د طالبانو په دفاع او کورنیو چارو وزارتونو او د دې ډلې په استخباراتو ریاست کې د ۲۰ سلنه ځواکونو د کمولو په تړاو د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده تر مستقیم فرمان وروسته د طالبانو په ټیټ پوړ کې نارضایتي، تمسخر او اعتراض زیات شوی دی؛ البته دا یوه بې مخینې پېښه ده او د دې ډلې د امیر په توګه یې د ملا هبت الله موقف په نښه کړی دی. طالبانو په وروستیو میاشتو کې هڅه کړې چې د خپلو لګښتونو په کمولو سره ځان له هغو سختو مالي ننګونو وژغوري چې دا ډله ورسره مخامخ ده. مګر څه چې طالبان «تنقیص» بولي (د بودیجې د سپما کولو په موخه د ځواکونو کمول) او له امله یې کوم ځواکونه په نښه کېږي، د هغوی غبرګون ټکان ورکوونکی دی. داسې ښکاري چې د طالبانو مشران او د هغوی عادي ځواکونه ورو-ورو له سختو واقعیتونو سره مخ کېږي، هغه چې تر اوسه په ایډیولوژیکو پوښونو او هیجانونو کې پټ وو.
د طالبانو د مشر د پلویانو تر منځ پر نوموړي په تمسخر سره نیوکې بې مخینې او بې بېلګي دي. د طالبانو له لوري په ځینو ویل شویو ترانو کې یو ترانه ویونکی وایي، چې د تنقیص له امله له افغانستانه وځي او له همدې امله له خپل یار څخه بېلېږي. ناست کسان خاندي، خو دی زیاتوي چې کله د تنقیص په اړه خبره کېږي نو ټول مجاهدین (د طالبانو ځواکونه ښیي) چوپ کېږي او څه نه وایي.
د طالبانو په ځینو ترانو کې د تنقیص په اړه ویل شوي: «ساتونکي طالب بیا اغوستی دا د غم کمیس دی، هلمند ته بیا راغلی عملیات هم د تنقیص دی – هغه لس زره افغانۍ جانانه زما کله هیرېږي، پنځه زره نه غواړم هغه زما کله بسېږي – له دوو څخه یو یې منفک کړ او راپاتې یو پولیس دی، راځه جانانه راشه، عملیات هم د تنقیص دی.»
دا ترانه د طالبانو په واټساپ ګروپونو کې زیاته خپره شوې او د هغو افرادو لپاره یوه بانه ده چې په مستقیمه توګه پر خپل تنقیص اعتراض نه شي کولای.
د طالبانو یوه غړي د طالبانو د مشر د تنقیص فرمان ریشخند کړی او د خپل غږ په تغییرولو سره یې ویلي، چې د ملا هبت الله اخوند لاس مچوي، ځکه چې ښه کار یې کړی دی چې د دې ډلې نظامیان یې تنقیص کړي دي او کاش ټول یې تنقیص کړي وای.
په دې غږیز پیغام کې نیوکه شوې چې طالب ځواکونه په یوه یا دوو میاشتو کې یو ځل کور ته راځي او له خپل ځان سره اوړه، ډوډۍ، وریجې او نور لومړني ضروري مواد نه راوړي او چې راشي هم، د رخصتۍ ورځې له خپلو ملګرو سره په تفریح کې تېروي.
د فراه له ګلستان ولسوالۍ څخه امین الله ادعا کوي، چې د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ له مهال څخه بیا تر اوسه د دې ډلې غړی دی او حتا د لومړۍ دورې پر مهال له عبدالرشیم دوستم سره زنداني و او په اوښلنو سترګو له تنقیص څخه شکایت کوي.
دی وایي: «د اسلامي امارت له مشرانو مې هیله داده چې دوی دې منفور نه ګڼي او د کار د دوام اجازه دې ورکړي.»
د طالبانو دا غړی د ملا هبت الله اخوندزاده فرمان ته اشاره کوي، هغه چې وایي «منفور او نامطلوب» عناصر باید منفک کړل شي. د طالبانو دا غړی ادعا کوي چې ځینې «ډلګی مشران» په طالبانو کې د غړیتوب د تعیینولو په برخه کې فساد کوي او خپلو پخوانیو ځواکونو ته تاییدي نه ورکوي او دا چاره د دې لامل شوې، چې طالبان د «ډلګی مشرانو» له لوري د تاییدۍ د تر لاسه کولو په لړ کې له ستونزو سره مخ شي.
د طالبانو د افرادو د کیسو له مخې، د تصفیې کمیسیون «ډلګی مشرانو» ته زیات صلاحیت ورکړی دی او دا افراد کولای شي چې د پخواني حکومت د امنیتي ځواکونو پر مهال تر خپل لاس لاندې کسان د «منفور او نامطلوبو عناصرو» په توګه معرفي کړي.
دا په داسې حال کې چې د طالبانو د مشر په فرمان کې هیڅ وضاحت نشته چې د «منفور او نامطلوبو» عناصرو د تشخیص معیار څه دی؟
دې موضوع ته په یوه بله لنډه تمثيلي ویډیو کې هم اشاره شوې ده. یو تن چې څېره یې په دستمال سره پټه کړې ده، له کلاشینکوف سره یو ځای «ډلګی مشر» (د ده څېره هم په دستمال سره پټه کړل شوې چې ونه پېژندل شي) ته راځي او ترې غواړي چې په طالبانو کې د غړیتوب تایید ورته ورکړي، تر څو له تنقیص څخه خلاص شي، خو هغه «ډلګی مشر» وسله ترې اخلي او وایي چې ته تنقیص شوې. وروسته یو بل کس چې څېره یې پټه کړې، له وسلې سره یو ځای راځي، مګر په طالبانو کې له مخینې او غړیتوب پرته طالبانو ته د یوه نږدې دیني عالم په واسطه کولو سره «ډلګی مشر» قانع کوي چې د ده غړیتوب تایید کړي. که څه هم دا یوه تمثیلي ویډیو ده، مګر له دندو څخه د تنقیص کېدو او منفک کېدو په تړاو د طالبانو نارضایتي ښیي. دا تمثیل همدا راز د طالبانو تر منځ فساد او واسطه بازۍ ته هم اشاره کوي.
د طالبانو یوه بل غړي له قرآن کریم څخه ویډیو کړې ده او پر هغو کسانو یې لعنت ویلی چې د ده د تنقیص امر یې کړی. دی په دې ویډیو کې اعتراف کوي چې ۱۷ کاله د طالبانو غړی و او په ښارونو کې یې په چاودنو کې برخه اخیستې او حتا یو ځل یې ۲۷ زره افغانۍ غنیمت هم تر لاسه کړی.
دی وایي: «کله چې مې په پوسته کې ۱۷ کمانډویان ووژل، هغه وخت هم همکار نه وم؟ کله چې مې امریکایان وژل، همکار نه وم؟ هر چا چې زما حق خوړلی دی، خدای دې یې په دې او هغې دنیا مخ تور کړي. خدایه تاته معلومه ده چې د [طالبانو] همکار و او که نه؟ ای خدایه هر چا چې زما حق خوړلی دی، په دې او هغې دنیا یې خراب کړه!»
د طالبانو یوه غړي خالد وفا پر ایکس لیکلي، چې د طالب ځواکونو د تنقیص پر ځای باید د هغو طالب چارواکو معاش کم شوی وای چې د میاشتې له ۲۰۰ زره څخه تر ۳۰۰ زره افغانۍ معاش اخلي او په دې توګه به اړتیا نه وای چې طالب ځواکونه تنقیص شوي وای.
د رهبر د ملاتړ کمپاین، خو بې اغېزې
د طالبانو د مشر د تنقیص فرمان د دې لامل شوی چې یو شمېر پلویان او نږدې کسان یې په ایکس کې د ملاتړ کمپاین پیل کړي او شعارونه ورکړي چې په دې فرمان کې هغه کسان د طالبانو د مشر هدف وو چې په تېرو دوو کلونو کې د تصفیې کمېسیون له خوا پېژندل شوي او باید ژر تر ژره له خپلو دندو ګوښه شي.
خو، پر ایکس د ملا هبتالله د نږدې کسانو پراخو تبلیغاتو هم ونه شو کولای چې د طالبانو ځواکونو ته تسلیت ورکړي او د تنقیص خطر یې له ذهنونو لېرې کړي.
د بېلګې په توګه، یوه طالب محمود روزګاني پر ایکس لیکلي، چې تنقیص نه یوازې د طالبانو په نظام کې بلکې په هر نظام کې یو اصل دی او باید خلک په دې موضوع خبر کړو. هغه لیکلي: «زه له تنقیص څخه راضي یم او قناعت کوم.» خو د دې کس پر پروفایل د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر امیرخان متقي انځور دی او خپل هویت یې پټ ساتلی دی.
دا په داسې حال کې چې طالبانو یو شمېر کسان په دندو ګمارلي او میاشتني معاشونه ورکوي ترڅو په ټولنیزو رسنیو کې په څو حسابونو ملاتړي منځپانګې او پیغامونه خپاره کړي.
د طالبانو ځواکونو د خپلو تلیفونونو د لینز په کارولو سره یوه بله ویډیو جوړه کړې چې په کې یو طالب تر تنقیص وروسته د کار لپاره یو دوکان ته ځي، خو کار ورته نه پیدا کېږي. په کلیپ کې کس وايي، چې تر تنقیص او اضافه بست کېدو وروسته د کورنۍ لګښتونه نه شي پوره کولای او حتی نه شي کولای یو کوچنی شخصي کاروبار پیل کړي.
خو، دا کس د کابل ښار په کوڅو کې ګرځي او په لاسي ګاډو کې خرڅلاو کوونکو په لیدو سره وايي: «دې لاسي ګاډو کې پلورونکو ته چې خداي روزي ورکوي، ماته به یې هم راکړي.»
دا ویډیو د طالبانو یوه هڅه ده ترڅو خپل ځواکونه وهڅوي چې تر تنقیص وروسته له دې ډلې سره مخالفت ونه کړي، یا هم له ترهګرو او مخالفو ډلو سره یو ځای نه شي او یا هم لږ تر لږه د دې ګواښ کچه راټیټه کړي.
له حقاني سره تقابل
وروسته له هغه چې کورنیو چارو وزارت کې د تنقیص شوو کسانو د لوړ شمېر په اړه اوازې خپرې شوې چې زیاتره یې د حقاني شبکې غړي دي، سراجالدین حقاني تر شاوخوا درې میاشتې غیابت وروسته د روان کال د وري پر۳۱مه بیرته خپل دفتر ته راغی او د دې وزارت تر ۲۰ زیاتو لوړپوړو چارواکو سره یې وکتل.
حقاني شبکې ته نږدې سرچینو ویلي، چې په دې ناسته کې سراجالدین حقاني ډاډ ورکړی چې د دې ډلې په کورنیو چارو وزارت کې به د تنقیص د بهیر مخه ونیسي.
داسې ښکاري چې پر ملا هبتالله اخوندزاده راټوله د کندهار حلقه د ۲۰ سلنه ځواک د تنقیص په پلمه هڅه کوي چې په کورنیو چارو وزارت کې د حقاني شبکې نظامي واک کم کړي. د طالبانو د قدرت د وېش پر بنسټ، د کورنیو چارو وزارت د حقاني شبکې د نفوذ ساحه ده او د دې شبکې زیاتره ځواکونه په دې وزارت کې په دندو بوخت دي. که څه هم د طالبانو مشر هڅه کړې چې کورنیو چارو وزارت کې د ځواکونو بسیج تر یوه حده د خپلې ګټې له مخې تنظیم کړي، خو تر اوسه په دې کار کې بریالی شوی نه دی. شنونکي وايي چې د تنقیص پلمه به د دې لامل شي چې د حقاني شبکې زیاتره ځواکونه په بېلابېلو بهانو وشړل شي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په یوه مکتوب کې چې د روان کال په غویي میاشت کې صادر شوی، د ۳۴ ولایتونو د پولیسو له طالب قومندانانو غوښتل شوي چې د والیانو او د پولیسو د قومندانانو د ساتونکو ۲۰ سلنه بستونه تنقیص کړي او همدارنګه د ولسوالانو ساتونکي له څلورو کسانو څخه دریو او د طالبانو د اداري رییسانو ساتونکي له دریو کسانو څخه دوو ته راکم کړي. په دې لیک کې راغلي چې ټولو د پولیسو قومندانانو ته امر شوی چې د تنقیص شوو کسانو نوملړ ژر تر ژره شریک کړي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع ادعا کړې چې د ځواک دا کمښت به د طالبانو پر صفونو او د دې ډلې د پولیسو پر دندو هیڅ منفي اغېز ونه کړي. هغه ویلي: «په کورنیو چارو وزارت کې هم ځینې کمښتونه شته. البته زه د ۷۰ زره کسانو خبره ردوم. دا کسان ۷۰ زره نه دي، بلکې شمېر تر دې کم دی. هغه بستونه دي چې اړتیا ورته نه لیدل کېږي یا هم له امنیتي او خدماتي اړخ پلوه اړین نه دي، حقیقت دا دی چې ممکن هغه بستونه وي چې موږ ورته اړتیا نه لرو. [همدا] موږ کموو. په دې اړه هیڅ ستونزه نشته.»
تنقیص څرنګه عملي کېږي؟
د طالبانو مشر ملا هبتالله اخوندزاده د روان کال د وري په ۱۹مه د دې ډلې د دفاع، کورنیو چارو وزارتونو او استخباراتو ریاست ته امر کړی چې د خپلو ځواکونو ۲۰ سلنه تنقیص کړي.
په یوه لیک کې چې د طالبانو د دفاع وزارت ته منسوب دی او د دې ډلې د دفاع وزیر ملا یعقوب او د امنیتي او تصفیوي کمیسیون د مسوول له لوري لاسلیک شوی، پهکې راغلي چې د مشورو او علیا مصالحو پر بنسټ، د طالبانو مشر ملا هبتالله اخوندزاده امر کړی چې د دې ډلې په امنیتي او دفاعي بنسټونو کې ۲۰ سلنه تنقیص پلي شي.
په دې لیک کې ویل شوي چې د ملا هبتالله اخوندزاده د تنقیص تر فرمان پنځه ورځې وروسته، د طالبانو امنیتي او تصفیوي کمېسیون بیړنۍ ناسته کړې او پهکې پرېکړه شوې چې په لومړي ګام کې «منفور او نامطلوب» کسان باید له دندو ګوښه شي او بیا هغه کسان چې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د دې ډلې امنیتي او دفاعي بنسټونو ته داخل شوي، منفک کړل شي.
په دې مکتوب کې راغلي: «په درېیم ګام کې همکاران، په څلورم ګام کې د شهيدانو د قربانیانو له پلار او زوی پرته، په پنځم ګام کې اختیاري (هغه مجاهدین چې په خپله خوښه غواړي رسمي دنده ونه لري بلکې غواړي په احتیاطي فعالو کې پاتې شي) او په شپږم ګام کې هغه مجاهدین چې له یوې کورنۍ څخه له دوو زیات کسان پر بستونو ګمارل شوي وي. که بیا هم ټاکل شوې سلنه پوره نه شوه، زیات عمر او یا هم تر یوه کال زیاته جهادي سابقه دې د تنقیص لپاره حساب شي.»
په دې مکتوب کې ویل شوي، پرته له هغو کسانو چې د «منفورو او نامطلوبو» عناصرو په توګه یاد شوي، نور شپږ ګروپونه به «فعال احتیاط» ته سوق شي او په میاشت کې به پنځه زره افغانۍ د مرستې په توګه ترلاسه کوي.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي، چې د طالبانو زیاتره نظامي بنسټونه د تنقیص له مخې اغېزمن شوي او مجاهدین (د دوی ځواکونو ته اشاره ده) باید دا قرباني ورکړي.
هغه د حکومتدارۍ په بهیر کې تنقیص او تنزیل طبیعي بللی دی: «اوس مهال په افغانستان کې امنیت ښه دی او زیاتره تنقیص په امنیتي برخو کې راغلی دی او هغوی یعنې مجاهدین قرباني ورکوي او تنقیص کېږي. تر ټولو زیات تنقیص نظامي ارګانونو او مجاهدینو پورې اړه لري او دا ډېر زیات دی. دا پدې مانا ده چې نظام د اړتیا، د خلکو د ګټو او د حکومت د اغېزمنتیا پر بنسټ فکر کوي.»
د طالبانو حکومت چې په افغانستان کې بیا واک ته له رسېدو راهیسې نه دی توانېدلی کورنی او نړیوال مشروعیت ترلاسه کړي، اوس له اقتصادي او سیاسي پلوه له زیاتېدونکي بحران سره مخ دی. په داسې حال کې چې د نړیوالو بندیزونو او بهرنیو مرستو کمښت د حکومت بودیجې ته سخت زیان رسولی، طالبان اړ شوي چې د خپلو اوسنیو لګښتونو د کمولو لپاره، په خپلو ملکي او نظامي بنسټونو کې تنقیص وکړي. دا پرېکړه چې د طالبانو د مشر ملا هبتالله اخوندزاده په مستقیم امر شوې، ظاهراً یوازې اقتصادي اقدام ښکاري، خو په افغانستان کې د وضعیت څارونکي په دې باور دي چې دا کار به د طالبانو لپاره خطرناکې امنیتي پایلې ولري.
د دې تحلیلونو پر بنسټ، د طالبانو د حکومت لپاره تر ټولو لوی ګواښ دا دی چې د دې ډلې تنقیص شوي ځواکونه، چې اکثره یې جنګي تجربه، د وسلو کارولو مهارت، د بمونو جوړولو او کارولو او ځانمرګو بریدونو وړتیا لري، ممکن د طالبانو د سیالو او ترهګرو ډلو لکه د اسلامي دولت (داعش) د خراسان څانګې له خوا جذب شي. داعش چې د طالبانو قسم خوړلی دښمن بلل کېږي، د طالبانو د روزل شوو او ناراضه ځواکونو د جذبولو په لټه کې دی ترڅو په افغانستان او حتا په سیمهییزه کچه د دې ډلې پر وړاندې خپلې عملیاتي وړتیاوې پراخې کړي.