اطلاعات روز: پاکستاني پولیسو دا ځل د خپلو پخوانیو پرېکړو په تعقیب د تورخم دروازه د هغو ناروغانو پرمخ تړلې، چې پرته له پاسپورټ او وېزې د یوه ټوکن پرمټ پاکستان ته د درملنې په موخه تلل.
ناروغان وايي، په کور دننه یې درملنه شونې نه ده او اړ دي، چې د خپلې درملنې لپاره پاکستان ته لاړ شي، خو د یاد هېواد مسوولینو دا ځل د توقع خلاف د دوی پر وړاندې هم د تورخم دروازه وتړله، چې له امله یې د دوی ناروغي ورځ تر بلې زیاتیږي او د سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
دوی وايي، د طالبانو حکومت دې د یادې ستونزې د حل لپاره له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړي، ترڅو د ستونزې حل پیدا او ناروغانو ته پرته له وېزې د تګ اجازه ورکړل شي.
دغه ناروغان د سرطان، زړه او پر یو شمېر نورو هغو ناروغیو اخته دي، چې په افغانستان کې یې درملنه ناشونې ده او په پاکستاني روغتونونو کې تر اوږد مهالې درملنې لاندې دي.
سید جمال الدین چې له بادغیس ولایت څخه ننګرهار ته راغلی او غواړي پرته له ویزې دغلته د ناروغانو د لېږد کمیسیون له لوري د ورکړل شوي ټوکن پر مټ پاکستان ته د خپلې درملنې لپاره ورشي د تورخم دروازې تړل کېدو یې اندېښنې او ناروغۍ لا زیاته کړې.
هغه وايي، د سرطان ناروغي لري او په کور دننه یې درملنه ستونزمنه ده، چې له اوږدې مودې راهیسې یې د پاکستان په روغتونونو کې درملنه پېل کړې او اړ دی، چې د تعقیب لپاره یې بیا بیا ورشي، خو که پاکستانی حکومت د تورخم دروازه خلاصه نه کړي، نو ناروغي به یې لا سخته او ښايي خپل ژوند هم له لاسه ورکړي.
د لغمان ولایت اوسېدونکی چې د زړه په ناروغۍ اخته دی له پاکستاني حکومت غوښتنه کوي، چې د انساني همدردۍ او ګاونډیتوب له مخې دې د افغان ناروغانو پر مخ د تورخم دروازه خلاصه کړي، ترڅو دوی وکولای شي پرته له وېزې یاد هېواد ته د خپلې درملنې په موخه ورشي.
نوموړي وویل: « زه له تېرو دوو کالو په قلبي ناروغۍ اخته یم، دلته مې تداوي امکان نه لري، ډاکټرانو ځواب راکړی، چې پاکستان ته لاړ شه، اوس چې د تورخم دروازه بنده شوې، سخت مشکل سره مخ یم.»
بل لور ته په ننګرهار کې د طالبانو ځايي چارواکي هم له ناروغانو سره په یوه خوله دي او وايي، چې د تورخم درواز له تړل کېدو وروسته د هغو ناروغانو ستونزې لا پسې زیاتې شوي، چې په افغانستان کې یې درملنه شونې نه ده.
د ننګرهار د اطلاعاتو او کولتور ریاست کې د طالبانو د اطلاعاتو آمر قریشي بدلون وايي، خپل مرکزي چارواکي یې له یادې ستونزې خبر کړي او زیاتوي، هڅه کوي چې له پاکستاني لوري سره د خبرو له لارې دغې ستونزې ته د حل لار پیدا کړي.
ننګرهار کې تورخم ته د ناروغانو د لېږد کمیسیون له لوري د هېواد د بېلابېلو ولایتونو له سلګونو ناروغانو هره ورځ شاوخوا سل هغه ناروغان، چې په کور دننه یې درملنه شونې نه ده، پاکستان ته پرته له وېزې د یوه ټوکن پرمټ لېږدول کېدل.
نیوکې دا دي، چې په افغانستان کې نه د تېر جمهوري نظام او نه د طالبانو د اوسني نظام پرمهال داسې یو معیاري روغتیايي مرکز جوړ نه شو، چې په کې د هر ډول ناروغانو درملنه وشي.