د طالبانو د واک په جوړښت او کابینه کې دوه تنه تر بل هر چا زیات د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده د سیاستونو دفاع کوي. د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزیر خالد حنفي او د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم هغه چارواکي دي چې په ټول توان د طالبانو د مشر دفاع ته ولاړ دي. دوی هر وخت او په ټولو خبرو کې له ملا هبت الله او طالبانو د خلکو د بې چون و چرا اطاعت خبره کوي او هڅه کوي چې د هغه یوه «سپېڅلې» څېره خلکو ته وړاندې کړي.
په عین مهال کې د دې دوو وزیرانو د سیاسي او نظامي شالید له کتلو ښکاري چې د طالبانو د لوړپوړو د زیاتو رهبرانو په پرتله دغه دوه له پخواني حکومت او بهرنیو ځواکونو سره د جګړې مخینه نه لري. دوی نه هم مشهور قومندانان وو او نه یې هم داسې ځواکونه لرل چې د تېرو دوو لسیزو په جګړو کې یې وړ نظامي حیثیت موندلی وي. د دوی اوسنی حیثیت تر بل هر څه وړاندې یوازې د ملا هبت الله اخوند د مستقیم ملاتړ او اعتبار له امله دی.
په حقیقت کې حنفي او ندیم خپل مشروعیت یوازې د طالبانو له مشر هبت الله څخه اخلي. که دا ملاتړ لېرې شي، دوی نه یوازې دا چې د طالبانو په رهبرۍ کې کافي نفوذ نه لري بلکې د دې ډلې په جګړییز جوړښت کې هم ځای ورته نشته دی. پر رهبر دا مطلقه اتکا د دې لامل شوې چې د دوی ټول سیاسي تمرکز د خپل حیثیت پر ټینګولو وي. د دوی تر مدیریت لاندې وزارتونه یوازې د طالبانو د مشر لپاره په تبلیغاتي او دفاعي ابزارو بدل شوي دي.
په وروستیو ورځو کې د طالبانو د دې دوو وزیرانو څرګندونو یو ځل بیا وښوده چې تر کومه حده د طالبانو د مشر د واک ساتنې لپاره کار کوي. د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم په یو شمېر جنجالي څرګندونو کې هبت الله اخوندزاده د «اسلام د پیغمبر نایب» وباله او د هغه اطاعت یې «واجب» او د هغه سپکاوی یې «حرام» وګاڼه. ده وویل: «… دویم شی دادی چې د امیر سپکاوی حرام دی. د مسلمانانو له امیر څخه بغاوت حرام دی او د مسلمانانو د امیر احترام پر تا لازم دی ځکه چې د مسلمانانو امیر د خدای او رسول خلیفه دی. د امیر اطاعت د پیغمبر اطاعت دی او د پیغمبر اطاعت د خدای اطاعت دی. همدا راز د مسلمانانو د امیر احترام د پیغمبر احترام دی ځکه چې د هغه نایب دی.»
دا څرګندونې په داسې مهال کې کېږي چې د معتبرو دیني روایتونو له مخې باید د مسلمانانو امیر د خلکو له لوري په عمومي بیعت سره وټاکل شي. مګر ملا هبت الله اخوندزاده خلکو ته له مراجعې پرته او یوازې د دې ډلې په خپلمنځي بیعت سره د دې ډلې له لوري امیر ټاکل شوی دی. د ۲۰۲۰ کال پر مهال د دوحې د توافقلیک تر لاسلیکولو او له افغانستان څخه د امریکا د مالي، نظامي او سیاسي ملاتړ په تدریجي وتلو سره طالبانو وکولای شول چې قدرت ته ورسېږي او وروسته خپل مشر ته د «امیر المؤمنین» لقب ورکړي، په داسې حال کې چې په دې لړ کې د افغانستان د عامو خلکو ارادې ته هیڅ رجوع نه ده شوې.
د پام وړ مخینې نشتوالی
د تېرو دوو کلونو پر مهال د طالبانو مشر ته نږدې دوو وزیرانو خالد حنفي او ندا محمد ندیم هڅه کړې، چې د ملا هبت الله لپاره په پر له پسې تبلیغ کولو سره د هغه ملاتړي زیات کړي. دا دوه وزیران د خپلو ولایتي سفرونو پر مهال خلک د طالبانو د امیر د دستورونو بشپړ عملي کولو ته رابولي او د هغه له خوښې سره د سم «اسلامي شریعت» پر اجرا کېدو ټینګار کوي.
دا دوه وزیران خالد حنفي او ندا محمد ندیم د کورنیو چارو د وزیر او د حقاني شبکې د مشر سراج الدین حقاني برخلاف چې د طالبانو په منځ کې د جنګي مخینې او تر لاس لاندې ځواکونو په ځانګړې توګه ځانمرګو په لرلو سره خپل ځواک او حیثیت ښيي، له داسې ملاتړه بې برخې دي. همدا چاره د دې لامل شوې چې له خلکو او د طالبانو له ځواکونو د ملا هبت الله د بې چون او چرا ملاتړ لپاره یې غوښتنه ځینې وختونو په دې ډله کې دننه له غبرګونونو سره مخ شي.
د تېر کال د لیندۍ میاشتې پر مهال د سراج الدین حقاني په شتون کې په یوه علني غونډه کې ندا محمد ندیم پر منتقدانو سخت برید وکړ او هغوی یې «د خدای او اسلامي نظام دښمنان، د کفارو غلامان، مرتد او کافر» وبلل. ده ټینګار وکړ چې د دین علما له دې منتقدانو سره د مقابلې کولو وړتیا لري.
د ده په ځواب کې سراج الدین حقاني له یوه متفاوت دریځ سره راښکاره شو او په غیر مستقیمه توګه یې د کندهار د حلقې او د طالبانو د رهبرۍ پر انحصاري سیاستونو نیوکه وکړه. ده وویل: «داسې فکر ونه کړئ چې تر دې وروسته نو زه حاکم یم، باید ټولې خبرې مې ومنئ او که ونه منل شي نو اسمان به راکښته شي، نه! ته د خدای پر وړاندې مسوول یې او له تا پوښتنه کېږي. د دین استازیتوب باید داسې نه وي چې یوازې تر ځان پورې یې منحصر کړو او ووایم چې نور هیڅوک هم حق نه لري.»
ندا محمد ندیم تر دې وړاندې هم د طالبانو د مشر په مېشتځای کندهار کې هم ډېري افراطي څرګندونې کړې وې. ده د «طالبانو د اسلامي امارت» د نظام مخالفین «واجب القتل» بللي وو او ویلي یې و:«کوم کسان چې نظام تخریبوي، که په ژبه یا هم قلم او یا هم عملي ډول سره وي، دا ټول هغه کسان دي چې باغیان بلل کېږي او واجب القتل دي.»
د ندا محمد ندیم مخینه هم د پام وړ ده. یو څه وخت وړاندې پر ټولنیزو رسنیو داسې ویډیو خپره شوې وه چې نوموړي پخوا د کندهار د ولایتي شورا له پخواني رییس او د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي له ورور احمد ولي کرزي سره کتلي دي. هغه وخت ندیم په کندهار کې د «دار العلوم حکیمیه» رییس و، دا مدرسه د طالبانو لپاره د افراطیت په تبلیغ او سربازګیرۍ تورنه وه. په دې لیدنه کې نوموړی له یو شمېر نورو علماوو سره یو ځای د احمد ولي کرزي په درناوي ولاړېږي او په لاس ورسره روغبړ کوي. د احمد ولي کرزي د وژلو مسوولیت طالبانو منلی و.
په طالبانو کې له غړیتوب لرلو سره-سره ندا محمد ندیم هغه وخت توانېدلی و چې په کندهار کې له یو شمېر چارواکو سره اړیکه ولري او هم په عین مهال کې له طالبانو سره خپله اړیکه وساتي. د پخواني حکومت امنیتي بنسټونو هم د نوموړي د مذهبي حیثیت له کبله د نوموړي فعالیتونه نه تعقیبول.
خالد حنفي هم د ندیم په څېر د ملا هبت الله له وفادارو مبلغینو څخه دی. البته دا وفاداري بې پایلې هم نه ده پاتې شوې. د حنفي تر مدیریت لاندې د طالبانو امر بالمعروف وزارت د ملا هبت الله اخوندزاده په مستقیم امر سره خپل ځینې محتسبین مسلح کړي دي. که څه هم دا وزارت باید د خپل ماهیت له مخې مذهبي وي، خو اوس ځانګړی وسلوال ځواک لري چې ډېری یې په کابل کې مېشت دي. داسې ښکاري چې د طالبانو مشر له دې لارې په پلازمېنه کې خپل ځواک ساتي، نوموړی تر اوسه دې ښار ته یوازې دوه ځله په رسمي سفر راغلی.
په دې وزارت کې د وسله والو ځواکونو رامنځته کېدل د دې باعث شوي دي چې حالد حنفي د لا زیات ځواک احساس وکړي. نوموړي پر دې ځواکونو په اتکا سره خپلې څرګندونې لا سختې کړي، بلکې په خپلو وروستیو ویناوو کې یې د مذهبي او دیني اقلیتونو سپکاوی کړی او هندوان او سیکان یې «څاروي» بللي دي. دا په داسې حال کې چې لا هم په افغانستان کې ځینې سیکان او هندوان ژوند کوي او ټولنه یې سخته متضرره ده. د حنفي تحریکوونکې څرګندونې د دې مذهبي لږکي لپاره نه یوازې مستقیم ګواښ دی، بلکې د هغوی د حضور لپاره ټولنیزه فضا نوره هم تنګېږي.
د طالبانو مشر چې په دې ډله کې د خپل واک د ټینګولو لپاره څومره هڅه کوي، تر دې په لا زیات صراحت سره د طالبانو د رهبرانو او ځواکونو تر منځ ځانته د وفادارۍ اړتیا هم مطرح کوي. ندیم او حنفي له هماغه لومړي پیله پوه شوي چې د طالبانو د واک په جوړښت کې د ځای ساتلو لاره د ملا هبت الله له افراطي تګلارو ملاتړ او د هغه د سیاستونو لپاره تبلیغ کول دي.