ښځه او ملايي روايت

شمشاد زلمی

تمه دا وه چې د روان کال د  وري مياشتې پر درېيمه نېټه به د نجونو لپاره تر شپږم ټولګي پورته ښوونځي هم پرانستل شي، خو د وري/حمل پر درېيمه چې کله نجونې په خوښۍ د ښوونځيو تر دروازو ورسيدې، بيرته ناهيلې او ژړغونې راستنې شوې. طالبانو بيرته خپله خبره واخيسته او په دې پلمه پر شا شول چې تر اوسه د نجونو لپاره له «اسلام او افغاني فرهنګ» سره سمه جامه نه ده جوړه شوې او چاپېريال د نجونو د زده کړو لپاره په بشپړه توګه نه دی اسلامي شوی. په همدې بهانه تر يوه نيم کال زيات وخت کېږي چې د نجونو په وړاندې ښوونځي تړلي دي او د نجونو لپاره د اسلامي چاپېريال جوړول، د نجونو لپاره د جامو اسلامي او افغاني طرحه او نور هر څه له یوې مخې ورک دي او په ډېرو غير منطقي او غير معقولو پلمو د دې وطن د ميليونونو وګړو اساسي بشري حقونه تروړل کېږي.

سره له دې چې نجونې ښوونځيو ته نه تلې، خو پوهنتونونه پرانيستي وو او نجونو د ناهيليو او فشارونو په يوه چاپېريال کې د زده کړې لار نه وه پرېيښې او په ډېرې قهرمانۍ يې تقريبا په ټولو ولايتونو کې د پوهنتون درسونه تعقيبول. دې حالت ته په کتو تمه دا وه چې ښايي د ښوونځيو مسله هم حل شي او تر يوه حده د طالبانو تر منځ هم د ښوونځيو په ملاتړ غږونه را پورته شوي و او په ځانګړې توګه طالبانو پر ټولنيزو رسنيو هڅه کوله چې د نجونو د ښوونځيو مشکل موقتي وښيي او خلکو ته به يې تمه ورکوله چې دا ستونزه ژر حلېدونکې ده. د خپل منطق او خبرې  پياوړې کولو لپاره به يې د پوهنتون مسله مخته کوله چې که خبره له ښځو سره د تبعيض وای او طالبان په رښتيا هم په دې نظر وای چې د ښځو د زده کړو مخالف دي، نو پوهنتونونه به يې هم بند کړي و. ښايي دوی هغه د ملايانو په خبره عارفانه تجاهل کاوه او يا هم په خپله په دې نه و خبر چې طالبان په حقيقت کې نه يوازې دا چې د ښځو او نجونو د زده کړو مخالف دي، بلکې له ښځو او نجونو سره پر تبعيض کلک باور لري او تر دې بدتر دا چې دوی خپل تبعيض مقدس هم ښيي.

د لیندۍ پر ۲۹مه د طالبانو د لوړو زده کړو سرپرست وزير ندا محمد نديم امر ورکړ چې تر امر ثاني دې ښځې او نجونې پوهنتونو ته نه راځي، ځکه د ده په اند پوهنتونو ته راتلونکو ښځو او نجونو حجاب نه مراعت کاوه. د ښځو حجاب د طالبانو په اند دومره لويه ستونزه جوړه کړې وه چې که د دې لپاره په ميليونونو وګړي له خپلو حقونو محروم شي، په روحي ډول وکړول شي او افغانستان له بهرنيو مرستو پرې کړل شي، هيڅ خبره نه ده ځکه د دوی په اند دا هر څه ستونزه نه ده، ستونزه د ښځو بې حجابي ده، ستونزه په پوهنتون کې د ښځې شتون دی او ستونزه د ښځې او نجلۍ په لاس کې کتاب دی. همدا وجه وه چې ندا محمد نديم له خپل فرمان څخه د دفاع لپاره پر ملي ټلويزیون هم را ښکاره شو او ويې ويل چې ښځې د حجاب نه مراعت کولو په خاطر له زده کړو محرومې شوې دي. د ده په وينا هغوی ته کافي وخت ورکړل شوی و خو د طالبانو ټاکلي اصول يې مراعت نه کړل، نو اوس دې پر کورو کېني.

که وکتل شي د ښوونځيو او پوهنتونونو لپاره د طالبانو په دواړو فرمانونو کې د ښځې د حجاب موضوع لومړۍ ياده شوې ده او پر همدې بنسټ خپل فرمان او عمل توجيه کوي. له دې څخه ښکاري چې د ښځې په اړه دوی لومړی کوم فکر کولای شي، هغه د هغې د بدن په اړه دی. د دوی سوچ دا دی چې ښځه که يو څوک ويني بايد څرنګه يې وويني، که يې له دې پرته په بله بڼه ويني نو بيا خو د هغو ټولو عملونو «قوي شونتيا» شته چې طالبان يې په خپل ذهن کې ترسيموي او بيا په همدې ليد ټولنې او خلکو ته ګوري.

د افغانستان په څېر د يوه هيواد د حاکم په توګه بايد د ښځو په اړه د دوی لومړۍ اندېښنه دا وای چې دلته خو ښځه له خپلو ټولو بشري حقونو محرومه ده، هر ډول ازادۍ ترې اخيستل شوې دي او تر اوسه هم په دې ټولنه کې ښځې خرڅېږي او ان ښځه د خپل ژوند په ډېرو مهمو پرېکړو کې هيڅ ډول حق نه لري. د دې پر ځای چې ښځه نوره هم محکومه او محرومه شوې وای، بايد دوی د ښځو د لا پياوړتيا په موخه ښځو ته تر دې زيات امن چاپېريال جوړ کړی وای، په زدکړييز چاپېريال کې يې د هغوی حقونو او غوښتنو ته ډېر پام کړی وای او هغوی ته يې د يوه «حکومت» په توګه لاس ورکړی وای چې له هغه ناورين څخه راووزي چې همدا اوس پکې د دويمې درجې بشر په حيث له خپلو ټولو حقونو او ارمانونو سره لاهو کېږي. مګر دوی په خپل بشر ضد اقدام سره هغوی نورې هم دې ګرداب ته ور ټېله کړې او هغه حد اقل شمېر يې هم په همدې برخليک اخته کړې چې په خپل همت او مټ يې د ځان په اړه د دې حالت د بدلولو هوډ کړی و. ځکه د طالبانو په طالباني او ملايي روايت کې بدي دا نه ده چې ښځه په کور کې وهل کېږي، بدي دا نه ده چې ښځه د خپلې خوښې پر خلاف ودېږي، بدي دا نه ده چې ښځه په کم عمر کې ودېږي، بدي دا نه ده چې ښځه وږې ده، بدي دا نه ده چې ښځه د خدماتو او ډاکټرې د نشتون له کبله پر زېږون مري او سلهاوو نور کړاوونه دوی ته بدي نه ښکاري، د دوی په اند بدي د ښځې په بدن کې ده، بدي له کوره دباندې د ښځې په حضور کې ده او بدي دا ده چې ښځه د خپل ځان د چلولو لپاره خبره، ويل او ليکل زده کړي.

همدا وجه وه چې له پوهنتون څخه د ښځو تر بندولو څو ورځې وروسته يې د روان کال د مرغومي پر درېيمه يو بل فرمان ورکړ او ويې ويل چې ښځې نشي کولای کار وکړي، ځکه دوی حجاب نه مراعت کوي او بيا هم د طالبانو اندېښنه دا وه چې هلته د ښځې بدن له طالباني روايت سره سم تر ممکنه هغو ګواښونو لاندې دی چې دوی په خپل ذهن کې فرض کړي او له هغو پرته دوی د ښځو په اړه بل سوچ لري هم نه.

که طالبانو د ښځو په اړه دا فکر کولای چې هغوی د نارينه په څېر بشپړې انسانانې دي او د نارينه په څېر د خپل ژوند په اړه د هر ډول پرېکړو کولو اختيار لري، بيا به هغوی پر دې اساس ښځې له کار او زده کړو نه را ګرځولې چې هلته د دوی مخ ښکاري، هلته دوی له بل نارينه سره خبرې کوي او يا هم هلته هغه اعمال کولای شي چې طالبان يې په اړه سوچ کوي. که طالبانو ښځې بشپړې انسانانې ګڼلای، نو د دوی په اړه به يې لومړۍ اندېښنه دا وای چې ښځې اوس هم د دود، دين او فرهنګ په نوم له خپلو لومړنيو بشري حقونو محرومې دي، بايد پاملرنه ورته وشي او له دې حالت څخه را وايستل شي. خو دا چې دوی د ټولنې د عيني ستونزو او واقعيتونو بر خلاف فکر کوي، د دوی لپاره ستونزه وږې خېټه او محروم انسان نه دی، بلکې هغه شهواني خيالات دي چې دوی يې فرضوي او بيا يې پر اساس ټوله ټولنه او خلک ارزوي.

د طالبانو مشهور شيخ، عبد الحکيم حقاني چې اوس مهال د طالبانو قاضی القضات او د عدليې وزارت وزير هم دی او د طالبانو تر منځ د دوی د يوه تيوريسن په توګه حيثيت لري، په خپل کتاب «الامارة الاسلامية و نظامها» کې د ښځې پر حيثيت غږېدلی دی. په دې اړه يې لومړنۍ څرګندونه د طالبانو له دې يادو فرمانونو بېله نه ده او ويلي يې دي چې «ښځه الله تعالی اصلن د بچيانو زېږولو لپاره پیدا کړې ده». او دی وايي چې د دې بر خلاف الله تعالی نارينه له کوره د دباندې کارونو لپاره پيدا کړی دی، لکه سوداګري، حکومتي دنده، کښت او نور. دی د ښځو په اړه خپل تبعيضي فکر د خدای په تاييد سره نور هم محکموي او وايي چې دا د الله تعالی جوړ کړی نظام دی او د دې په مقابل کې د جهل او کفر نظام دی، دی وايي چې په اوسنۍ نړۍ کې يوازې د «افغانستان اسلامي امارت» له دې جهل او کفر څخه خوندي دی، نور ټول د ښځو د حقونو، زده کړو او فرهنګ په نوم تېروتلي او ښځو ته يې اجازه ورکړې چې له کوره دباندې ووزي، کار وکړي، زده کړه وکړي او د ټولنې په چارو کې برخه واخلي.

حقاني هم د ښځې په اړه همدا اندېښنه لري چې وړاندې طالبي فرمانونو مطرح کړې وه. دی هم وايي چې کله ښځه مسجد ته د تګ اجازه نه لري، نو ډيموکراټيکو ادارو او سياست ته د تګ اجازه به څرنګه ولري؟ د ده په اند د ښځې لپاره ځای خو الله تعالی کور ټاکلی دی او په دې توګه يې له اختلاط څخه منع کړې دي ځکه د ده په اند که ښځه له کوره وزي، له نورو نارينه وو سره يو ځای کېږي نو فحشا ترې را پیدا کېږي. د ده په اند ښځه ټوله عورت ده او کله چې له کوره دباندې وزي نو شيطان يې څاري او د دې په راوتلو سره شيطان د خلکو تر منځ فعاله کېږي او خلک له ښځو سره فحشا کولو ته هڅوي.

نوموړی د ښځو په اړه ملايي روايت په ډېر وضاحت سره بيانوي او وايي چې د ښځې اصلي ځای خو کور دی او له دې پرته نور هيڅ شي ته هم اړتيا نه لري. دی وايي چې ځينې خلک له لوېديځه اغېزمن شوي دي او وايي چې ښځه او نارينه هم د کور او هم د دباندې په چارو کې سره مساوي دي. دی وايي چې دا فکر جهل دی، کفر دی، د اسمانونو او ځمکې د رب مخالفت دی او بدترينه عقیده ده، دعا کوي چې الله تعالی يې له داسي باطل فکر او جهالت څخه وساتي.

که د طالبانو او ملايانو ادبيات ولوستل شي، د دوی خبرې واورېدل شي او د دوی فرمانونه ولوستل شي، په دې ټولو کې دوی د ښځې په اړه يو مشترک روايت لري او هغه هر ځای په ډاګه وړاندې کوي. هغه دا دی چې د دوی لپاره ښځه د فحشا سرچينه ده، که ښځه دباندې وزي، ټولنه فاحشه کوي، که ښځه درس وايي هم فحشا خپروي او که ښځه کار کوي، هم د دوی اندېښنه دا وي چې ښايي کار به نه کوي او خلک به په فحشا اخته کوي. په طالباني او ملايي تفکر کې ښځه تر دې ها خوا ته بل حيثيت نه لري او کله چې دوی د ښځو د تعليم، حقونو او په مجموع کې د هغې د ژوند په اړه فکر کوي، نو له همدې ليده ورته ګوري او د همدې روايت پر اساس پرېکړه کوي چې ښځه بايد کوم حقونه ولري، څه ډول ژوند وکړي، چيرته ولاړه شي او څرنګه جامه واغوندي؟ په دې توګه د ښځې مقام د دوی لپاره واضح کېږي چې بايد بچيان راوړي، د کور په څلور دېوالۍ کې کيني او د نارينه امر ومني ځکه د طالبانو د قاضی القضات په اند نارينه تر ښځې غوره دی، هم يې عقل تر هغې زيات دی، هم يې حق تر هغې زيات دی، هم يې علم تر هغې زيات دی او هم انبياء نارينه و. د ده په اند کله چې ښځه په ميراث کې تر نارينه کم حق وړي، کله چې يې شاهدي له نارينه سره نه برابرېږي، کله چې په ځواک او زور کې له نارينه سره نه وي مساوي او هم په عقلي توګه تر نارينه شاته پاتې وي، نو نارينه پرې غوره دی ځکه ولور هم نارينه ښځې ته ورکوي او پالي يې هم نارينه.

کله چې طالبان په دغسې سوچ سره واک ته رسېږي او دغسې کسان د قاضی القضات پر څوکۍ کېنوي، له ښځې سره بايد هر ډول تبعيض مقدس وګڼل شي او هم بايد له هر ډول حقونو محرومه شي، ځکه په داسې حالت کې د ملايانو له روايت سره سم ښځه د فتنې د سرچينې په توګه ثانوي مخلوق دی او د دې لپاره بهتره داده چې د نارينه په خدمت ځان له ګناه وژغوري. د همدې «شرعي» مقصد د پوره کولو په موخه طالبانو ښځې له مکتبونو، پوهنتونونو او دفترونو را ګرزولې دي.