په سوېلي حوزه کې له رسنیز ډګره د ښځو ګوښه کول

انځور: په کندهار کې د مېرمن راډيو سټډيو

اطلاعات روز: په سويلي حوزه کې په رسنيو کې هيڅ ښځينه خبريال  نشته.

عکس: سرچینه د رسنیو له چاپېریاله د ښځو د وتلو بهیر

پر افغانستان د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره سم دغې ډلې پر افغان ښځو د زده کړو، کار، تګ راتګ او نورو بېلابېلو برخو کې سخت محدودیتونه لګولي، چې له امله یې ښځې له خپلو اساسي حقونو بې برخې شوې دي.

د هېواد په سویلي حوزه کې چې په خپله د طالبانو مشر، ملا هبت الله په کې مېشت دی دا محدودیتونه د نورو ولایتونو په پرتله ډېر او ورځ تربلې مخ په زیاتېدو دي.

د تير جمهوري نظام پرمهال په دي حوزه کي د پام وړ ښځو په رسنيو کې کار کاوه، چې له دې لارې یې نه یوازې ټولنې ته خدمت کاوه، بلکې له دې لارې یې د خپلو کورنیو نفقه هم برابروله.

طالبانو د خپلې واکمنۍ په هماغه لومړنیو کلونو کې پر رسنیو ګڼ محدودیتونه ولګول، چې له امله یې یو شمېر غږیزو، انځوریزو او چاپي رسنیو خپل فعالیتونه ودرول او په پایله کې یې په زیاته کچه نارینه او ښځینه ژورنالېستانو خپلې دندې له لاسه ورکړې او اوسمهال ان په ځینو ولایتونو کې هیڅ ښځینه خبریاله نشته.

د افغانستان سويلي حوزه چې  کندهار، زابل، ارزګان او هلمند پکې شامل دي او په اوسني وخت د طالبانو د استوګنې مهم ولايتونونه ګڼل کيږي، اوسمهال په کې هېڅ فعاله ښځینه خبریاله دنده نه لري او ټول پخوانی خبريالان يا د ژوند خوندیتوب په موخه بهر ته تللي او پاتې هغه یې بې روزګاره دي.

انځور: ارشيف په کندهار کې د مېرمن راډيو سټډيو

طالبانو په دغه حوزه کې پر ښځو محدوديدونه تر دې کچې زیات کړي، چې ان په سوداګریزو اعلاناتو کې هم  د ښځو پر غږ بندیز لګېدلی او هغه ښځينه خبريالانې چې پخوا به يې په رسنيو کې دندې درلودې د  طالبانو د واکمنۍ او په رسنیو باندې د محدودیتونو د سختولو له امله یې د کار فرصتونه خورا کم او ان رسنیو کې په بشپړو ډول له کار کولو محرومې شوې دي.

سویل کې یوه ښځينه خبریاله مستعار نوم (حبیبه) وایي، د تېر جمهوري نظام پرمهال د هېواد په سویلي ولایتونو کې شاوخوا ۳۵ ښځینه خبریالانو په انځوریزو، غږیزو، چاپي، انلاین او نورو بېلابېلو رسنیو کې دندې درلودې، خو لاهم د ګتو په شمېر ښځینه خبریالانې، د ګواښونو او محدودیتونو سره سره، په پټه توګه خپلې خبریالۍ ته دوام ورکوي.

د هغې په وینا، په څو ځلي یې له ځایي طالب مسوولانو غوښتني چې په رسنیو کې د کار کولو اجازه ورکړي، خو له هڅو سره سره یې اجازه نه ده ورکړې.

نوموړې وايي چې په سويلي حوزه کې پر ښخو د طالبانو محدودیتونه، د رسنیو اقتصادي ستونزې او پر ښځینه خبریالانو او پر رسنیو فشارونه د دې لامل شوي چې په دغه حوزه کې دښځينه خبريالانو کچه صفر ته راټېټه شي.  


حبیبه زیاتوي: «ډېرو هڅو سره بیا هم طالبانو ماته په رسنیو کې د کار اجازه را نه کړه، په سوېل کې د طالبانو سخت محدودیتونه او په رسنیو کې اقتصادي بې‌ثباتي د دې لامل شوې ده چې په دې سیمه کې د ښځینه خبریالانو شمېر تقریباً صفر ته راټېټ شي.»

انځور: ټولنیزې شبکې/ سوېلي حوزه کې د رسنیز برخه کې د ښځو حضور محدودېدل

حیا (مستعار) چې په ارزګان کې یې د ښځینه خبریالې په توګه کلونه دنده ترسره کړې او اوس په پاکستان کې په جلاوطنۍ کې اروپایي هېوادونو ته د تګ په تمه په بد اقتصادي وضعیت کې ژوند تېروي.

هغې اطلاعات روز ورځپاڼې ته ویلي، چې د ژوند خوندیتوب، بې کاري، تبعيض، اقتصادي ستونزو، له ټولنې د ښځو حذف کېدل او پر ښځو د طالبانو د محدودیتونو له امله اړ شوه چې پاکستان ته کډواله شي.

 په هلمند کې د یوې خصوصي سیمه ییزې راډیو مسوول چې نه غواړي نوم یې په راپور کې خپور شي وایي، د طالبانو د امرباالمعروف ریاست د رسنيو له مسولينو څخه په جدي ډول غوښتنه چې ښځینه خبریالانې نه شي کولی چې له محرم پرته دندو ته لاړې شي.

حیا زیاتوي:« کله چې طالبان واک ته ورسېدل، په روزګان ولایت کې د ښځو لپاره د کار کولو چاپېریال خوندي نه و او محدودیتونه ورځ تر بلې ډېرېدل زه او زما کورنۍ اړ شوه، چې د شته تهدېدونو له امله افغانستان پرېږدو او کډوالۍ ته مخه کړو. ځکه ورځ تربلې پر ښځو او ځانګړي ډول په رسنیو کې محدودیتونه زیاتېدل.

په رسنيو کې د ښځو دکار د کمرنګه کېدو لاملونه

د افغانستان په هلمند ولايت کې د يو شمير خصوصي رسنيو مسولين اقتصادي ستونزې، محدودیتونه اود طالبانو له لوري خبریالانو د حقونو نقض هغه لاملونه بولي چې له کبله یې په رسنیو کې د ښځو ونډه کمه شوې ده.

انځور: ټولنیزې شبکې/  ښځينه خبریالانې د محدودیتونو تر سیوري لاندې

 د نوموړي په خبره، په رسنیو کې د ښځينه خبریالانو لپاره د اوسېدو ځانګړی ځای له نارینه همکارانو جلا د خپرونو سټډیو نور هغه شرطونه دي چې طالبانو پرې د رسنیو مسوولان مکلف کړي دي.

دی وايي:« د طالبانو د امر بالمعروف ریاست د رسنیو له مسوولینو غوښتنه کړې وه، چې هره ښځینه خبریاله باید د دندې پر مهال یو محرم ولري موږ دومره توان نه لرو چې د خبریالې ترڅنګ د هغې محرم ته هم ځانګړی معاش ورکړو.»

په ورته مهال د افغانستان د رسنيو ملاتړ سازمان(AMSO)  په یوه راپور کې ویلي، افغانستان کې نږدې ۷۰ سلنه ښځینه خبریالانې د خپل امنیت د ساتلو لپاره اړې دي چې خود سانسوري وکړي ځکه د هغوی په وینا ګواښونه، څارنه او انزوا د دوی د ورځني ژوند برخه ګرځېدلې ده.

 یاد سازمان په خپل راپور کې ویلي، چې د طالبانو له واکمنېدو راهیسې په افغانستان کې د رسنیو  په ځانګړي ډول د ښځینه خبریالانو پر وړاندې ځپنه او سانسور لا پسې زیات شوی.

د آمسو ویلي چې ، دا راپور له ۱۰۰ ښځينه خبریالانو سره د مرکو پر اساس چمتو شوی چې له مخې يې یوازې ۶.۹ سلنه خبریالانې په افغانستان کې په ښکاره کار کولای شي: «۹۲ سلنه ښځينه خبریالانې اړې شوې چې خپل کاري چاپېریا یا کاري سیسټم بدل کړي، دوی یا په پټه کار کوي، يا په مستعارو نومونو خپلې لیکنې خپروي یا هم له کوره خپل رسنيز فعالیت ته ادامه ورکوي.»

په رسنيو دښځو د نه شتون لاملونه

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو سره سم دې ډلې په ټولو برخو کې پر ښځو فعالیتونه محدود کړي دي.

د طالبانو د امرالمعروف نهي المنکر وزارت وزیر شيخ خالد حنفي په کندهار ولايت کې یوې غونډې ته د وینا پرمهال ویلي، چې د ښځې غږ اوريدل محرم ګڼل کیږي او په هيڅ صورت کې اسلام اجازه نه ده ورکړی چې يوه ښځه ده د پردي سړي سره خبرې وکړي.

هغه وويل:«که يو څوک لمونځ کوي او مخته  يي بل تيريده هغه لمونځ کوونکي دي ژر په لوړ غږ الله اکبر ووايي، خو که ښځه پر لمانځه ولاړه وه او مخته يي يو نامحرم کس تيريده ښځه د الله اکبر ويلو اجازه نه لري او خپل لاسونه دي وټکه وي.»

په همدې حال کې کندهار ولايت کې د طالبانو داطلاعاتو کلتور ريس انعام الله سمنګاني د رسنيو د استازو او خبريالانو د ملاتړ سازمانونو سره څه موده وړاندې په یوه ناسته کې ویلي و، چې دوی ځکه په سويلي حوزه کې په رسنيو کې د ښځو پر فعاليتونو محدوديتونه زيات کړي چې په دي حوزه کې د طالبانو مشر اوسيږي او هغه نه غواړي چې د نور افغانستان په څير دي په دي حوزه کې ښځې په هره برخه کې ازادي ولري.
نوموړي په رسنيو کې د ښځو پر کار کولو محدويتونه داسلام سره تړلي بللي وو.

په رسنيو کې د ښځينه کارکوونکو د نه شتون  اغيزي

په کندهار کې د سیمه ییزو رسنيو مسولين وايي په رسنيو کې دښځينه خبريالانو نه شتون او محدودیت یې پر رسنیز چاپېریال منفي تاثیرات کړي دي.

په دغه ولايت کې ديوي خصوصي رسنۍ مسول وايي، پر ښځينه خبریالانو د محدودیتونو له امله یې نږدي ۴۰ سلنه  پروژي له لاسه وتلي او ترڅنګ يي د ټولنې د ښځینه قشر غږ هم نيمکړی شوي دی.

هغه وایي افغان ښځينه خبريالانو په تېر کې په ګڼو رسنيو کې د پام وړ هڅې کړې او د ژوند پر بېلابېلو برخو لکه ټولنيزو، اقتصادي، سياسي، روغتیا او فرهنګي موضوعاتو يې په زړه پورې او هراړخيزې خپرونې چمتو او وړاندې کولې خو اوس دا خپرونې په ټپه درېدلي او ګڼ اورېدونکي یې هم له لاسه ورکړي دي.

انځور: اطلاعات روز/ په کندهار کې يو محلي ټلويزون سټډيو

نوموړی  اندېښنې په څرګندولو سره وایي، هغه سازمانونه چې په افغانستان کې د رسنيو ملاتړ کوي او رسنيو ته  پروژي ورکوي د ښځينه خبريالانو د نشتون له امله په سويلي حوزه کې خپلي پروژي نه  پلي کوي.

دی وايي:«په سويلي حوزه کې يوه اساسي مسله د نړيوالو سازمانونو لخوا څخه درسنيو مالي تمويل دی، خو چې کله  کومه پروژه اعلان ته وسپارل شي هغوي لومړی پوښتنه کوي وايي چې ښځينه  خبريالاني لری؟ کله چې موږ منفي ځواب ورکړو هغوی دلته  پروژي نه پلي کوي ترڅنګ يي زموږ ډيرې خپرونکي د ښځينه خبريالانو د نه شتتون له امله تړل شوي دي.»

په افغانستان کې پر ښځينه خبریالانو محدودیتونه داسې مهال ورځ تربلې مخ په زیاتېدو دي، چې له دې مخکې هم یو شمېر د رسنیو ملاتړي سازمانونو د افغان خبریالانو، په ځانګړي ډول د ښځینه خبریالانو، د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او طالبان یې د خبریالانو د حقونو او د بیان د ازادۍ په نقض تورن کړي وو.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته