اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د معاونت دفتر (يوناما) يو ځل بيا ټينګار کړی چې افغانستان ته ورکول کېدونکې نغدي کڅوړې د ملګرو ملتونو په بانکي حسابونو کې خوندي کېږي او په دې تړاو د نورو بنسټونو اعلاميې بې ګټې او ګمراه کوونکې دي.
د طالبانو تر مديريت لاندې مرکزي بانک پرون د ۴۰ ميليوني ډالري کڅوړې د راتلو په اړه خبر ورکړ او ويې ويل چې دوی د هر هغه حرکت درناوی کوي چې هيواد ته بهرني اسعار راوړي او د ټولنې له اړمنو سره مرسته کوي.
دې بانک ويلي چې د بانکي سکتور د ملاتړ او ثبات په موخه خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
يوناما د مرکزي بانک ټويټ بيرته خپور کړی او وضاحت يې ورکړی دی چې له افغانستان سره د ملګرو ملتونو نغدي مرستې په يوه خصوصي بانک کې د ملګرو ملتونو په بانکي حسابونو کې ساتل کېږي.
د دغه دفتر په وينا، د ملګرو ملتونو ادارې له دغو پیسو څخه د خپلو بشري فعاليتونو لپاره کار اخلي .
يوناما ويلي: «د دې سازمان د کڅوړو په اړه له ملګرو ملتونو پرته د نورو بنسټونو اعلاميې ګمراه کوونکې او بې ګټې دي.»
تر اوسه افغانستان ته د ۴۰ ميليوني ډالرو ۲۲ او د ۳۲ ميليوني ډالرو ۳۰ کڅوړي راغلې دي.
د شمېرو له مخې، پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د نړيوالې ټولنې ټولي نغدي مرستې يو ميليارد او ۸۳۳ ميليون ډالرو ته رسېږي.
افغانستان کې د ملګرو ملتونو د معاونت دفتر وړاندې هم ويلي و چې دا پيسې په يوه خصوصي بانک کې د ملګرو ملتونو په مشخصو بانکي حسابونو کې ساتل کېږي او د دې سازمان د بنسټونو له خوا ترې استفاده کېږي او طالبان ورته لاسرسی نه لري.