طالبانو هلمند کې يو ديني عالم زنداني کړی

اطلاعات روز: هلمند کې ځايي سرچينې خبر ورکوي، چې په دې ولايت کې د طالبانو استخباراتو یو دیني عالم بشیراحمد حنفي نيولی دی.

یوې سرچينې د نوم نه یادولو په شرط وویل، چې هغه د تېرې شنبې ورځ (۱۳ د غویي) د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کې نیول شوی دی.

سرچينه زیاتوي، چې مولوي حنفي د طالبانو د استخباراتو له لوري نيول شوی او تر اوسه يې د نيول کيدو اصلي لامل نه دی په ډاګه شوی.

د دغه سرچينې په خبره چې نوموړي په دې ورستيو کې د يو شمير جلا وطنه رسنيو سره د افغان نجونو د زده کړو  په اړه مرکې کړې وې او ښایي له همدې کبله نیول شوی وي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې مولوي بشیراحمد حنفي د مصر په الازهر پوهنتون کې د دوکتورا کچې محصل دی او په سویلي حوزه کې د پيژندل شوو ديني عالمانو په قطار کې راځي، چې لښکرګاه کې یوه دیني مدرسه او یو رسټورانټ هم لري او د همدې ښار اوسیدونکی دی.

هغه وخت ناوخت په خپله فیسبوک پاڼه د نجونو د زده کړو پر اهمیت ټینګار کړی او په دې وروستیو کې یې د نجونو لپاره د یوې جلا دیني مدرسې د جوړولو اعلان هم کړی چې ۱۰۰۰ تنه نجونې به پکې زده کړې کوي.

تر اوسه هلمند کې د طالبانو استخباراتو د دغه تازه نيونې په اړه څه نه دي ويلي، خو طالبان ټول هغه کسان چې د دوی پر حکومت نيوکې کوي نيسي او زندانونو ته يې اچوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته