په کړاوونو کې ښکېله نيلوفر

د هلک په بڼه

اطلاعات روز: شکريه ۲۸ کاله وړاندې هغه مهال نړۍ ته راغله چې پلار يې په کورنۍ کې د يوه هلک د زېږېدلو په تمه و. له همدې کبله په کورنۍ  کې د دې د زېږېدلو چندان هرکلی ونه شو.

د شکريې کورنۍ په دې تمه نموړې ته د هلک جامې ور اغوستلې چې بل ماشوم به يې هلک وي او دا به يې ځکه د هلک په څېر جوړوله چې د خپل ورور لپاره د يوه مشر ورور په څېر وي. همدا راز دوی په دې باور وو چې که د کورنۍ وروستی اولاد د هلکانو جامې واغوندي او د هلکانو په څېر چلند وکړي، نو د دې کورنۍ بل راتلونکی ماشوم به هم هلک وي. همدا وجه وه چې د دې کورنۍ دې ته په «شکور» ويل او دې ته به يې د يوه هلک ذهنيت ورکاوه. «پلار به مې راته ويل چې ژاړه مه، هلکان نه ژاړي.»

د بل اولاد لپاره د کورنۍ انتظار څلور کاله اوږد شو. خو دا ځل هم د باورونو او اميدونو بر خلاف د هلک اولاد پر ځای نجلۍ پيدا شوه. د شکريې پلار په دې ډېر ځورېدلی و ځکه د ده لويه هيله په کورنۍ کې د نارينه هلک زېږېدل و. شکريه دا مهال د يو هلک له عادتونو او ځانګړنو سره عادت شوې وه، هڅه يې دا وه چې د خپل پلار د يوه هلک رول ادا کړي. دوه کاله وروسته د شکريې مور او پلار د دوو غبرګونو نارينه ماشومانو خاوندان شول او (شکريې) هم نور کولای شول چې په خپل هويت سره را ښکاره شي. که څه هم دا کار د دې لپاره ساده نه و او د اوږدې مودې لپاره ترې خپل ځان د نجلۍ په هويت او جامو کې ورک و.

د ښوونځي په هيله

شکريه د خپل ورور ملګرې وه، دا چې د ورځې به يې ورور ښوونځي ته تله او دا به په کور کې پاتېده نو تنګېدله به. د دې هم هيله دا وه چې ښوونځي ته ولاړه شي، خو دا مهال طالبان پر افغانستان واکمن شوي وو او نجونو ښوونځي ته د تللو اجازه نه درلوده. شکريې به تل له خپله پلاره پوښتنه کوله: «ښوونځي ته په تللو کې د يوې نجلۍ او هلک تر منځ څه فرق دی؟»

د طالبانو د بنديز له کبله شکريې ونه شوای کولای چې د اووه کلنۍ پر مهال په ښوونځي کې شامله شي او له خپلې مشرې خور سره د غالۍ اوبدلو کار ځای ته له تللو پرته بله چاره نه وه. د دې مشره خور د کورنيو لګښتونو د پوره کولو په خاطر د غالۍ اوبدلو په کارځای کې شامله شوې وه، تر څو وکولای شي چې له دې لارې د کورنۍ يو څه لګښتونه پوره کړي. د شکريې پلار يو نظامي و او پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته يې خپله دنده له لاسه ورکړې وه او کورنۍ يې له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ وه.

د طالبانو د لومړي مهال په حکومت کې نجونو يوازې په ديني مدرسو کې درس ويلای شوای. که څه هم په ځينو کورونو کې نجونو ته د خپل پلار او يا خپلوانو له خوا درس ويل کېده. شکريې ته هم خپل پلار له خپلو خويندو سره يو ځای دشپې مهال درس وايه. پلار به يې دوی ته قرآن او د فارسي الفبا ور ښودل او شکريه توانيدلې وه چې تر يوه حده ليک او لوست زده کړي.

نولس کاله درس او پوهنتون

د ۲۰۰۱ کال په وروستيو کې د طالبانو رژيم ونړېد او امريکا او د ناټو غړي هيوادونه له ترهګرۍ سره د مبارزې او د ښځو د حقونو د تأمين له شعار سره افغانستان ته راغلل. شکريې يې له خپله پلاره اورېدلي و چې د نجونو په وړاندې ښوونځي خلاصېږي او دا د دې خبر په اورېدلو ډېره زياته خوشاله وه.

شکريه د ۲۰۰۲ کال په پسرلي کې د لياقت معلومولو تر ازموينې وروسته د کابل د يوه ښوونځي په دويم ټولګي کې شامله شوه. دې ته به ځان د هغې مرغۍ په څېر ښکارېده چې له قفسه ازاده شوې وي.

تر دې وروسته د شکريې پلار کار پيدا کړ او کورنۍ يې اړه شوه چې هرات ولايت ته کډه وکړي. شکريې له خپلو خوېندو او وروڼو سره په هرات کې ښوونځي لوستلو ته دوام ورکړ. د طالبانو د رژيم تر سقوط وروسته که څه هم د چادرې د اغوستلو جبر ختم شو، خو په هرات کې نجونې د يوه خاص ډول جامې په اغوستلو مکلفې وې چې «چادر نماز» بلل کېده. شکريه له دې جامو سره نابلده وه او له همدې کبله تل د ټولنې او د دې د مکتب د ښوونکو له خوا ترټل کېده.

له ستونزو او ترټنو سره – سره يې وکولای شول چې په هرات کې ښوونځی خلاص کړي او د دې ولايت د تخنيکي او مسلکي زدکړو انسټيټيوټ د محاسبې څانګې ته بريالۍ شوه. دې په عين حال کې له يوې سیمه‌ييزې رسنۍ سره هم کار پيل کړ.

نیلوفر (مستعار) خپل کار هرات کې د یوې سیمه ییزې رسنۍ سره پېل کړ. انځور: اطلاعات روز ته استول شوی

له رسنيو سره کار کول د شکريې يوه هيله وه. خو په رسنيو کې د ښځو د کار کولو په تړاو ذهنيت منفي و، له همدې کبله دې پرېکړه وکړه چې په مستعار نوم «نيلوفر» سره کار پيل کړي. شکريې درې کاله د هرات په انځوريزو رسنيو کې د خبرونو د وياندې او خپرونکو د چلوونکې په توګه کار وکړ. دې هممهاله د محاسبې په څانګه کې خپلې زده کړې بشپړې کړې او د نړيوال بانک د يوه سکالرشيپ له لارې وتوانېده چې د کابل يوه خصوصي پوهنتون ته لار پيدا کړي. شکريې له کورنۍ ليرې او په مسافرۍ کې د محاسبې د کارشناسۍ په څانګه کې زده کړې بشپړې کړې او د يوې رقابتي پروسې له لارې د ارشدې کارشناسې په توګه د هندوستان هيواد يوه تحصيلي سکالرشيپ ته بريالۍ شوه.

دې په ۲۰۱۸ کال کې کابل د هند د «بنګلور» ښار په موخه پرېښود او د ادارې او سوداګرۍ په څانګه کې يې د ارشد کارشناسۍ (د بشري سرچينو پر مديريت له تمرکز سره) خپلې زده کړې په «جيَن» پوهنتون کې پیل کړې.

په افغانستان کې کورنۍ په سختۍ سره خپلو نجونو ته له هيواده دباندې د زده کړو اجازه ورکوي خو شکريه له دې اړخه نېکمرغه وه چې کورنۍ يې د دې او د دې د خوېندو د درس ويلو په وړاندې خنډ نه وه.

هند ته د دې سفر له ډېرو ستونزو سره مل و. دې په لومړي ځل له افغانستانه دباندې له کورنۍ پرته سفر کاوه. د افغانستان او هندوستان د زدکړييز تر منځ زيات تفاوت و او شکريې بايد ډېره هڅه کړې وای چې ځان د هغه هيواد له زدکړييز سيسټم سره برابر کړي. له دې سره – سره له کورنۍ ليرېوالي هم د دې لپاره شرايط سختول.

شکريې په هندوستان کې د ډېر امنيت او مصئونيت احساس کاوه، ځکه د دې په وينا هلته په لارو او کوڅو کې اذيت نه و او نه هم له ښځو سره تبعيضي چلند کېده.

بيرته د صفر پر لور

شکريه د ارشد کارشناسۍ د دورې او دوو کلونو وروسته بيرته افغانستان ته راغله. دې غوښتل چې له خپلو زده کړو په افغانستان کې کار واخلي. د څو بنسټونو له لوري د کاري غوښتنو تر ردېدو وروسته يې تازه په هرات کې له سرې مياشتې سره د ساحوي کارمندې په توګه کار پيل کړی و. همدا راز دا د خپل ماشومتوب يوې هيلې استادۍ ته هم رسيدلې وه او په يوه خصوصي پوهنتون کې استاده ټاکل شوې وه.

شل کاله وروسته شکریه خپل ځان په خپل کور کې بندیوانه ویني. انځور: اطلاعات روز ته استول شوی

شکريې تر شلو کلونو وروسته د نېکمرغۍ احساس کاوه چې کولای شي له خپلو زده کړو ګټه واخلي. دا خوشاله وه چې کولای شي د خپلو زده کړو او تجربو يو برخه د افغانستان له محصلينو سره شريکولای شي او له دې امله يې هم د وياړ احساس کاوه چې د ښځو په وړاندې پر شته تبعيضونو او ستونزو بريالۍ شوې وه.

د ۲۰۲۱ کال په دوبي کې چې نيلوفر په افغانستان کې وه او د خپلو ارمانونو د پوره کېدو له امله خوښه وه، په يو ځل يې هيلې ټولې له منځه ولاړې.

په رسنيو کې د طالبانو په لاس د هرات د سقوطېدو خبر خپور شو او طالبان هرات ښار ته ننوتل. نيلوفر يو ځل بيا ځان په کورني زندان کې وليد. د دې لا تر اوسه هم د طالبانو د لومړي مهال د واکمنۍ يادونه په ذهن کې وو، د دې ډلې د بيا واکمنېدو خبرونه ورته ويجاړوونکي وو ځکه د دې لپاره د طالبانو د حاکميت تصور د ښځو پر کار، زده کړو او ازاديو بنديز و.

د ښځو د راتلونکې په اړه د شکريې تصور سم ثابت شو. د افغانستان ښځې او نجونې د طالبانو په واکمنۍ کې له خنډونو او جدي بنديزونو سره مخ دي، نه يوازي دا چې د کار کولو اجازه ترې اخيستل شوې، بلکې ښوونځي او پوهنتون ته د نجونو پر تګ هم بنديز لګېدلی.

د طالبانو د واکمنۍ شپاړس مياشتې کېږي، شکريې خپله دنده بايللې او نشي کولای چې په پوهنتون کې درس ورکړي. که څه هم دا د هندوستان په يو پوهنتون کې د دوکتورا لپاره ومنل شوه خو د پاسپورټ نه لرلو او له محرم پرته د سفر نه اجازې، ترې دا فرصت هم وتروړه.

«صفر ته بيرته تګ يوازې زما کيسه نه ده، بلکې په افغانستان کې زما د نسل د زرګونو افرادو کيسه ده. زموږ نسل د جنګ په ځوږ کې وزېږېږد، له جنګ سره را لوی شوو، مبارزه مو وکړه او وجنګېدلو. هره شپه به په ارامۍ کې ويدېدلو، خو سهار به د چاودنو په غږ را ويښېدلو. سوله خو هيڅکله رانغله، خو خوښ وو چې تر يوه حده ازادي او نسبي امنيت لرو. اوس په يوه مطلقه تياره کې يو، د جنګ له وېرې او مبهمې راتلونکې ځورېږو.»

«لوڼو ته مې ژاړم»

سلطان احمد ابراهيمي د اوو اولادونو پلار دی، چې درې يې هلکان او څلور يې نجونې دي. يوه لور يې په هندوستان کې د دوکتورا په کچه زده کړې کوي. دوې نورې يې (د شکريې په شمول) ارشدې کارشناسې دي او وروستۍ لور يې د ښوونځي زده کوونکې ده. زامنو يې د کارشناسۍ تر کچې زده کړې کړې دي. دی په دې باور دی چې نجونې د زده کړې کولو لپاره ډېره انګېزي لري او ډېره هڅه کوي.

تر شپږم پورته ټولګيو د نجونو پر مکتب تر بنديز يو کال وروسته، طالبانو څه موده وړاندې پوهنتونو ته د نجونو پر تللو هم بنديز ولګاوه.

ښاغلی ابراهيم د طالبانو له لوري د ښځو پر زده کړو او کار د بنديز له کبله سخت خپه دی. دی وايي: «د ښځو په تړاو د بدو خبرونو په اورېدو احساساتي کېږم او ژاړم. دا چې نشم کولای د خپلو اولادونو لپاره څه وکړم، د شرم احساس کوم.»

د ښاغلي ابراهيمي په باور، د ټولنې د نېکمرغۍ لپاره د ښځو رول رغنده دی. «يوه ښځينه قاضي د نارينه په پرتله څو چنده عادله ده. يوه ښځينه استاده د نارينه په پرتله مهربانه ده. يوه باسواده مور ټولنې ته يو داسې صالح اولاد وړاندې کوي چې ډېر به هوښيار او ذکي وي.» په نويمو کلونو کې د طالبانو د لومړي ځل تر راتګ وروسته، ډېرې زياتې کورنۍ د خپلو لوڼو او زامنو د ازادۍ او زده کړو په خاطر نورو هيوادونو ته ولاړې. د طالبانو اوسنۍ واکمنۍ هم نورو هيوادونو ته د افغان وګړو د کډوالۍ له څپې سره مخ ده. د شکريې پلار سلطان احمد وايي چې که طالبان د ښوونځيو او پوهنتونو دروازې خلاصې نه کړي او ښځو ته د کار کولو اجازه ورنه کړي، خلک د خپلو اولادونو د راتلونکې په خاطر له کډوالۍ پرته بله لار نه لري.