اطلاعات روز: پر هيواد د طالبانو له بيا واکمنېدو وروسته، ښځې او نجونې يو ځل بيا ښوونځي ته د نه تلو او د کار د اجازې نه درلودلو خوند څکي، دا موضوع د دوی د خپګان او د ځينو ناسمو غوښتنو د منل کېدو لامل شوې ده.
شهناز ۱۶ کلنه ده او په هرات کې د يوه دولتي ښوونځي د لسم ټولګي زده کوونکې ده. نموړې اطلاعات روز ورځپاڼې ته وايي چې له کومې ورځې راهيسې ښوونځي تړل شوي، د دې رواني وضعيت سم نه دی او د خپل ژوند بدترين حالت تجربه کوي.
شهناز تازه کوژدن شوې او په دې ورځو کې زیات وخت له خپلې مور سره د کور په چارو کې مرسته کوي، تر څو د يوې کورنۍ په توګه اړين مهارتونه زده کړي.
شهناز وايي چې نور يې هيله نه درلوده/نه يې لري چې د نجونو په وړاندې به ښوونځي پرانيستل شي او له بل پلوه کورني فشارونه هم پرې زيات شوي وو، له همدې کبله اړه شوه چې د واده وړانديز ومني.
دا وايي هغه وخت چې دې بايد پکې درس ويلای او مطالعه یې کولای خو اوس د کورنيو مهارتونو په زده کړه بوخته ده. د دې په وينا، دومره ژر يې د کوژدن کېدلو تصور په خوب کې هم نه و کړی.
دې وويل چې د واده کولو اراده يې نه درلوده او غوښتل يې چې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي؛ خو د ښوونځيو يو نيم کال بندېدو او کورنيو فشارونو له امله اړه شوه چې کوژده وکړي.
دا پسي وايي: «له کومه وخته چې طالبان راغلل له هغې ورځې زموږ بدمرغي پيل شوې ده. د ښوونځيو د بنديدو له وجې له روحي او رواني ستونزو سره مخ شوم. نه يوازې زه بلکې ټولې ټولګيوالې مې ښه رواني حالت نه لري. زموږ يوازينۍ هيله همدا ښوونځي ته تګ و.»
شهناز ښوونځي ته د تللو خاطرې بيانوي او وايي چې غوښتل يې په راتلونکې کې خبرياله شي، له دې لارې د نورو ښځو درد بيان کړي او د بې عدالتۍ په وړاندې مبارزه وکړي.
دا وايي: «زموږ په ټولګي کې هرې ټولګيوالې د ځان لپاره لويي هيلې درلودې. يوې به ويل چې د ښوونځي تر خلاصېدو وروسته غواړي ډاکټره شي، يوې بلې غوښتل چې حقوقپوهه شي او ما به تل خپلو ټولګيوالو ته ويل چې خبرياله کېږم. خو هر څه ختم شول. اوس چې په دې کم عمر کې واده کوم، نو ډېره به سخته وي چې خپلو هيلو ته ورسېږم.»
شهناز اوس هم د هيواد سياسي شرايطو ته نه ده تسليمه شوې او وايي چې د ښوونځيو په خلاصېدو به د خپل ژوند لويو هدفونو ته د رسېدو لپاره هڅې کوي. دا د طالبانو له حکومته غواړي چې د نجونو په وړاندې ښوونځي پرانيزي او د يوه نسل برخليک دې تر خپلو اهدافو او سياسي مقصدونو نه ځاروي.
همدا راز په هرات کې يوه بله زده کوونکې خاطره رحيمي وايي چې د طالبانو له راتګ سره د دې او د دې خاورې د زرګونو نجونو هيلې له خاورو سره برابرې شوې دي.
دا د ښوونځي د دوولسم ټولګي زده کوونکې ده چې يو څه وخت وړاندې تقريبا تر يو نيم کال وروسته طالبانو ترې وروستۍ ازموينه (صنفي ارتقا) واخيسته. دا وايي: «موږ له يوې مخې بې برخليکه يو. تر دوه کاله وروسته يې له موږ د صنفي ارتقا ازموينه واخيسته. تر دې ټول وخت وروسته چې مو نورې ټولګيوالې ليدلې، نو څو نجونو پکې کوژده کړې وه.»
دا وايي چې اکثره ملګرې او ټولګيوالې يې د ښوونځي تر بندېدو وروسته له خپګان سره مخ شوې دي او په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د تعليم او تحصيل د راتلونکي په اړه انديښنې لري.
له يوې بلې هراتۍ زده کوونکې طوبا سره د حرفې او هنر په يوه مرکز کې مخامخ شوو، دا هم وايي چې د ښوونځيو تر بندېدو وروسته له رواني فشارونو سره مخ شوې.
د دې په خبره چې د رواني او روحي فشارونو د له منځه وړلو لپاره يې حرفې او هنر ته مخه کړې، تر څو وکولای شي چې په دې توګه د راتلونکې په اړه له انديښنو ځان خلاص کړي.
نموړې زیاتوي چې ډېری ټولګيوالې يې د ښوونځيو تر بندېدو وروسته د کورنۍ د فشارونو له وجې جبري ودونو ته مجبورې شوې دي.
طوبا چې اوولس کلنه ده، د هرات په يوه دولتي ښوونځي کې د يوولسم ټولګي زده کوونکې ده. دا وايي د دې پر ځای چې په کور کې کيني او د خپل زده کړييز راتلونکي په اړه فکر وکړي، ځان يې د حرفې او هنر په يوه مرکز کې بوخت کړی او هڅه کوي چې غالۍ اوبدل زده کړي.
هراتۍ زده کوونکې چې له روحي او رواني فشارونو او ستونزو سره مخ دي، لا هم خپل زده کړييز راتلونکې ته هيلهمندې او د طالبانو له حکومت څخه غواړي چې د دوی په وړاندې دي د ښوونځي او پوهنتون دروازې پرانيزي.
د روحي ځورېدنو زياتېدل
په هرات کې يو شمېر رواني ډاکټران وايي چې د بنديزونو له زياتېدو سره، د ښځو په ځانګړې توګه د زده کوونکو تر منځ رواني ناروغۍ زياتې شوې دي. د هرات په حوزوي روغتون کې د رواني درملنې يو متخصص د نوم نه ښودلو په شرط په دې راپور کې مرکې کولو ته چمتو شو.
د رواني ناروغيو دا متخصص وايي چې د طالبانو تر راتلو وروسته هغه رواني مريضان چې ده ته راځي د پخوا په پرتله په بېساري توګه زيات شوي دي او ۸۵ سلنه يې ښځې دي.
ده اطلاعات روز ته وويل: «متأسفانه د ښځو پر ژوند بنديزونه او فشارونه د دې لامل شوي چې په دوی په ځانګړې توګه زده کوونکو کې ځيني رواني اختلالات زيات شي. بنديزونه په کورنيو کې د رواني مشکلاتو، تاوتريخوالو او د نجونو د جبري ودونو لامل شوي دي. دا ټول هغه موارد دي چې کولای شي ښځې د خپګان او انطباقي اختلال لور ته بوزي.»
د رواني ناروغيو د دې متخصص په وينا، د ښځو پر زده کړو، تحصيل او کار بنديز، دا قشر له يوې ډلييزې او مطلق ناهيلۍ سره مخ کړی دی.
د ده په باور: «پر ښځو د بنديزونو او فشارونو دوام به هم په لنډ مهال او هم په اوږده مهال کې ډېرې بدې پايلې ولري. له رواني پلوه کېدلای شي چې دا وضعيت منفي اغېزې ولري، ځکه هر څه په يوه مبهم حالت کې دي او ښځو چې کومې هيلې او اميدونه درلودل هغه يې له لاسه ورکړي او هغو ته د رسېدو لپاره هيڅ نه لري. طبعا چې دا مسايل انسان منفي فکرونو ته وړي.»
دی پسي زياتوي: «پخوا هم زموږ په مراجعه کوونکو کې ۷۰ سلنه ښځې وې خو اوس دا سلنه ۸۵ ته رسيدلې. د اوسنيو حالاتو ډېری قربانيانې ښځې دي. د دې وضعيت دوام يوه خاموشه تراژيدي ده چې شونې ده په راتلونکي کې زياتې منفي اغېزي ولري.»
طالبان او د ښځو د تحصيل په تړاو مبهم سياست
د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه د طالبانو په راتلو سره تر شپږم ټولګي پورته ښوونځي د نجونو په وړاندې وتړل شول او اوس تازه د دې ډلې له خوا پوهنتونه هم د نجونو په وړاندې بند شوي دي.
طالبانو له نړيوالو فشارونو سره – سره د نجونو په وړاندې د ښوونځيو د پرانيستلو په اړه کوم واضح ځواب نه دی ورکړی.
د طالبانو ځينې رهبران دا وېره لري چې که د ښځو د تحصيل په برخه کې سياست بدل نشي، ښايي د دوی د حکومت د سقوط لامل شي.
د طالبانو څو لوړو پوړو چارواکو رسنيو او بهرنيو ډيپلوماټانو ته ډاډ ورکړی دی چې د ښوونځيو د پرانيستلو لپاره هڅې کوي.
په هره ټولنه او قشر کې له تحصيل څخه بېبرخيتوب ښايي بېلابېل دلايل ولري، خو په ۲۰۲۲ کال او د ټيکنالوژۍ په زمانه کې، تر شپږم ټولګي پورته نجونو په وړاندې د ښوونځیو او همدا راز پوهنتونونو تړل، د منلو وړ نه دي. ډېری دا مسئله د نړيوالې ټولنې له خوا د طالبانو د رسميت پېژندنې په لار کې تر ټولو مهم خنډ ګڼي.