوړېدل یې تر دې چې یو علمي او څېړنیز پروګرام وي، په کابل کې د هبتالله اخوندزاده د ملاتړو له خوا سیاسي مانور و، څو د هغه پر واک ټینګار وکړي او د طالبانو د ډلې په بېلابېلو شبکو کې د هغه د فرمانونو ځایګی پیاوړی کړي.
په دې غونډه کې د هبتالله اخوندزاده ملاتړو هغه ته د «شیخالاسلام» لقب ورکړی دغه لقب د ویناوالو له پراخو ستاینو سره یوځای په دې غونډه کې د طالبانو د مشر محوري ځایګی لا څرګند کړ. د راپورونو له مخې، شاوخوا درې زره ملایانو او دیني عالمانو په دې غونډه کې ګډون کړی و.
خو د طالبانو د مشر د پراخې ستاینې ترڅنګ، د دې ډلې د داخلي اختلافونو موضوع هم د ویناوالو د خبرو له مهمو محورونو څخه وه. د طالبانو د سترې محکمې رییس او د هبتالله اخوندزاده نږدې کس عبدالحکیم حقاني د دې ډلې د غړو ترمنځ د اختلافونو د پایلو په اړه خبرداری ورکړ او ویې ویل چې داخلي اختلافونه د نظام د کمزوري کېدو لامل کېږي.
هغه د اسلامي خلافتونو تجربې ته په اشارې وویل چې دغه حکومتونه لومړی د داخلي اختلافونو له امله کمزوري شول او وروسته له منځه ولاړل. حقاني ټینګار وکړ چې د اسلامي نظام پیاوړتیا په یووالي پورې تړلې ده او د طالبانو له غړو او د افغانستان له خلکو یې وغوښتل چې د دې ډلې د نظام د ساتنې او پیاوړتیا لپاره هڅې وکړي. هغه همدارنګه د طالبانو د مشرانو پر اطاعت ټینګار وکړ او ویې ویل چې «اطاعت د بریا لامل دی».
د طالبانو د سترې محکمې رییس د دې ډلې له چارواکو او کارکوونکو وغوښتل چې د خپلو «امیرانو» اطاعت وکړي او د تشکیلاتي یووالي د ساتنې لپاره هڅې وکړي.
دا خبرداری په داسې حال کې ورکول کېږي چې په تېرو کلونو کې د طالبانو د لوړپوړو چارواکو ترمنځ د اختلافونو په اړه ګڼ راپورونه خپاره شوي او د دې ډلې ځینو څېرو په ښکاره ډول د طالبانو د مشر پر یو شمېر فرمانونو، د نجونو د زدهکړو د بندیز په ګډون، نیوکې کړې دي.
د غونډې په دوام کې د کندهار د کړۍ ته نږدې ویناوالو هڅه وکړه چې د هبتالله اخوندزاده په ستایلو سره د هغه دیني او سیاسي ځایګی لا لوړ وښيي. د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي هغه د «نړۍ د مسلمانانو معنوي پلار» وباله او په خپله وینا کې یې وضع شوي قوانین غیرشرعي او له اسلام سره په ټکر کې وبلل.
شرعي په دوام کې وویل چې د طالبانو اساسي قانون «قرآن کریم» دی او د دې حکومت قوانین د اسلامي شریعت پر بنسټ جوړ شوي دي. هغه د حکومت د بقا لپاره د قانون پر رول په ټینګار وویل: «د نظام پیاوړتیا د قانون له لارې تأمینېږي او که قانون نه وي، نظام به هم نه وي.»

د طالبانو د عمومي استخباراتو د ریاست مرستیال تاجمیر جواد هم د دې ډلې امارت د امارت د بیا راژوندي کېدو رښتینې بېلګه او هبتالله اخوندزاده یې له پېړیو وروسته د «امامت» واقعي نمونه وبلله.
د دغو ټولو څرګندونو ټولګه ښيي چې دغه غونډه، د خپل علمي او څېړنیز نوم ترڅنګ، د طالبانو د مشر پر دیني ځایګي، د هغه د اطاعت پر ترویج او د دې ډلې د غړو ترمنځ د یووالي پر اړتیا د ټینګار په یوه دریځ بدل شوی و.
د ورکو شویو فرمانونو په لټه کې
وروستی ځل چې د طالبانو مشر هبتالله اخوندزاده کابل ته راغلی او وینا یې کړې وه، د ۱۴۰۱ کال د چنګاښ ۱۰مه وه. هغه په دې وینا کې، چې د لویې جرګې په تالار کې د طالبانو د ملاتړو ملایانو په حضور کې یې کړې وه، د دې ډلې بریا د اسلام بریا بللې وه.
د هغه دویمه وینا سږ کال په کابل کې وشوه. نوموړی د «د رهبر د فرمانونو د اغېزو علمي او څېړنیز کنفرانس» په درېیمه ورځ کابل ته راغی او د کابل پوهنتون په غونډه کې یې وینا وکړه.
دا ځل د هغه د خبرو اصلي محور د «امیر» پر اطاعت او د طالبانو د رهبرۍ د امرونو پر منلو ټینګار و. هغه د خپلې وینا په یوه برخه کې له مأمورینو او مسوولانو وغوښتل چې د امیر اطاعت وکړي. د هغه له وینا وروسته، په غونډه کې حاضر دیني عالمانو د طالبانو له مشر سره بیا بیعت وکړ.
په هغه غونډه کې چې د رهبر د فرمانونو د علمي او څېړنیزې ارزونې په نوم جوړه شوې وه، د اطاعت او بیعت پر موضوع بیا ټینګار ښيي چې د هبتالله اخوندزاده د واک او د هغه د فرمانونو منل د دې غونډې له اصلي محورونو څخه وو.
ایا مذهبي فشارونه زیاتېږي؟
د کابل پوهنتون په غونډه کې د هبتالله اخوندزاده د وینا بله برخه د افغانستان د شیعهګانو او د حنفي مذهب پرته د نورو اسلامي مذهبونو د پیروانو د مذهبي وضعیت په اړه د اندېښنو لامل شوې ده.
د طالبانو مشر ادعا وکړه چې د افغانستان ټول وګړي د حنفي مذهب پیروان دي او ویې ویل چې د شریعت له مخې «امام د لارې ټاکنه کوي» او په افغانستان کې باید ټول د حنفي مذهب پیروي وکړي. هغه د شافعي مذهب پر بنسټ عمل کول هم ناروا وبلل او د خلکو د راټولېدو غوښتنه یې پر یوې فقهي لیدلوري او لارې وکړه.
دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې افغانستان له مذهبي پلوه یو متنوع هېواد دی او د سني مسلمانانو د اکثریت ترڅنګ، د شیعهګانو یوه لویه ټولنه، په ځانګړي ډول هزارهګان، په کې ژوند کوي. تر دې وړاندې هم د طالبانو یو شمېر چارواکو، د دې ډلې د لوړو زدهکړو وزیر په ګډون، په افغانستان کې د یوازې یوه مذهب د شتون په اړه څرګندونې کړې وې.
طالبانو واک ته له بېرته رسېدو وروسته د جعفري مذهب قانوني رسمیت او د شیعهګانو د شخصیه احوالو قانون لغوه کړ، چې په پخواني حکومت کې په رسمیت پېژندل شوی و.
په وروستیو کلونو کې شیعهګانو د مذهبي محدودیتونو، د ځینو دیني عالمانو د نیولو او د اسماعیلیه مذهب د پیروانو د مذهب بدلولو لپاره د فشارونو د راپورونو په اړه نیوکې کړې دي.
له همدې امله، د طالبانو د مشر له خوا د ټولو افغانانو پر حنفيتوب ټینګار او د نورو مذهبونو پر بنسټ عمل ناروا ګڼل، د مذهبي فضا د لا محدودېدو او د نورو مذهبونو د پیروانو د څنډې ته کېدو په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.
د اطاعت په غونډه کې د مخالفت غږ
د دې غونډې د ویناوالو په منځ کې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراجالدین حقاني د هبتالله اخوندزاده د نورو ملاتړو په پرتله بېل لحن درلود.
په داسې حال کې چې ډېری ویناوالو د طالبانو د مشر پر بېقیدوشرطه اطاعت او د هغه د فرمانونو پر پلي کولو ټینګار کاوه، حقاني د دې ډلې له مشرانو او غړو وغوښتل چې داسې چلند ونه کړي چې خلک ترې کرکه وکړي.
هغه خبرداری ورکړ چې که په ټولنه کې ان یو «کوچنی منکر» هم موجود وي، باید د هغه په پلمه له خلکو واټن وانخیستل شي او د خلکو او طالبانو ترمنځ د کرکې او دښمنۍ زمینه برابره نه شي.

حقاني ټینګار وکړ چې د حکومت د جوړولو موخه پر خلکو د واکمنۍ تحمیلول نه دي، بلکې طالبان باید له خلکو سره خدمت وکړي، د هغوی ستونزو ته غوږ ونیسي او له هغو چلندونو ډډه وکړي چې د حکومت او ټولنې ترمنځ واټن زیاتوي.
هغه همدارنګه د دې ډلې له غړو وغوښتل چې د طالبانو د خوښې نظام د موخو او ګټو د تشریح لپاره یوازې پر منبرونو ویناوو ته بسنه ونه کړي، بلکې کلیو، ولسوالیو او بېلابېلو ولایتونو ته ولاړ شي او له خلکو سره مخامخ خبرې وکړي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزیر خبرداری ورکړ چې د چارو د سمون لپاره له هڅو پرته پر دریځونو وچ او سخت ټینګار به د ناسم پوهاوي او ټولنیزو ستونزو د زیاتېدو لامل شي.
د طالبانو د لومړي وزیر اداري مرستیال عبدالسلام حنفي هم په خپله وینا کې وویل چې هېڅ نظام په ظلم او بېعدالتۍ نه شي دوام کولی هغه وویل: «که خدای مه کړه د افغانستان په یوه سیمه کې ظلم وشي، ناشونې ده چې یو نظام له ظلم سره خپل بقا ته دوام ورکړي.»

دغه څرګندونې په هغه غونډه کې چې اصلي محور یې د طالبانو د مشر پر اطاعت ټینګار و، یو ځل بیا د حقاني او هبتالله اخوندزاده ته د نږدې کړۍ ترمنځ د نظر توپیر څرګند کړی په ځانګړي ډول دا چې د طالبانو په لوړپوړو چارواکو کې حقاني له هغو لږو څېرو څخه دی چې د دې ډلې د حکومتولۍ پر څرنګوالي خپلې نیوکې په ښکاره ډول مطرح کوي.
په دې غونډه کې د طالبانو مشر هبتالله اخوندزاده د دې ډلې د یو شمېر مهمو موضوعاتو او پر وړاندې پرتو ننګونو، د پاکستان له لوري د سرحدي نښتو او د طالبانو د مخالفو پوځي جبهاتو د بریدونو په ګډون، څه ونه ویل.
همدارنګه، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي، لومړي وزیر ملا محمدحسن اخوند، د پوځ لوی درستیز مولوي فطرت، د دفاع وزیر ملا یعقوب او یو شمېر نورو هغو چارواکو ته چې په ځینو مواردو کې یې د طالبانو د مشر له فرمانونو اطاعت نه دی کړی، د وینا فرصت ورنه کړل شو پر ځای یې د یو شمېر والیانو، د ریاستونو د مدیرانو او د کوچنیو ادارو مسوولانو ویناوې وکړې.
