دی زياتوي: «دا هر څه ستاسو د ډيموکراسۍ خلاف دي، د دې هر څه په اړه به له تاسو سره مقابله کول دوام ولري.»
ملا هبت الله په دې غونډه کې حاضرو ديني عالمانو ته هم لارښوونه کړې، چې د اسلامي نظام په ښه ډول خدمت وکړي، ديني علومو ته وده ورکړي، کتابونه او مقالې وليکي او اسلامي شريعت پلي کړي.
د رويټرز په وينا، د قطر لومړي وزير د طالبانو له مشر سره په افغانستان کې د بشري کړکېچ د ختمولو لپاره پر هڅو او له تروريزم سره د مبارزې په تړاو «د طالبانو د عملي هلو-ځلو پر دوام» خبرې کړې دي.
د طالبانو مشر په ټینګار سره ویلي، چې طالبان دې د انځورونو او ویدیوګانو څخه په کلکه ډډه وکړي، زیرک مبایلونه او انټرنیټ دې ډیر نه کاروي او نه دې نور کسان ورته هڅوي.