وچکالۍ په کندهار کې د غنمو حاصلات کم کړي دي

اطلاعات روز: که څه هم کندهار ولايت کې سږکال پر ۶۷ زره او ۴ سوه هکټاره ځمکه باندې غنم کرل شوي، خو د دغه ولايت کروندګر بيا له کمو حاصلاتو څخه خبره کوي.

دوی وايي سږکال سختې وچکالۍ د غنمو پر کښتونو ډېره اغېزه کړې او حاصلات يې اغېزمن کړي دي.

په تېرو کلونو کې که څه هم د دې ولايت په يو شمېر ولسواليو کې سخته جګړه روانه وه، او له بلې خوا غنم په ډېره ټيټه بيه پلورل کېدل خو بيا هم دغو کروندګرو پر خپلو ځمکو په زياته پيمانه غنم کرل او ښه حاصل يې ورڅخه ترلاسه کوه.

څلور دېرش کلن نقيب الله چې په ارغنداب ولسوالۍ کې یې غنم کښت کړي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، سږکال يې لس جريبه ځمکه په اجاره نيولې او غنم يې پرې کرلي خو په خبره يې چې اوس مهال له تاوان سره مخ دی.

کندهار کې سږکال د غنمو حاصلات کم شوي دي

نقيب الله وايي، سږکال يې وچکالۍ ټول زحمتونه له خاورو سره يو ځای کړل ځکه پيسې ډېري ورڅخه مصرف شوي خو حاصل یې کم دی.

دی زياتوي چې د دهلې بند وچ دی، د لویې وياله اوبه مسوولين نه ورته خوشی کوي او د ځمکې لاندې اوبه يې اړتيا نه پوره کوي.

نقیب الله وایي که حکومت د روانې وچکالۍ له پاره يوه حل لاره پيدا نه کړي نو بل کال به هېڅ څوک د غنمو کرلو ته زړه ښه نه کړي.

دغه کس زياته کړه چې د طالبانو واکمن حکومت دې ورسره د تخمونو په برخه کې مرسته وکړي او ګاونډيو هېوادونو ته دې له افغانستان څخه د روانو اوبو مخه هم ونيسي.

د ده په خبره، بهرني موسېسات بايد دوی ته د غنمو او نورو نباتاتو د کرلو په تړاو تعليم ورکړي او په همدې برخه کې يې وروزي ترڅو راتلونکي ته مخکې له مخکې تيار اوسي.

هغه زياتوي، چې سږکال غنم ډېر کرل شوي خو د حاصلاتو خوند يې نشته.

د نقيب الله په حواله: «که موږ ته د تارياکو بديل را نه کول شي، تخمونه راباندې و نه وېشل شي، او دغه وچکالۍ دوامداره شي نو بيا خو موږ را روان کال بېرته کوکنار کښت کوو، چې دولت او نړيواله ټولنه زموږ غم نه خوري او په کيسه کې مو ندي نو موږ ولي د چا په کيسه کې شو، موږ ته دې د اوبو بندونه جوړ شي.»

د دغه ولايت کروندګر د خپلو حاصلاتو د کموالي لاملونه سخته وچکالي او زراعتي تجهيزاتو نه درلودل هم يادوي.

صفي الله نهه ويشت کاله عمر لري او د ارغنداب ولسوالۍ د چهار باغ په سيمه کې يې پر پنځه جريبه ځمکه غنم کښت کړي.

د کندهار کروندګر وایي، د غنمو او نورو زراعتي بوټو څخه د ښه حاصل اخیستو لپاره پرمختللي وسایل نه لري

ده اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل، له يوې خوا ورځ تربلې شرايط ورته سختېږي او له بلې خوا زراعتي امکانات په لاس کې نه لري.

ياد کروندګر‌ زياتوي، چې اوس مهال نړیوال ورځ تربلې په زراعتي برخه کې پرمختګ کوي خو د ده په څېر نور افغان کروندګرو ته دغه شرايط لا ورځ تر بلې سختېږي.

صفي الله وايي، له کلونو کلونو راهيسي غنم کښت کوي خو تر اوس لا ندی توانیدلی څو بچت ترې ترلاسه کړي، ځکه په خبره یې هر کال چې کله غنم وکري نو زیان کوي.

دی وايي، سږکال يې غنمو د اوبو له نشتون څخه ډېر کم حاصل ورکړی او په ګرانه بيه هم ورته پرېوتلي دي.

ياد کس وويل سږکال بزګرانو غنم دومره ندي کرلي ځکه د کوکنارو د کرکيلې کښت ايله و او هر کروندګر کوښښ کوه څو پر خپله ځمکه باندې کوکنار وکري ترڅو ښې پيسې ورڅخه ترلاسه کړي.

د هغه په وينا که چېري ده هم د نورو کروندګرو په څېر پر خپله ځمکه تارياکو کښت کړي وای نو اوس مهال به له دغه ډول ستونزو سره نه و مخ.

صفي الله زياته کړه، چې د افغانستان تر نيمایي ډېر کسان په کرنه او مالدارۍ بوخت دي، خو وايي، لا یې پرمختګ ندی کړی او له ګڼ شمېر ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

دغه کروندګر وايي: «يو کال مو پر کرل شويو غنمو د  ملخانو سيل راشي، بل کال يې مرض ووهي، درمل نه لرو، حتا موږ دومره اوبه هم اوس نه لرو چې خپل کښتونه پرې اوبه کړو،‌ پخوا هم په تاوان کې و اوس هم، نو د تاوان حل لاره يې موږ هغه وخت پيدا کولای شو چې موږ ته په همدې برخه کې تعليم راکول شي.»

کندهار کې يواځینۍ ولسوالۍ چې د غنمو ډوډۍ يې په ټول افغانستان کې مخصوص ځای او جلا خوند لري هغه د دامان ولسوالۍ غنم دي.

کندهار کې تر ټولو ښه غنم د دامان ولسوالۍ غنم دي چې ډوډۍ یې خوندوره راځي

د نورو سيمو د غنمو په پرتله د دامان ولسوالۍ غنم ګران هم تماميږي، ځکه د خلکو په خبره چې دا غنم خوږوالی لري او غاز داره دي.

ان د افغانستان له ځينو لېرو سيمو څخه خلک راځي او دا غنم رانيسي، لکه څنګه چې دا غنم دومره ډېري ځانګړنې لري په همدومره ډېره اندازه کرل کېږي او بيه‌‌ يې هم تر نورو‌ لوړه ده.

خو اوس د همدې ولسوالۍ بزګران هم د وچکالۍ او لږ حاصلاتو څخه خبره کوي.

د دامان ولسوالۍ يو تن کروندګر چې عبدالمنان نومېږي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل، چې سږکال یې تر نورو کلونو ډېر غنم کرلي خو ټول يې د تيلو او ماشينونو په زور اوبه کړي دي.

نوموړی وايي، پر تيلو ډېري پيسي ورڅخه ځي ترڅو خپل کښتونه اوبه کړي.

هغه زياته کړه له يوې خوا يې پر کښتونو وچکالۍ اغېره کړې او بل لور ته ډېرې پيسې پر تيلو ورڅخه ځي.

د ده په وینا سږکال او پروسږکال د نورو ولسواليو په پرتله په دامان کې کروندګرو ډېر غنم کرلي خو وايي ډېر شمېر بزګرانو تاوان وکړ.

دی وايي وچکالي د غنمو پر کښتونو مستقيمه اغېزه کوي او ان خوند یې بدلوي.

کروندګر وایي، وچکالۍ د غنمو د کم حاصل تر څنګ ورته خوند هم خراب کړی دی

د عبدالمنان په خبره: «ما خپله د پروسږکال په پرتله سږکال ډېر غنم کرلي خو دا دی چې حاصلات يې کم دي، غوښتنه مو نو دغه ده چې دولت بايد زموږ سره همکاري وکړي، موږ اوبه نه لرو چې خپل کروندې پرې اوبه کړو ټول د تېلو په زور اوبه د ځمکې له منځ څخه راباسو او بيا غنم او نور کښتونه اوبه کو.»

په همدې حال کې د کندهار ولايت د کرنې رياست مسوولين هم شته ستونزې منې خو د غنمو له ډېر کښت څخه خبره کوي.

کندهار کې د طالبانو د کرنې رياست د ترويج مدير فضل الله وايي، سږکال په دې ولايت کې پر ۶۷ زره او ۴ سوه هکټاره ځمکه باندې غنم کرل شوي چې له هغې جملې ۱۱ زره هکټاره للمي دي.