سیکان

که خپلې ځمکې او جايدادونه راکړل شي، بېرته ګردېز کې استوګنیږو

سيکان:

خبریال: امېد اشنا

پر افغانستان د پخواني شوروي د يرغل او وروسته د کورنيو جګړو د شدت او وحشت له امله ميليونونه افغانانو د سر خوندي کولو لپاره خپلې مېنې او ټاټوبي پرېښودل او لرې او نږدې هېوادونو ته کډوال شول.

له دې امله ډېر بې ځايه شوي که له يوې د جګړو له امله له خپلو کورونو او شتو محروم شول، نو د ګڼو نورو کمزورو ملکيتونه زورواکو يا سيمه والو لاندې کړل.

ښايي افغانان د نړۍ هغه يوازينی ملت وي، چې د نفوس شاوخوا نيمايي يې کډوال شوي دي.

د دې کډوالو له ډلې يې له ځينو پرته ګڼ هېواد ته راستانه شول او ميليومونه زره نور يې خپل ټاټوبي ته د راتګ تکل لري، خو په هېواد کې روان کړکېچ او خپلو مېنو ته نه لاسرسی يې پر وړاندې خنډونه دي.

له دا ډول کډوال شويو افغانانو هندو او سيک هېوادوال هم دي، چې وايي که په ګردېز کې ورته خپلې پخوانۍ يا نوې ځمکې او کورونه ورکړل شي، غواړي بېرته خپل ټاټوبي ته په راګرځېدو همدلته مېشت شي.

له کورنيو جګړو وړاندې په ګردېز کې د ځايي سيکانو لسګونه کورنۍ اوسېدې، خو په ياد اړ و دوړ کې يې کورونه او شتمنۍ لوټ شوې او هغوی د سر د خونديتوب لپاره پلازمېنې کابل يا هند ته کډوال شوي دي.

دوی وايي چې په ګردېز کې يې ځينې ځمکې لاندې شوې او همدارنګه  د اوس لپاره د کورنيو له زياتېدو سره ورته کافي ندي او غوښتنه لري چې دولت دې د دې ستونزې حل ته پام وکړي.

د دوی له ډلې اوسمهال په ګردېز کې يوازينی استوګن ډاکټر جګمون سنګ بشردوست، چې يوناني درملتون لري، ور سره د خلکو له چلنده خوښ دی او له مسولينو غواړي چې د دوی د کاروبار پراخېدو کې ور سره مرسته وکړي.

ګردېز کې د سیکانو يوازينی استوګن ډاکټر جګمون سنګ بشردوست

بشر دوست په ګردېز د دوی د عبادت او نورو مذهبي مراسمو تر سره کولو ويجاړ شوي ځايونه بله ننګونه يادوي او له دولت څخه يې د رغولو غوښتنه کوي.

نوموړی وايي:«پخوا دلته زموږ سيکانو ځمکې لرلې، زه خپله څه نلرم، غريب يم. د ځينو سيکانو ځمکې شته، ځینو خرڅې کړې او ځينو په کرايه ورکړې دي. غصبي معاملات کم دي. زموږ درمسالونه او هندوسوزان ړنګ دی، له حکومت څخه غواړو چې هغه راته جوړ کړي.»

جګمون سنګ بشردوست وايي چې له کورنيو جګړو مخکې په ګردېز کې د دوی لسګونه کورنۍ اوسېدې، خو په خبره يې اوسمهال يې ډېری کابل، غزني او هندوستان ته کډه شوې دي.

نوموړي وويل: «زموږ ګردېزيان چې راشي دلته ځای نلري، مخکې په زوړ بازار کې زموږ ځايونه و، خو هغه لس، لس متره هم ندي او هلته استوګنه نه کيږي. زموږ خلک، چې هند، کابل او غزني ته مسافر شوي، کوشـش کوي چې بېرته راشي. دولت نه خواهش لرو چې موږ ته يو ځای راکړي، چې موږ هلته خپل کورونه او يو دوکان جوړ کړو، کرايې مو هم له وسه ندي پوره.»

ګردېز کې د سیکانو يوازينی استوګن ډاکټر جګمون سنګ بشردوست

د ګردېز ښار د درېيمې ناحيې اوسېدونکی رحمت الله وايي چې د خوست پُل په سيمه کې د هندوانو او سيکانو د مړي سوځولو ځای د خلکو لخوا نيول شوی او اوسمهال پکې کرنه کوي.

ده وويل:«دا د هندوانو ځمکه وه، مړي به يې پکې سوځول، خو اوس يې دا ځمکه نيول شوې، کېدی شي داسې نورې ځمکې هم ولري چې ترې لاندې شوې دي.»

مدني فعال شريف منګل اطلاعات روز ته وويل چې سيکان د نورو په څېر د پکتيا اصلي اوسيدونکي دي او دولت مکلف دی چې بېرته خپلو مېنو ته د راګرځېدو اسانتياوې ورته برابرې کړي.

منګل وايي:«د شهيد ډاکټر صيب نجيب په وخت کې شاوخوا شپېته کوره اهل هنود او سيکان اوسېدل، دلته يې ځمکې، کورونه او دوکانونه لرل، د مړي سوځولو باغ يې و، نن يې ډېرې ځمکې غصب شوې، خلکو کورونه او مارکېټونه پرې جوړ کړي.»

د پکتيا والي محمدحليم فدايي وايي چې څه موده وړاندې د دې ولايت سيکانو او د هغوی استازو ور سره په ليدنه کې خپلې ستونزې او غوښتنې شريکې کړې دي.

فدايي وايي چې سيکان ورته د ځمکو او جايدادونو ورګرځولو، د دوی لپاره د يو ځانګړي او امن سوداګريز مارکېټ جوړولو او ورته د خپلو مذهبي ځايونو رغولو غوښتنې لري.

نوموړي زياته کړه:«موږ ورته وويل چې لېست او اسناد راوړئ چې کوم ځای کې ستاسو ځمکې غصب شوې، موږ يې درته خلاصوو او خپلې ځمکې درته تسليموو، دويم زموږ وعده نه يوازې د پکتيا، بلکې د افغانستان ټولو سيکانو ته دا ده چې دوی د بزنس خلک دي، موږ به ورته يو جلا مارکېټ جوړ کړو او بل دا چې اوس لپاره د دوی د مندر رغولو لپاره بوديجه نلرو، خو پيشنهاد مرکز ته ليږو چې هر وخت منظوري راغله کوشش کوو چې دا مشکل يې هم حل کړو.»

ولايتي اداره ژمنه کوي دا چې په ګردېز کې د سيکانو خپلې ځمکې او جايدادونه کم او د دوی اړتيا نشي پوره کولی، نو د مامورنيو په نوي جوړېدونکي ښارګوټي کې به ورته يوه، يوه نومره ځمکه ورکړي.