د پخوانیو نظامیانو کورنۍ؛ طالبان یې حقوق او امتیازات نه ورکوي

تصوير:ټولنيزي رسنۍ

د ننګرهار خوږیاڼو ولسوالۍ اوسېدونکې، په مستعار نوم (روبینه)، د څلورو اولادونو مور ده او خاوند یې د پخواني جمهوري نظام د پوځ په لیکو کې وژل شوی، اوس ورته له ویر او غربت پرته بل هېڅ نه دي پاتې.

نوموړې د خاوند غم په ملا ماته کړې او کیسه یې په ویر سره کوي، وایي، اولادونه یې واړه دي، خو د کار او مزدورۍ درک یې نشته، نو ځکه خو ژوند پرې تنګ شوی دی.

هغه وایي خاوند یې د تېر جمهوري دولت پرمهال د ملي اردو سرتېری و، چې مزار شریف ښار کې له طالبانو سره د جګړې پرمهال وژل شوی او د خاوند له وژل کېدو وروسته د خپلې کورنۍ د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره اړ شوې، د خلکو په کورونو کې د پاک‌کارۍ او جامو مینځلو کارونه وکړي.

نوموړې په ژړغوني غږ وایي، سره له دې چې خاوند یې له لاسه ورکړی، خو د طالبانو له حکومت را وروسته یې د وژل شوي خاوند حقوق هم نه دي ترلاسه کړي او اقتصادي ستونزو او بې‌سرپرستۍ د خپلو اولادونو پالنې هغه له ګڼو ستونزو او کړاوونو سره مخ کړې ده.

روبینه زیاتوي: «په تېر حکومت کې به هره میاشت او کال زما د خاوند معلومه اندازه امتیازات راکول کېدل، خو له کله چې طالبان راغلي، هېڅ کونډو ته پام نه کوي، امتیازات یې بند کړي، په ځانګړي ډول هغه چې تېر حکومت کې وژل شوي، وایي هغه څوک چې زموږ پر ضد جګړه کې وژل شوي، د حقوقو حق نه لري. موږ له زیاتو ستونزو سره مخ یو، اولادونه مو واړه دي او زه مجبوره یم د خلکو په کورونو کې د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو لپاره کار وکړم او خپلو اولادونو ته نفقه پیدا کړم.»

د خیریه بنسټ مرستې؛ انځور: ټولنیزې رسنۍ.

په افغانستان کې د تېر جمهوري نظام پرمهال له طالبانو سره جګړو د هېواد ډېری وګړي زیانمن کړي او نږدې هره کورنۍ یې له غم، درد او ویر سره مخ کړې ده.

په دغو جګړو کې هغه مېرمنې تر ټولو ډېرې اغېزمنې شوې چې خپل خاوندان (مېړونه) یې په نظامي لیکو کې وو او د جګړو له امله یې له لاسه ورکړي او لا هم د خپلو عزیزانو په ویر کې شپې او ورځې تېروي.

په مستعار نوم پېژندل شوې روبینه وایي چې د خاوند د وژل کېدو وروسته یې ژوند د کړاوونو ډک شوی دی او نه پوهېږي چې یوه مړۍ ډوډۍ به له کومه کوي.

روبینې زیاته کړه: «هغه چا چې د هېواد د ساتنې لپاره قرباني ورکړې، نن یې کورنۍ له لوږې سره مخ ده او هغه چې له دې وطن سره یې خیانت کړی، مزې کوي، الله ج دې پر موږ رحم وکړي، هېڅوک مو غږ نه اوري، په څو ځلي مې ولایت مقام ته هم عریضه کړې چې مرسته راسره وکړي، خو طالبانو یې ورته په ځواب کې ویلي؛ ستا د خاوند امتیازات له موږ سره نشته.»

شبنم (مستعار نوم) هغه ۲۸ کلنه کونډه مور ده، چې له خپلو دوو لوڼو او یو زوی سره د جلال اباد ښار لومړۍ ناحیې اړوند «کمپونو» سیمه کې په یوه خاورین کور کې چې زړې توشکې او فرش په کې هموار دي، له لومړنیو وسایلو پرته د ژوند سختې شپې او ورځې سبا کوي.

نوموړې هم د کورنۍ د لګښتونو د برابرولو او د اولادونو د پالنې په برخه کې له ګڼو ننګونو سره مخ ده، زیاتوي چې د ځوانۍ له امله کله چې د طالبانو د شهیدانو او معلولینو ریاست او نورو ادارو ته ځي، د طالبانو له خبرو او قضاوتونو سره مخ کېږي.

د هغې په وینا، د پخوانیو نظامیانو له کونډو او کورنیو سره د طالبانو ناسم چلند یې ژوند لا سخت کړی او له ناڅرګند برخلیک سره مخ دي.

شبنم زیاته کړه: «په څو ځلي راته د ننګرهار د شهیدانو او معلولینو ریاست کې طالبانو ویلي، ځوانه ښځه یې، واده وکړه، خاوند به دې هر څه درته برابر کړي، له بېلابېلو ډولونو ځورونو سره مخ یو؛ طالبان نه یوازې امتیازات نه راکوي، بلکې له بشري مرستو هم بې‌برخې یو. کله چې د خپل خاوند د تقاعد پسې دولتي ادارو ته ورشم، بهانې کوي او ان ځینې وایي چې پخواني نظامیان له موږ سره حق نه لري چې تقاعد او نور امتیازات واخلي.»

د مرستو لپاره راټولې شوې بې‌سرپرسته کورنۍ؛ انځور: ټولنیزې رسنۍ.

نوموړې زیاتوي، واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، له ننګرهار سربېره مرکز کابل ته هم څو څو ځلې د تقاعد خزانې عمومي ریاست ته د خپلو حقوقو د ترلاسه کولو لپاره تللې، خو له ژمنو پرته ورسره هېڅ مرسته نه ده شوې.

د دغې کونډې په خبره، اولادونو ته یې ډېرې هیلې لرلې، خو د خاوند له وژل کېدو وروسته یې هغه هیلې له خاورو سره خاورې شوې او اوس له ګڼ شمېر ستونزو سره لاس او ګرېوان ده.

شبنم زیاته کړه: «د طالبانو له حکومت غوښتنه کوو چې د کونډو حقوق دې ورکړي او د پخوانیو نظامیانو له کورنیو سره دې تبعیضي چلند نه کوي، دغه راز غوښتنه کوو چې زموږ امتیازات راکړي او هم بشري مرستو کې بې‌وزله کونډې په نظر کې ونیسي، ځکه تر بل هر وخت موږ مرستو ته اړ یو.»

نوموړې زیاتوي چې که څه هم کله ناکله له دې سره د ګاونډیانو او خپلو خپلوانو له لوري مرسته کېږي، خو وایي چې ټولې اقتصادي ستونزې یې نه حل کېږي او څه ته چې ډېره ځورېږي، هغه د خپلو اولادونو راتلونکې ده.

شبنم ټینګار کوي چې مرستندویه بنسټونه باید هغو کونډو ښځو ته چې د کار توان لري، د کار زمینه برابره کړي، ترڅو وکولای شي یوه مړۍ حلاله ډوډۍ پیدا کړي او په خپلو پښو ودرېږي.

هغه وایي درې وخته ډوډۍ پیدا کولو پسې ستړې شوې: «د خاوند له مرګ وروسته مې ما او اولادونو به مړه ګېډه ډوډۍ نه ده خوړلې، خو زیاته مې د اولادونو راتلونکې ته یم، له زده‌کړو محروم شول او په بد وضعیت کې دي.»

په افغانستان کې چې د ښځې ژوند تر ډېره پر مېړه تړلی، د داسې کونډو شمېر کم نه دی چې د شبنم له برخلیک سره مخ دي.

بلخوا د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو ریاست مسوولین وایي، چې په دې ولایت کې زرګونه د شهیدانو او معلولینو کورنۍ ثبت او حقوق یې ورکړل شوي دي.

د ننګرهار لپاره د طالبانو د شهیدانو او معلولینو چارو رییس قاري محمدصابر ځواک وایي، د دغه ولایت په کچه ۴۸ زره ۳ یتیمان، کونډې او معلولین ورسره ثبت دي، چې په هغې کې د تېر او اوسني نظام دواړه کورنۍ شاملې دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، تېر کال یې دغه ولایت کې نږدې ۲۰ زره کونډو، یتیمانو او معلولینو ته ۹۶۷ میلیونه افغانۍ میاشتني حقوق ورکړل شوي دي.

نوموړی زیاتوي چې د ثبت او بایومټریک او د غیر مستحقو کسانو د تثبیت چاره یې هم چټکه کړې چې تر اوسه یې شاوخوا درې زره غیرمستحق کسان د میاشتني مساعدت له لېستونو ایستلي دي.

ځواک زیاتوي: «ننګرهار کې له موږ سره اوسمهال ۴۸ زره ۳ یتیمان، کونډې او معلولین ثبت دي، چې په دې کې د پخواني نظامیان هم شامل دي او دوی ته ۹۶۷ میلیونه افغانۍ میاشتني حقوق ورکړل شوي او د پخوانیو نظامیانو له کونډو او کورنیو سره هېڅ تعصبي چلند نه کېږي. که څوک شواهد او اسناد لري، نو موږ سره دې شریک کړي، هڅه کوو چې دوی ته د مرستندویه ادارو بشري مرستې هم راجذب کړو.»

د طالبانو دغه مسوول وایي، د چارو د اسانتیا په موخه یې په ټولو ولسوالیو کې امریتونه فعال کړي او د هرې ولسوالۍ معلول، کونډه او یتیم کولی شي چې په خپلې ولسوالۍ کې خپلې ستونزې حل کړي.

که څه هم په افغانستان کې طالبان واک ته د رسېدو وروسته ادعا کوي چې ټولو د جګړو ځاني زیانمنو شوو او بې‌سرپرستو ته په مساوي ډول حقوق رسوي، خو د اطلاعات روز د معلوماتو له مخې چې طالبانو په درې کټګوریو کې د شهیدانو او معلولینو حقوق ورکوي.

د طالبانو په لیکو کې وژل شوو کورنیو ته زیات امتیازات ورکول کېږي، په ملکي ډول په جګړو کې ځاني زیانمنو ته کم امتیازات ورکول کېږي او د تېر حکومت په لیکو کې وژل شوو کورنیو ته لږ پاملرنه کېږي.

د اطلاعات روز د معلوماتو له مخې، طالبانو په افغانستان کې د جګړو ځاني زیانمن شوو کسانو ته د بې‌سرپرسته وګړو پر شمېرنې او د معلولیت پر فیصدي د هغوی حقوق ټاکلي او ورته یې ورکوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته