دغه ناروغان د سرطان، زړه او پر یو شمېر نورو هغو ناروغیو اخته دي، چې په افغانستان کې یې درملنه ناشونې ده او په پاکستاني روغتونونو کې تر اوږد مهالې درملنې لاندې دي.
یو ناروغ وایي، له یوې خوا سخته ګرمي او له بلخوا د ټوکنو په ویش کې فساد، بې نوبتي او واسطې هغه ستونزې دي چې له امله یې ناروغان په اسانۍ د ټوکن په اخیستلو نه توانیږي.