مرکچي پلاوي

ایا افغانستان کې د سولې خبرو دوام شونې دی؟

خبریال: عباس عارفي

ژباړن: بهادرخان رحماني

له هغې وروسته چې ولسمشر محمد اشرف غني د دوشنبې په ورځ د کابینې ناسته کې په افغانستان کې د سولې خبرو پر دوام ټینګار وکړ او ویې ویل، لومړیتوب ورکوي چې «د سولې دویم پړاو خبرې دې افغانستان کې وشي»، افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د سیاسي هوکړې، د تاوتریخوالي کمېدو او پر بېړني اوربند د اړتیا په یادولو سره لیکلي: «د هغه څه له امله چې خطر کې دی، لازمه ده چې خبرو کې وروسته والی نه وي او له هوکړې سره سم د جنوري میاشتې په ۵مه ترسره شي.»

د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله په کور دننه د بین الافغاني خبرو دوام په اړه ویلي چې «طالبانو سره د سولې خبرو ځای، باید د دې خبرو د دویم پړاو پیل خنډ نه شي.» ښاغلي عبدالله چې چهارشنبه د (لیندۍ ۲۶مه) کابل کې یوې غونډې ته خبرې کولې، وویل: که خبرې په خپله د افغانانو ترمنځ دي، لومړیتوب یې دا دی چې دغه خبرې باید د افغانستان دننه وشي. خو د خبرو ځای ټاکنه د دواړو اړخونو د مرکچي پلاوو هوکړې پورې اړه لري او دواړو خواوې به په دې اړه بحث او خبرې اترې وکړي.

دې وروستیو کې د افغانستان حکومت په کور دننه د سولې خبرو دوام په داسې مهال مطرح کوي چې د دواړو خواوو مرکچي پلاوو د بل پړاو خبرو لپاره د وړاندیز شویو موضوعاتو لېست یو بل سره شریک کړی دی او له خپلو مشرانو سره په اجنډا کې د شاملو شویو موضوعاتو په اړه د سلا مشورو په موخه د سولې خبرې د راتلونکي زېږدیز کال د جنورۍ تر ۵مې درولې دي.

لومړی ځل د افغانستان ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب په خپل ټوېټر په افغانستان کې د سولې خبرو دوام په اړه ولیکل: «د افغانستان اسلامي جمهوریت او د طالبانو ترمنځ د سولې خبرو پاتې پړاوونه باید په افغانستان کې تر سره شي.» محب ټینګار کړی و چې د افغانستان دولت په افغانستان کې د دې خبرو لپاره د ځای پر ټاکنې ځانګړې ملاحظه نه لري او ژمنه کوې چې د ځای او تاسیساتو جوړولو ترڅنګ د طالبانو هر وړاندیز ته تیاری نیسي. پر دې بنسټ لومړۍ پوښتنه چې په دې برخه کې رامنځته کیږي دا ده چې د افغانستان حکومت او د ولسمشر اشرف غني ډله په افغانستان کې د سولې خبرو دوام په مطرح کولو سره په څه پسې دي؟

د اتلانتیک شورا سر شنونکي عمر صمد اطلاعات روز ورځپانې سره خبرو کې وویل، نوموړی په دې باور دی چې دا هم د ارګ له خوا یو بل نظر دی: «تر اوسه نورو ارګانونو او شخصیتونو سره شریکه شوې نه ده او په یقین سره چې د نورو مخکنیو موضوعاتو په څېر، اجماع نوره هم کمزورې او کابل کې د مشرانو ترمنځ بې باوري زیاتوي.» د ښاغلي عمر صمد په نظر ارګ د تبلیغاتي امتیاز په لټه کې دی: «ارګ غواړي چې د خلکو او بیا په ځانګړي ډول د خپلو بهرنیو ملاتړو ذهنونه د طالبانو پر وړاندې راټول کړي او د دوحې پروسه تر سوال لاندې راولي.»

لیکوال او پارلمان کې پخوانی استازی محی الدین مهدي اطلاعات روز ته وویل، د افغانستان حکومت او ولسمشر غني له خوا په افغانستان کې د سولې خبرو دوام مطرح کولو په اړه په دې باور دی چې غني د وخت اخیستلو پسې دی: «د ولسمشر غني ټیم افغانستان کې د سولې خبرو اترو دوام په مطرح کولو، د دې پروسې اوږدېدل غواړي، څو په اقتدار کې پاتې شي. حکومت د داسې طرحو په وړاندې کولو سره پوهیږي چې د طالبانو خوا یې نه مني او نورې خواوې هم چې د افغانستان سوله کې داخل دي له دې مسلې ډډه کوي، نو په دې سره داسې بحث د چنې وهلو لامل کیږي او یو څه وخت نیسي.» د ښاغلي مهدي په وینا په دې خبرې چنې وهل د افغانستان حکومت ته ډېر فرصت ورکوي: «د حکومت اړخ فکر کوي چې د قطر دولت طالبانو او نور اړخونه چې طالبانو سره نږدې دي، ممکن چې نفوذ پرې وکړي.»

محی الدین مهدي لیکوال او پارلمان کې پخوانی استازی

نه الزامي دی او نه شونې

دویمه پوښتنه دا ده چې ایا افغانستان کې د سولې خبرو دوام شونې دی؟

د ښاغي مهدي په نظر په افغانستان کې د سولې خبرو اترو دوام نه ممکنه ده او نه لازمي: «په دې خاطر شونې نه ده چې تر اوسه طالبان د افغانستان قضایي دستګاه له لوري بری الذمه پېژندل شوي نه دي او د قانون له نظره نه شي کولی چې په ازاده توګه افغانستان کې وګرځي را وګرځي. په دې خاطر الزامي نه ده چې بهر په ازاد ډول پرېکړې ته رسېدلی شي. وړاندې تر دې چې دا ډول شرط مطرح شي، زما په نظر اول باید د اوربند شرط وړاندې شي، چې په هغې وخت کې شونې کیږي څو په داخل کې هم د خبرو زمینه برابره شي، خو په داخل کې اوربند ممکن نه دی.»

عمر صمد باوري دی هغه وخت چې وړ امنیتي او سیاسي شرایط وي او د متخاصمو اړخونو ترمنځ کافي باورمندي وي، دا امکان لري: « د ځانګړو شرطونو لاندې افغانستان کې د خبرو اترو او بحثونو شونتیا شته. خو په اوسني ابتدایي پړاو کې چې د دواړو ټیمونو او اړخونو ترمنځ واټن ډېر دی او کافي اعتماد جوړونه نه ده شوې او جنګ هم زور کړی، دا نظر او وړاندیز عملي اړخ نه لري.» د ښاغلي صمد په نظر، «هغه مهال چې د سولې ساتونکو یو نړیوال ځواک وګمارل شي او خواوې یې ومني، بیا کیدای شي چې دا ډول وړاندیز عملي بڼه واخلي.»

عمر صمد، بلجیم کې د افغانستان پخوانی سفیر او اتلانتیک شورا کې سر شنونکی

د طالبانو ډلې یو پخوانی غړی نظر محمد مطمین اطلاعات روز سره خبرو کې وویل، په دې برخه اصلي ننګونه په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو شتون دی: «زه فکر کوم تر هغې چې بهرنیان په ټولیزه توګه له افغانستان و نه وځي او افغانستان کې د امنیت او خوندیتوب زمینه تیاره نه شي، طالبان یې نه مني، د دې لپاره چې شاید نور فشارونه د ناټو او امریکا له خوا وارد شي؛ یانې تریخ واقعیت رامنځته شي. په همدې خاطر فکر نه کوم چې طالبان یې قبول کړي.» بله مسله د ښاغلي مطمین له نظره، «اوس ژر دی او که په مذاکراتو کې لږ پرمختګ حس شي او پر اساسي او ضروري مسایلو هوکړه وشي، په هغې وخت کې ممکنه ده چې وروستۍ ناستې په افغانستان کې وشي. خو اوس شونې نه ده.»

د طالبانو ډلې یو پخوانی غړی نظر محمد مطمین

د طالبانو د مرکچي پلاوي او قطر کې د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وردګ اطلاعات روز ته وویل، د حکومت له خوا د دا ډول بحث رامنځته کول په حقیقت کې د سولې خبرو تخریب دی: «اوس چې د خبرو ځای ټاکل شوی او دواړو ټیمونو هوکړه کړې، په داسې وخت کې د دې موضوع مطرح کول د مذاکراتو پړاو جنجالي کولو پرته د کوم بل څه ښکاره کوونکی نه دی.»

په همدې حال کې د افغانستان اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوي یو غړي اطلاعات روز سره خبرو کې وویل: «طالبانو نه دي ویلي چې له قطره نه وځي او بل ځای کې خبرې نه کوي. هغوی د افغانستان دننه شرایط تر اوسه تیار او وړ نه بولي.» دغه سرچینه وایي، خبرې دې هغه ځای کې وشي چې ټولې خواوې د امنیت احساس وکړي او کولی شي چې په ارامه د خپلو اندونو دفاع وکړي. خو دا ډول زمینه اوس مهال په افغانستان کې برابره او شونې نه ده.