د روسیې په پلازمېنه مسکو کې د یوه رستورانت په ورودي کې د یوې ښځې له ځان سره د بم چاودنې له امله درې کسان وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان دي.
ځايي پولیسو ویلي چې دا پېښه د شنبې شپې (د زمري ۱۰مه) د سیمهییز وخت له مخې شاوخوا د ماښام په ۸:۰۰ بجو د مسکو ښار په مرکز کې د کودرینسکایا مشهور میدان ته څېرمه د «بالزي روسي» رستورانت په ورودي کې رامنځته شوې ده.
رویټرز د مسکو د پولیسو د خبرپاڼې په حواله راپور ورکړی چې په دې چاودنه کې درې کسان وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان شوي دي.
د راپور له مخې، وروسته له هغه چې د رستورانت یوه امنیتي ساتونکي یوه ناپېژندلې ښځه د ننوتلو په دروازه کې ودروله، له هغې سره موجود بم وچاودېد.
په دې پېښه کې د بم لېږدوونکې ښځه، د رستورانت امنیتي ساتونکی او یو مشتری وژل شوي دي.
تر اوسه د بم لېږدوونکې ښځې هویت، رستورانت ته د بم د لېږد موخه او د دې پېښې تر شا د احتمالي شبکې په اړه معلومات نه دي څرګند شوي.
د روسیې «کومرسانت» ورځپاڼې د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې «دا بم د دې لپاره جوړ شوی و چې د رستورانت د اوړي په پرانیستې تراس کې ناست مېلمانه ووژني او یا یې معلول کړي.»
ورځپاڼې زیاته کړې چې بم «د بل کس له خوا له لرې واټنه» چاودول شوی او ښايي هغه ښځه چې بم یې لېږداوه، نه پوهېده چې له ځان سره چاودېدونکی وسیله لري.
د روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړې له پیل راهیسې، مسکو وخت ناوخت د لاسي جوړو بمونو د چاودنو شاهد پاتې شوی دی. لږ تر لږه په څلورو پېښو کې په موټرو او برېښنايي سکوټرونو کې ځای پر ځای شوي بمونه د روسیې پوځي چارواکي په نښه کړي دي
