د پکتیکا اوسېدونکي د طالبانو له لوري د خپلسرو نیونو د بندېدو غوښتنه کوي

اطلاعات روز: په پکتیکا ولایت کې ځايي خلک د طالبانو له امنیتي ادارو غوښتنه کوي چې په یو او بل نوم دې د خپلسرو نیونو لړۍ بنده کړي، دوی دا غوښتنه داسې مهال کوي چې تازه طالبانو د دې ولایت په یوسف خېلو ولسوالۍ کې د تېر نظام د یوه سرتیري ورور په نامعلوم دلیل نیولی دی.

د مرکز ښرنې یو اوسېدونکی چې نه یې غوښتل نوم یې څرګند شي اطلاعات روز ته وویل، چې له تېرو څو میاشتو راهیسې د ګڼو داسې پېښو شاهد دی چې د طالبانو د امنیتي ارګانونو له لوري ځوانان په یو او بل نوم نیول کیږي، د نوموړي په خبره چې د دا ډول پېښو دوام د خلکو اندېښنې ډېرې کړې او ټینګار کوي چې د یادو خپلسرو نیولو مخه دې ونیول شي.

په پکتیکا ولایت کې ځايي سرچینې وايي، چې تېره ورځ (سې شنبه، ۱۷ د زمري) د یوسف خېلو ولسوالۍ یو اوسېدونکی چې «محمد یاسین» نومیږي او په تېر نظام کې یې یو ورور په امنیتي ځواکونو کې دنده ترسره کوله د طالبانو له خوا نیول شوی او یو ناڅرګند ځای ته وړل شوی دی.

پکتیکا کې ځایي طالب چارواکو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

له دې وړاندې هم ګڼ کسان په بېلابېلو نومونو وړل شوي او په ورځو، ورځو زنداني او وروسته په ضمانت خوشې شوي دي.