د افغانستان د پوځ یوه پخواني افسر سيګار ته ويلي، چې طالبان د پخوانيو نظاميانو کورونه پلټي او که هغه کس پيدا نه کړي، نو د کورنۍ غړي يې تعقیبوي.
د اطلاعات روز د څېړنيز راپور له مخې، د پروان ولایت په مرکز چاريکار او نهو نورو ولسواليو کې له تېرو پنځو مياشتو راهيسې تر ۵۲ زيات پخواني نظاميان نيول شوي دي
له دې نيول شويو کسانو څخه يو تن عمران احمدزی په خپل اعتراف کې وايي، چې د لوګر ولايت اصلي اوسېدونکی دی او له خپلو اصلي او مستعارو اکاونټونو څخه يې د طالبانو پر خلاف تبليغ کړی.
سرچینې وایي، طالبان د سوداګر «سطل محمد» کور ته ورغلي او تر لفظي شخړې وروسته طالب ځواکونو د نوموړي په کور کې په هوايي ډزو لاس پورې کړې او د یادې کورنۍ غړي یې وهلي او ډبولي دي.
يوې سرچينې نن (يکشنبه، ۸ د سلواغې) څرګنده کړه چې عبد المنير په يوه ورزشي کلب کې ځوانانو ته تمرين ورکاوه او له «مقاومت جبهې» سره يې هيڅ اړيکه نه درلوده.
طالبان زهير له خپل پخواني هزاره قومندان مولوي مهدي سره په همکارۍ تورنوي. پر بلخاب ولسوالۍ د طالبانو د بريد پر مهال د مهدي له مرکزه د زهير عکس خپور شوی و او ويل کېدل چې دی په بلخاب کې دی.
یوې سرچینې وویل، چې په نيول شویو کسانو کې د هلمند پخوانی مرستيال والي بشيراحمد شاکر د امنيتي پوستو قومندانان زقوم بانديز، مامور سلطان محمد، حکمت الله داوري او الله نظر هم شامل دي.
پاکستان د تېرو څو مياشتو پر مهال په خپل هيواد کې پر افغان وګړو بنديزونه سخت کړي او د دې هيواد پولیس هره ورځ د هغو پناه غوښتونکو د نيولو هڅې کوي چې د ميشتيدنې قانوني اسناد نه لري.
د اصولي يوه خپلوان نن (پنجشنبه، ۱۳ د سلواغې) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل، چې دی درې ورځې وړاندې نيول شوی او د برخليک په اړه يې معلومات نشته.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولۍ ويلي چې پناه اخيستنه يو انساني حق دی او د پناه غوښتونکو د ۱۹۵۱ کال د کنوانسيون له مخې، د دې کنوانسيون غړي هیوادونه باید هغه پناه غوښتونکي مجازات نه کړي چې ژوند او ازادۍ يې له ګواښ سره مخ وي.