د کلي څو مشران سره کېناستل او د هغې پلار ته يې وويل چې دا لور دې ورکړه، نور نو څه غواړې خو دادی هر څومره ولور چې غواړې هغه درکوي، نجلۍ هم نوره غټه ده، هغه دی د ۱۳ کالو ده. سړی هم وايي چې بايد ژر واده وکړم، ګوره بيا به، يم او که نه خپله پریکړه دې وکړه.
دوی سره کېناستل، نجلۍ نه خبره او نه اتره او بس پرېکړه وشوه چې دا به په همدې ۱۳ کلنۍ کې چې د دوی په اند ډېره غټه ده دې ښاغلي ته ودېږي او نور خو نو بل څه ته اړتيا نشته، څه ولور چې پاتې دی، هغه خو ټول ورکوي. له همدې توافق سره سم نجلۍ دې کس ته واده شوه، هغه به ښايي په دې عمر کې د واده په مفهوم او نورو ډېرو کيسو نه پوهېدله خو بايد پوه شوې وای ځکه دا په يوه داسې ټولنه کې اوسېده چې هلته پرېکړه د دې عمر او سويې ته په کتلو نه کېدله، بلکې د دې جنسيت ته په کتو کېدله او له يوې داسې کورنۍ څخه وه چې هلته که څه هم په ښکاره دې د لور او د کور د يوې غړې حيثيت درلود خو نهايتا د خپل جنسيت له وجې د پلور يو توکی و او د ولور په نوم خرڅېدله او ودېدله.
دا ولاړه په همدې ۱۳ کلنۍ کې يوه تقريبا ۴۰ کلن سړي ته کېناستله، د دې سړي نو د واده په اړه ټول ذهنيت دا و چې دی داسې ځای کار کوي چې هر وخت مړ کېدلای شي، نو وړاندې تر دې چې مړ شي، بايد واده وکړي او د ده په اند د دې خوند په محروميت کې بايد دنيا پرېنږدي. د واده په اړه د ده ټول فکر او ذهنيت همدا و، دا چې د واده بل اړخ په دې اړه څه فکر کوي، ايا هغه خوند اخيستلای شي او که نه؟ او ايا د ده تر مرګ وروسته چې دی په خپله په دې باور دی چې ښايي ژر ومري، له هغې سره څه کېږي او ژوند به يې څرنګه وي؟ دا ټولې پوښتنې، حقايق او دردونه د ده د خوند په وړاندې بې معنا او چټي دي. سړي بسم الله کړه، واده يې وکړ او د خپل واده په ۲۵مه شپه ووژل شو.
دی تر خپل واده وړاندې په دې باور و چې عمر يې ډېر نه دی پاتې، هماغسې وشول، دی په لنډ وخت کې له دنيا ولاړ خو يوې ديارلس کلنې نجلۍ ته يې يو زوی ور پرېښود چې يو کال وروسته دنيا ته راغی. دا نجلۍ له خپل دې ماشوم سره د يوه ماشوم مور نه ښکاري، بلکې داسې ښکاري لکه دا ماشوم او دا چې خور او ورور وي، د دې په څېره کې لا هم د ماشومتوب بشپړ معصوميت پاتې دی او تر اوسه هم يوه ماشومه ده خو په يوه زن ستيزه ټولنه کې دا د خپل جنسيت له وجې نه د خپل ماشومتوب حقونه لري، نه د يوې پيغلي او يوې کونډې حق لري.
تر دې کونډتوب وروسته دا بيا ځلې خرڅه او واده شوه. دا ځل يې ښايي د تېر په پرتله بخت لږ کار کړی وي. يوه بل داسې چاته نه شوه واده چې د خپلې ميرمنې تر څنګ د وخت تېرولو پر ځای ورته مرګ ډېر مهم وي او واده د يوې تجربې لپاره کوي، نه د ژوند جوړولو لپاره. دا ځلې يې مېړه د ژوند له ډېرو مفهومونو سره نا اشنا دی، ځکه په خپله هم ماشوم دی او دی لا هم ښايي ونه پوهېږي چې مېرمنه لرل يو لوی مسووليت دی. دی که څه هم په خپل مسووليت نه دی خبر او نه هم پرې پوهېږي، خو وړاندې تر دې چې په دې اړه فکر وکړي، له دې مسووليت څخه د خپلو مشرانو خواخوږۍ (؟) برخمن کړی دی.
دا نجلۍ اوس له خپل ماشوم زوی سره د هغو ښو ورځو په تمه ده چې ماشوم مېړه به يې ځوانېږي، بيا به ډېر زيات احتمالات په سمه بڼه را ټولېږي او دا به د خوشالۍ ژوند پيلوي. بل پلو، په دې ټولنه کې ډېر زيات امکان شته چې په راتلونکي کې يې د مېړه دا خوښه نشي، ځکه په دې ټولنه کې اکثره هغو کسانو دويم واده کړی چې په ماشومتوب کې ورته نجونې شوې دي، دوی وايي چې موږ د واده په خوند نه يو پوه شوي، نو ځکه بايد د دې خوند اخيستنې لپاره هم د لومړۍ مېرمنې ژوند خراب کړم او هم د دويمې، ځکه هغوی خو انسانانې نه دي، د خوند احساس نه لري او ټول کار يې دادی چې د نارينه خدمت وکړي، خوښ يې وساتي او هوسونه يې ورته پوره کړي.
د ښځو په اړه زموږ د ټولنې حاکم سوچ له دې څخه ډېر بدل نه دی. ښځه په ډېر ښه حالت کې هم د نارينه غيرت او ناموس ده، خو نارينه د ښځې غيرت او ناموس نشي کېدلای. که نارينه هر بد کار وکړي، د ښځې غيرت او ناموس ته زيان نه رسوي، خو که ښځه صرف لوڅ مخ دباندې ووزي، هم د نارينه غيرت او ناموس خدشه داره کېږي، که درس ووايي هم د نارينه ناموس، غيرت او فرهنګ ته زيان رسوي. د دوی په اند ښځه يوازې هغه وخت ښه ښځه ده چې په هر حالت کې هو ولري او د نارينه اطاعت وکړي، ځکه ملا صيب هم وايي چې ښه ښځه د مېړه په اطاعت مکلفه ده، که د مېړه د خوښې بر خلاف ورسره نه څملي، تر سهاره پرې ملايکې لعنت وايي له همدې وجې بايد د مېړه حيثيت ته سر ټیټ کړي ځکه د ده په اند که مېړه ته سجده کېدلای شوای، خدای به ښځې ته د همدې امر کړی و.
موږ په ټولنيز فرهنګ کې د ډېرو لويو انساني ارزښتونو تشه لرو. تر څو چې موږ د هر انسان پر خپلواکۍ، خپلواکه اراده او ازادۍ باور ونه لرو، ډېره ستونزمنه ده چې ښځه دې زموږ د ټولنيز جبر له زولنو ازاده شي. له بل اړخه، ټول ټولنيز سيسټم د دې پر خلاف جوړ شوی دی. ښځه زموږ په ټولنه کې د استحصال ښکار ده او د همدې استحصال له لارې نارينه نه يوازې دا چې د حيثيت او ثروت څښتن کېږي، ورسره کولای شي په ډېرې اسانۍ خپلې جنسي غريزې هم په ډېر ښه ډول مشبوع کړي خو دا هر څه د ښځو د ټولو حقونو د تروړلو په قيمت سره کېږي. ډېره ستونزمنه ده چې نارينه دې چمتو شي او ښځې ته دې په داسې حال کې حقونه ورکړي چې په خپله د ښځې په استحصال کې ګټمن دی.
په دې ځای کې يوه لوی، بنسټيز او سيسټماټيک بدلون ته اړتيا ده او تر ټولو مهم ګام دادی چې ښځه بايد په اقتصادي توګه پر نارينه متکي نشي او نارينه بايد اړ نشي چې د ښځې پر سر تر لاسه کېدونکي ولور ته سترګې ونيسي. پر يوه بل دا اتکا ختمول غواړي او د دې پېل له زده کړو کېدلای شي. د ټولنې شاتګپالې طبقه که څه هم د دې معادلې په ټولو اړخونو په دقيق ډول نه پوهېږي خو دومره پوهېږي چې لوستې ښځه دې هغه ډول نشي استحصالولای لکه نالوستې، له همدې وجې نه تيارېږي چې د دې د زده کړې پر حق اعتراف وکړي او له هرې شونې لارې هڅه کوي چې د ښځو د خپلواک کېدلو مخنيوی وکړي.
ښځې به د خپلې خپلواکۍ جګړه ګټي او دا جګړه به په افغانستان کې برخليک ټاکونکې وي، د ټول هيواد برخليک به د ابد لپاره تعينوي. خو ښځه بايد پوه شي چې د فرهنګ، غيرت او ناموس شور ځکه جوړ دی چې خلک د دې له غږه وېرېږي، هغوی وېرېږي چې که دا غږ وکړي، دوی به د ۲۵ شپو له خونده محروم شي.