خبریال: امېد اشنا
د پکتيا ولايت اوسېدونکې نيوکه کوي چې د مېرمنو په نوم تر سره شوي او کېدونکي ډېری کارونه نمايشي، سبموليک او لنډمهاله دي او د ښځو په ژوند کې ور سره هېڅ ښه والی نه دی راغلی.
دوی وايي ټولې دولتي او غير دولتي اړوندې ادارې بايد د اسانتياوو په زیاتولو او لازمه همغږي د مېرمنو لپاره په ګډه اړين او مهم بنسټيز کارونه وکړي.
د پکتيا پوهنتون استاده ډاکټر نازدانه پکتياوال بې سوادي د ښځو تر ټولو لويه ستونزه بولي او وايي د انجونو تعليم او له تعليم څخه پاتې شويو مېرمنو د سواد زده کړې پروګرامونو ته بايد ډېر پام وشي.
پکتياوال وويل: «د ټولو چارواکو او مسولينو نه زموږ دا ارزو ده چې ښځو ته بايد بنيادي کار وشي. ښځو ته دې فابريکې جوړې شي او په مرکز او ولسواليو کې دې ورته بېلابېلې کاري اسانتياوې برابرې شي. د دوی لاسي صنايع دې په کار واچول شي، د چپلک سازي، صابون سازي او داسې نورې فابريکې دې جوړې شي، هم به وطن اباد شي او هم به دوی په کار بوختې شي؛ ځکه اکثره د شهيدانو کورنۍ دي چې خپل ماشومان وروزي.»
مدني فعاله انار ګله هم د ښځو په نوم تر سره شوي کارونه خورا ناکافي بولي او وايي له شاوخوا لس کلونو راهيسې د پکتيا په څو ولسواليو کې کار کوي او په خبره يې ښځې لا هم په ډېر ناوړه ټولنيز او اقتصاد حالت کې ژوند کوي.
دا وايي په لرې سيمو کې ښځې آن له خپلو حقونو ندي خبرې او نه ورته خپل لومړني حقونه ورکول کيږي.
نوموړې وويل: «زموږ خوېندې لا له خپلو حقونو ندي خبرې، تاسو باور وکړئ داسې ځايونه شته چې هلته خوېندې لا هم ډاکټر ته د تګ اجازه نلري، تر څو يې چې خاوند ورته اجازه ونکړي د پلار يا ورور مړي ته نشي تلی، دې ته وايي خشونت. موږ بايد وايي مرکز کې په څو ښځو اکتفا ونکړو چې په ځينو پروګرامونو کې ګډون يا کار کوي.»
په ټولنيزو او اقتصادي چارو کې د پکتيا د والي مرستياله زهرا احمدزۍ هم وايي چې ښځې له ګڼو ستونزو سره مخ دي او د دوی د ژوند د ښه کېدو لپاره جدي کار ته اړتيا ده.
احمدزۍ د نورو ننګونو سربېره ناوړه ټولنيز دودونه د ښځو پر وړاندې ګواښوونکي بولي:«لوړ ولور بايد ختم شي. زه بيا هم پر علماوو او مشرانو غږ کوم چې دا مشکل زموږ ځوانان کړوي، که هلکان دي که انجونې. راځئ چې د شريعت او اسلام مطابق اقدام وکړو.»
د سوېل ختيځ زون د ښځو شبکې مشره زرغونه همت وايي چې ډېری ښځو ته د کورنۍ سرپرستي ور له غاړې ده، خو تر اوسه داسې کوم کار ندی شوی چې له لارې يې د دوی ژوند خوندي او اړتياوې پوره شي.
همت وويل: «بنيادي کار بايد وشي، مثلا څنګه ښځو ته د کار زمینه برابره شي او کار ورکړل شي، همدارنګه د تعليم، صحت او بيارغونې په برخه کې ورته بېلابېل کارونه او ځينې کورنۍ پروژې ورکړل شي، دولت مکلف دی چې خوېندو ته د کار زمينه برابره کړي.»
مدني فعال سيدجمال الدين اصف خېل د کورني تاوتريخوالي لوی لامل بېوزلي او اقتصادي ستونزې بولي او وايي که د مېرمنو اقتصاد بساينې ته کار وشي، نو په ژوند کې به يې ښه والی راشي.
اصف خېل وويل: «د عامه پوهاوي پروګرامونه دې زيات شي، د ښځو اقتصادي حالت خراب دی، ډېری کورنيو کې جګړه، مهاجرتونه او بېسوادي د تاوتريخوالي سبب ګرځي. زموږ يوه نيوکه دا ده چې خدمات يوازې په ښارونو کې دي، د پکتيا لرې پرتو سيمو کې لا هم ښځې له ندې خبرې چې دوی حق لري او که نه او کوم رياست يا اداره لري او که نه؟»
دا په داسې حال کې ده د ښځو په نوم تر اوسه د دولتي او غير دولتي ادارو لخوا د سلګونه ميليونه افغانيو مصرفېدو سربېره ښځې لا هم په بېوزلي او ناوړه اقتصادي حالت کې ژوند کوي.