اطلاعات روز: واک ته د طالبانو له رسيدو وروسته د افغانستان په سنتي ټولنه کې د ښځو پر کار، زده کړو، او ونډې تازه بندیزونو سره ورځې پیکه شوي، یو شمیر نجونې د نورو ټولو محصلينو بر خلاف غواړي چې د خپل فراغت خوښۍ له خپلې کورنۍ سره يو ځای ولمانځي.
دريا (مستعار) چمتو شوې چې د پوهنتون د څلورو کلونو د لوړو – ژورو کيسه او د نجونو په وړاندې د ټولنيزو محدوديتونو کيسه راته وکړي.
دا اصلا د بلخ ولايت د دهدادي ولسوالۍ اوسيدونکې ده او له هغو لسګونو ښځو څخه يوه ده چې سږ کال تر څلور کلنو زده کړو وروسته د بلخ پوهنتون له اقتصاد پوهنځي خپل د فراغت سند تر لاسه کوي. دا وايي د خپلو څلورو مشرانو وروڼو په منځ کې يوازې دا توانيدلې چې د لبسانس تر کچې زده کړو ته دوام ورکړي او له همدې امله يې ډېر کله ددې د خوښۍ لمانځنې ته بېلابېل خوبونه ليدل؛ خو دا په دې نه وه خبره چې د نظام بدلون به یې هېلې وتروړي.
خو يو بل څه چې دا د فراغت تر مراسمو هم ډېره انديښمنه کړې، هغه د دې او د نورو ټولو فارغو نجونو د کاري راتلونکي ناڅرګندتيا ده. دريا وايي، چې هڅه يې کړې وه چې د يوه بدلون د راوستلو او خلګو ته د خدمت کولو لپاره خپله وړتيا لوړه کړي، خو اوس خپلې خوښۍ له ناهيليو او د خپلو خوبونو له نابودېدو سره لمانځي.
د دریا په خبره: «ما او زما په څېر نورو نجونو هيڅکله هم د ځان لپاره د يوه دغسې راتلونکي وړاندوينه نه وه کړې. حتا په خوب کې مو هم دا تصور نه شوای کولای چې په دولتي بنسټونو کې به د هغوی ۳۰ سلنه سهم او په ټولنه کې د فعال حضور حق ترې اخيستل کېږي.»
دريا د هغو شپو او ورځو کيسه کوي چې پوهنتون يې خلاص کړ، خو نشي کولای چې خپلې اوښکې تم کړي. دا وايي: «زما د ژوند تر ټولو مهمې شيبې، ساعتونه، شپې او ورځې چټي او په بېکارۍ کې تېرېږي. طالبان څرنګه ځان ته دا حق ورکوي چې ما له خپل ټول مهارت، پوهې او وړتيا سره له منځه يوسي؟»
دريا له زده کړو، کار او په ټولنه کې له فعاليت څخه محروميت د ښځو په وړاندي د طالبانو ښکاره ظلم ګڼي او له نړيوالې ټولنې څخه په افغانستان کې د ښځو وضعيت ته د رسيدګۍ غوښتنه کوي.
دريا د ښځو رول چې نيمه ټولنه هم يادېږي د هيواد د پرمختګ لپاره اغېزناک ګڼي، دا وايي: «که موږ ته د هيواد په لويو تصميمونو کې فرصت راکړل شي، يا هم د فعاليت زمينه راته برابره شي، موږ کولای شو چې د هيواد په وضعيت کې لوی بدلون راولو.»
مريم (مستعار) يوه بله مېرمن ده چې تر دريا هم ترخې کيسې راته کوي، خپلو ارمانونو ته د رسېدلو لپاره له ډېرو ستونزو، مبارزو او بې عدالتيو تېره شوې.
مريم ۲۳ کلنه او له يوې غريبې او سنتي کورنۍ څخه ده، دا وايي چې پلار يې په لوېدلو اوږو د خلکو په پټيو کې کار کوي او له همدې لارې د خپل ژوند لګښتونه برابروي. خو مريم چې د حقوقو او سياسي علومو له پوهنځي څخه فارغه شوې وايي چې دشپې په تيارو کې د خپلې خياطۍ د ماشين په چلولو توانيدلې چې د خپلو زده کړو لګښتونه برابر کړي.
مريم وايي: «څلور کاله مې پوهنتون له ګڼو ستونزو سره – سره په دې اميد ووايه چې يوه ورځ به د ښه کار او عايد څښتنه شم او کورنۍ به مې له دې حالته وباسم. فکر مې کاوه چې د پوهنتون تر ختمېدو وروسته به کار کوم او د خلګو په پټيو کې له کار کولو به مې پلار را وګرزوم. خو ونه شول. ومې نه شوای کولای چې خپله ژمنه پوره کړم. ما وبايلله او زما د بايللو لامل طالبان دي.»
د مريمې سترګې له اوښکو ډکې دي او وايي: «د نظام بدلون د تحصيل کړو نجونو د بدو ورځو پيل و. موږ نور دا هيله نه لرو چې په ټولنه کې به کار کوو. هيلو ته د رسېدلو لارې مو تړل شوې دي.»
پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د کاري بوختيا ناڅرګندتيا يوازې د مريم او دريا اندېښنه نه ده، بلکې دې وضعيت پر مرجان (مستعار) تر بل هر چا ډېر اغېز کړی دی. مرجان ۲۲ کلنه ده، يو کال وړاندې يې د بلخ له کمپيوټر ساينسي پوهنځي خپل د فراغت سند تر لاسه کړ او تر اوسه په لسګونو دولتي او خصوصي ادارو ته ورغلې خو دنده يې نه ده موندلې.
مرجان د ښځو په وړاندې د طالبانو پر پرېکړو او بنديزونو نيوکه کوي او وايي: «که دا بهير همداسې روان وي نو تر دوو نورو کلونو به هيڅ ښځه له کوره د وتلو اجازه هم ونه لري او د ښځو ځای به يوازې د کور څلور دېوالونه وي.»
د کاري فرصتونو نشتون او د طالبانو له لوري د ښځو د حقونو نقض له مريم، دريا او مرجان سره – سره د سلګونو نورو ښځو ژوند د دوی په وينا تياره کړی دی او د دوی اميدونه يې تروړلي دي.
ومو غوښتل چې په دې راپور کې د بلخ پوهنتون له بېلابېلو پوهنځيو د محصلينو په ځانګړې توګه د نويو فارغو شويو نجونو دقيق ارقام ولرو، خو د بلخ پوهنتون مسوولين له بيا – بيا غوښتنو سره – سره خبرو ته چمتو نه شول. خو په بلخ پوهنتون کې يو شمېر معتبرې سرچينې وايي چې سږ کال له دې پوهنتون څخه تر دوه زرو زيات محصلين فارغ شوي چې ۳۸ سلنه يې ښځې دي.
د طالبانو تر حاکميت لاندې د تحصيل ستونزې
هغه نجونې چې تر فراغت وروسته اوس پر کور له ناستې پرته بل کار نه لري، وايي چې د تحصيل دوره يې هم له لوړو – ژورو خالي نه وه او څلور کلنې زده کړې يې له سختو ننګونو سره مخ وې.
کله چې طالبان بيا راغلل او تر مياشتو انتظار وروسته يې له ګڼو سخت دريځو طرحو سره پوهنتونونه بيا پرانيستل. د دې طرحې له مخې يې په پوهنتون کې د جنسيتي تفکيک له مخې نارينهو او ښځو ته پوهنتون ته د راتلو بېلابېلي ورځې ټاکلې وې.
په پوهنتون کې د ښځينه محصلينو، استادانو او کارمندانو له خوا د طالبانو له لوري د تعريف شوي حجاب مراعتول، تورې او ازادې جامې اغوستل، د ښځو له لوري د ارايشي او سينګار د وسايلو نه استفاده کول او د رنګه پړوني نه کارول د نجونو په وړاندې د طالبانو ځينې نور بنديزونه وو.
خو په ځينو پوهنتونو کې د طالبانو ځايي مسوولين تر دې هم مخته ولاړل، د پوهنتون په داخل کې يې د ځيرکو ټليفونو کارول، انځورونه اخيستل او ويډيو کول منع کړل او خپلو ولايتونو ته له «شرعي محرم» پرته د ښځو تلل يې ممنوع اعلان کړل.
د محصلينو له لوري د دې سختدريځو بنديزونو رعايتول ضروري ګڼل کېدل. چا چې له دې مقرراتو سره مخالفت کړی، له هغوی سره د طالبانو له خوا سخت چلند شوی دی.
سره له دې چې په بلخ پوهنتون کې له نجونو سره په ځلونو بد چلند شوی دی، خو له دې سره – سره د پوهنتون په دروازه کې د دې ډلې د ټاکل شويو افرادو له لوري څو ځله نجونې وهل شوې هم دي. د طالبانو تر واکمنېدو وروسته چې ښځينه محصلينې له کومو بنديزونو سره مخ شوې دي، د هغوی پر رواني حالت يې ناوړه اغېز کړی دی.
مروه (مستعار) د بلخ پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو يوې زده کړيالې له اطلاعات روز سره په خبرو کې وويل: «په دې يوه کال کې چې موږ کوم فشارونه وليدل، ډېر سخت وو. په رښتيا هم چې زموږ پر روح او روان يې ډېر ژور اغېز کړی دی. په ځلونو مې نجونې وليدلې چې رواني ډاکټرانو ته به تلې.»
هيواد کې د ښځو د شاتګ په تړاو انديښنې
د ښځو پر شاتګ، په تېرو دوو لسيزو کې د ښځو د لاسته راوړنو نابودېدل، په ټولنه کې د ښځو پر حضور بنديز او له کاره بېبرخيتوب د فارغو شويو ښځو يوازينۍ انديښنه نه ده، بلکې د ښځینه حقونو د فعالو ارامي يې هم اخيستې ده. د ښځينه حقونو فعالانې د تحصيل کړو نجونو او د هغو علمي کادرونو د بې برخليکۍ په اړه انديښنه ښيي چې په ستونزمنو حالاتو کې يې زده کړې وکړې، دوی وايي چې ددې حالت دوام او له خپلو حقونو څخه يې محرومي لويه جفا ده.
مبينه ساعي چې د ښځينه حقونو فعاله ده، د ټولنې د پرمختګ په لړ کې د تحصیل کړو ښځو رول اغېزناک ګڼي او وايي چې د تحصيل کړو، باتجربې او متخصصو ښځو په داسې شرايطو کې بې برخليکي چې هيواد هم ورته اړتيا لري، کولای شي له تأسف ډک راتلونکی ولري. اغلې ساعي وايي: «له نړيوالې ټولنې او د طالبانو له سرپرست حکومت څخه مو غوښتنه داده چې د تحصيل کړو او باتجربې ښځو لپاره دې بوختيا پيدا کړي، ځکه دې ښځو له ډېرو بنديزونو سره مبارزه کړې او لوړې زده کړې يې کړې دي.»
مبينه ساعي کار، تحصيل او په ټولنه کې اغېزناک رول په اسلام کې د دې قشر اساسيترين حقوق ګڼي او وايي: «تاسو به هيڅ داسې اسلامي هيواد پيدا نه کړئ چې ښځې پکې د کار کولو اجازه ونه لري. په ټولو هيوادونو کې ښځې د لويو شرکتونو او سوداګريو شريکانې دي.»
جميله حسام هم يو له هغو ښځو ده چې د ښځو د حقونو په برخه کې يې فعاليت کړی دی، دا هم د نجونو کاري راتلونکی مبهم او نامعلوم ګڼي او وايي چې افغان ښځې د طالبانو او نړۍ د تياره سياستونو قرباني دي. اغلې حسام وايي چې افغان ښځې د نابودۍ په حالت کې دي او که همدا حالت دوام وکړي د ښځو د پرمختګ مخه به ډب شي او نور به د هيواد په پرمختګ کې خپل اغېزناک رول ونه لري.
اغلې حسام نړيواله ټولنه په هغه څه کې ملامتوي چې د افغانستان ښځې ورسره مخ دي او له ملګرو ملتونو، بشري حقوقو او د بشري حقونو له نورو ټولو سازمانونو غواړي چې د طالبانو ددې تياره اقداماتو د مخنيوي لپاره دې لاس په کار شي.
همدا راز اغلې حسام زیاتوي: «طالبانو له هغو ښځو سره له هيڅ ډول ظلم کولو ډډه نه ده کړې چې له سختو ننګونو راوتلې دي خو بيا هم نړيواله ټولنه يوازې ننداره کوي. دا حالت د افغان ښځو په مقابل کې يوه لويه جفا ده.»
له زده کړو څخه د ښځو د محرومولو لپاره د بنديزونو سختېدل
د طالبانو تر واکمنېدو وروسته ښځې په دولتي ادارو کې د کار کولو اجازه نه لري او همدا راز له «شرعي محرم» پرته له تګ – رااتګ څخه هم منع شوې دي.
سره له دې چې په تېر يوه کال کې د ښځو پر کار او زده کړو لګول شوي بنديزونه له داخلي او نړيوالو غبرګونونو سره مخ دي؛ خو تر اوسه هم دې غبرګونونو د پام وړ پايله نه ده ورکړې او طالبان د تل په څېر پر ښځو خپل بنديزونه نور هم کلکوي.
په وروستيو ورځو کې په پوهنتونو کې له زده کړو د ښځو د محرومولو په موخه د طالبانو له لوري بنديزونه نور هم سخت شوي دي. د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د يوه مکتوب په خپرولو سره تر نامعلومې نيټې د دولتي او خصوصي پوهنتونو دروازې د نجونو په وړاندې وتړلې.
د طالبانو له لوري په پوهنتونو کې د نجونو د زده کړو ځنډولو داخلي او نړيوال غبرګونونه را پارولي دي. له ملګرو ملتونو سره – سره، د اسلامي همکاريو سازمان، د بشر حقونو څار، امريکا، بريتانيا، جرمني او نورو هيوادونو دا پرېکړه غندلې ده.
په ننګرهار کې د نارينه محصلينو نه حاضرېدل، د هيواد په پوهنتونو کې د استادانو د استعفا ورکولو بهير، په ټولنيزو رسنيو کې مدني اعتراضونه، په کابل کې د ښځو له لوري د اعتراضي غونډو جوړول او په بدخشان کې د ښځينه محصلينو له لوري خوراکي اعتصاب هغه مهم غبرګونونه دي چې د طالبانو له لوري د نجونو د زده کړو ځنډولو په وړاندې ښودل شوي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي آنتونيو ګوتریش هم په افغانستان کې د ښځو پر تحصیل بنديز غندلی دی او ټينګار يې کړی چې له تحصيل څخه د ښځو محرومېدل نه يوازې دا چې د ښځو حقونه نقض کول دي بلکې د افغانستان پر راتلونکي به هم ويجاړوونکی اغېز ولري. ګوتریش له طالبانو غوښتي چې په افغانستان کې د نجونو لپاره زده کړو د برابر لاسرسي زمينه برابره کړي.
د افغانستان په چارو کې د امريکا ځانګړي استازي توماس وېسټ د طالبانو نوی بنديز نه توجيه کېدونکی ګڼلی او د طالبانو دې اقدام ته يې په غبرګون کې ويلي چې نړۍ بايد د طالبانو له دې سياست سره په متحده توګه مخالفت وکړي.
په همدې حال کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورچي ريچارډ بينټ هم د ښځو د زده کړو ځنډول د زده کړو د برابر حق نقض بللی او دا يې د افغانستان له ټولنې څخه د ښځو محوه کول ګڼلي و.
د اروپا د بهرني سياست مسوول جوزپ بورل هم د طالبانو د زده کړو ځنډول غندلي او په يوه ټويټ کې يې د طالبانو دا اقدام بېساری ګڼلی چې د افغانستان د خلکو حقونه او غوښتنې نقض کوي.
که څه هم په ټولنه کې د ښځو پر حضور، د برابرو زده کړو پر حق، تر شپږم ټولګي د پورته نجونو په وړاندې د مکتبونو پر بنديدو او پر ګڼو نورو بنديزونو چې د طالبانو له خوا لګول شوي سخت انتقادونه شوي، خو تر اوسه دې ټولو غبرګونونو هيڅ نتيجه نه ده ورکړې.