انځور: استول شوی

پاکستان ته د تلوونکو ناروغانو سخت وضعیت

د تورخم له لارې پاکستان ته تلوونکي ناروغان شکایت کوي چې د طالبانو له لوري ټاکل شوی کمیسیون د دوی کارونه پر وخت نه ترسره کوي او ادعا کوي چې یاد کمیسیون هغه چاته «ټوکن» ورکوي چې پیسې او یا هم واسطه ولري.

د لغمان اوسیدونکی عبدالولي چې دولس کلنه لور یې ناروغه ده او د ټوکن اخیستو په موخه راغلی وایي، د تورخم له لارې زيات تلوونکي هغه ناروغان دي چې پر سرطان او نورو هغه ناروغیو اخته دي چې دلته په هیواد کې یې درملنه ستونزمنه او یا په لوړه بیه تمامیږي نو ځکه خو مجبور دي چې پاکستان ته لاړ شي.

د نوموړي په خبره له یوې خوا سخته ګرمي او له بلې خوا د ټوکنو په ویش کې فساد، بې نوبتي او واسطې هغه ستونزې دي چې له امله یې ناروغان په اسانۍ د ټوکن په اخیستلو نه توانیږي.

عبدالولي زیاتوي: «دلته مې نن څلور ورځې پوره کیږي چې هره ورځ سهار وختي د ټوکن اخیستو په موخه راځم، هغه دوی چې کوم فورم راکړی هغه مې هم ډک کړی خو هره ورځ دلته بیروبار زیاتوي او له بلې خوا ګرمي وي ماشومان، نارینه او ښځې د سره لمر لاندې ناست وي ټوله ورځ همداسې بد حال وي. د هغه چا چې واسطه وي او پېسې ولري په ډیره اسانۍ کولای شي ټوکن واخلي خو زما په شان غریب او بې واسطې والا کس یې په ورځو ورځو هم پر اخیستلو نه توانیږي.»

له دې وړاندې به پاکستان د درملنې په موخه تلوونکو ناروغانو ته ټوکن د عامې روغتیا په ریاست کې ورکول کیده، خو دې کمیسیون اوس مهال خپل ځای بدل کړی او د دغه ولایت د معتادینو روغتون په یوه څنډه کې یې فعالیت پېل کړی دی.

هغه افغانان چې هڅه کوي ترڅو د تورخم له لارې پاکستان ته ولاړ شي. انځور: استول شوی

د ننګرهار یو بل اوسیدونکی خان محمد چې غواړي خپل ۵۵ کلن پلار پاکستان ته د درملنې په موخه یوسي وایي، د ده په ګډون زیاتره خلک هره ورځ هڅه کوي چې خپل ناروغان د تورخم له لارې پاکستان ته د درملنې په موخه یوسي، خو د ټوکن اخیستو په برخه بې نظمۍ او فساد له امله نشي کولای خپل ناروغان پاکستان ته انتقال او هلته يې درملنه وکړي.

نوموړی له طالب چارواکو غوښتنه کوي، چې د یوې ځانګړې تګلارې له مخې دې د ناروغانو ستونزې حل کړي.

خان محمد زیاته کړه: «د تورخم له لارې تلوونکو هغه کسانو ته ټوکن ورکول کیږي، چې زور ولري او یا پېسې ولري غریب سړی یې نشي ترلاسه کولای، زیاتره داسې ناروغان دي چې دلته پنځه ورځې تیرې کړي ټوکن نشي اخیستلای نو ځکه خو بیرته ناهیلې کور ته ستنیږي، د ننګرهار د خلکو ټوکن خو په اسانۍ نه کیږي خو هغه ناروغان چې له کابل، مزار شریف راځي، نو دلته په شپو شپو ایسار وي او لامل یې دا دی چې ټوکنې کمې او ناروغان زیات دي باید چې د ټوکنو شمیر هم زیات شي.»

ګلاب الدین او میرمن یې له مراز شریف څخه ننګرهار ته د ټوکن اخیستو په موخه راغلي وایي، د ناروغانو شمیر هره ورځ له سلګونو کسانو اوړي خو ټوکنې کمې ورکول کیږي.

نوموړی هم په یاده پروسه کې د فساد یادونه کوي او وایي، ځینې کمیشنکاران چې د ټوکن د ورکړې په کمیسیون کې له ځینو طالب مسوولینو سره اړیکه لري؛ د یو ټوکن پر سر له ناروغانو له ۳۰ زرو تر ۷۰ زرو افغانۍ غوښتل شوي چې زیاتره خلک یې د ورکړې توان نه لري او هر ورځ د ټوکن اخیستو په موخه کړیږي.

ګلاب الدین زیاتوي: «زه له مزار شریف څخه د ټوکن اخیستو په موخه ننګرهار ته راغلی یم، دوه اوونۍ پوره کیږي چې ما ته ټوکن نه دی راکړل شوی او فورمه مې هم ډکه کړې، خو ستونزه دا ده چې خلک زیات دي او ټوکن کم ورکول کیږي؛ رشوت هم غوښتل کیږي له ما څخه یو کمیشنکار د یو ټوکن پر سر له ۳۰زره افغانیو غوښتنه وکړه خو ما ور نه کړې ځکه غریب خلک یو غوښتنه کوو له طالبانو چې ټوکنې زیاتې کړي او هم دې د فساد مخنیوی وکړي ناروغان زیات دي او ټوکنې کمې دي، نو مسوولینو ته په کار ده چې باید د ورځې له ۱۰۰ تر۱۵۰ ټوکنې خو باید ورکړي.»

بلخوا ځینې نور ناروغان او عام خلک چې قانوني اسناد هم لري او د درملنې په موخه پاکستان ته تللي وو، په دې هڅه کې دي چې له درملنې وروسته هیواد ته راستانه شي.

نورمحمد چې د کورنۍ یو غړی یې د درملنې په موخه پاکستان بیولی و، تازه د تورخم له لارې هیواد ته راستون شوی دی.

نوموړی نه یوازې له دې غاړې د ستونزو سر ټکوي بلکې وایي، له تورخم هغې غاړې پاکستاني پولیس افغان مسافر په یوه او بله بهانه ځوروی او بیرته هیواد ته د راستنیدو په بدل کې ترې بډې غواړي.

نورمحمد زیاتوي: «هر افغان چې له پاکستان څخه د تورخم له لارې راستنیږي پاکستاني پولیس ترې له لس زرو نیولې تر شل زرو کلدارې رشوت اخلي او پخوا به یې همدا خلک په تذکرو پریښودل خو اوس پاکستاني پولیس له افغان کډوالو د بیرته راتګ په بدل کې پېسې اخلي.»

افغان مسافر وایي، پاکستان ته هم په تګ او هم په راتګ کې له ستونزو سره مخ وي. انځور: استول شوی

په ورته مهال د ټوکن د ورکړې کمیسیون مسوولین وایي، چې د پخوا په پرتله یې د تورخم له لارې تلوونکو ناروغانو ته د ټوکن ورکولو په برخه کې لازمې اسانتیاوې برابرې کړې دي.

تورخم ته د تلونکو ناروغانو لپاره د طالبانو کمیسیون مسوول ډاکټر سمیع الحق جمال وایي، د ناروغانو د زیاتوالي له کبله پر دوی د خلکو نیوکې زیاتې شوي او نشي کولای چې له ټاکلو ۱۰۰ ناروغانو څخه زیاتې ټوکنې وویشي.

جمال زیاتوي: «کوم ناروغان چې د تورخم له لارې پاکستان ته ځي او بیا دلته ټوکن ورکول کیږي د دوی لپاره یو ځانګړی کمیسیون فعالیت کوي، چې په دوی کې د هرې برخې متخصص ډاکټران شته هغوی ناروغ ګوري او بیا یې له خپلې ارزونې وروسته ګوري چې د دغه ناروغ درملنه په هیواد کې نه کیږي نو بیا ورته پاکستان ته د تګ ټوکن ورکوي. د ناروغانو بیروبار زیات دی په زرګونه خلک راځي او مونږ ته د ورځې د ۱۰۰ ناروغانو ته د ټوکن ورکړې سهم راکړل شوی چې پاکستان ته د درملنې په موخه لاړ شي. مونږ واسطې بندې کړي، د فساد مخنیوی شوی او په خپل صلاحیت کار کوو او هڅه کې یو چې په دې برخه کې نوررې اسانتیاوې هم برابرې کړو.»

نوموړی زیاتوي د طالبانو او پاکستاني حکومت د يوې ګډې هوکړې له مخې تورخم کې پاسپورټ نه لرونکو بېړنيو ناروغانو ته د پاسپورټ پرته د تګ راتګ زمينه برابره کړې چې هره ورځ سل ناروغان د همدغې هوکړې پر بنسټ پاکستان ته د درملنې لپاره ځي.

له دې وړاندې په تورخم کې د طالب او پاکستاني پولیسو ترمنځ له تلوونکو مسافرو سره د بد چلند او نورو مسایلو پر سر څو ځلي وسله والې نښتې هم شوي، خو لا هم تراوسه پاکستان ته د تلوونکو او بیرته راستنیدونکو مسافرو ستونزه په بنسټیز ډول نه ده حل شوې.

تورخم له پاکستان سره پر «ډيورنډ کرښه» پرته دروازه ده، چې د هیواد یو له مهمو سوداګریزو لارو ګڼل کیږي او هره ورځ پرې زرګونه کسان پاکستان ته تګ راتګ کوي.