د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو تر راتګ وروسته يوه پاڼه واوښته او د خلکو ژوند بدل شو. د نظام له بدلون سره – سره د ټولنې ډېرې برخې هم له دې بدلون څخه خوندي پاتې نه شوې. د هيواد نيم نفوس چې ښځې دي عملا بېکاره شوې او کومې څانګې چې ښځو مخته بېولې د انساني ځواک له کمښت سره مخ دي. په روغتيايي برخه کې د ښځينه کارمندانو کمېدل يو له هغو بدلونونو څخه دي چې په تېر يوه نيم کال کې ليدل کېږي. يو شمير ډاکټرانو له اطلاعات روز سره په خبرو کې ويلي، چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په دې سکتور کې زيات بدلونونه راغلي دي.
د دندې له بايللو بيا تر جبري حذفونې
منيژه (مستعار) هغه ډاکټره ده چې څو مياشتې وړاندې يې د پروان په يوه روغتون کې کار کاوه. پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو او شرايطو له بدلون سره – سره دې او همکارانو يې چې په داسې حال کې کار ته دوام ورکړ چې په تېر حکومت کې يې هم د دوو مياشتو معاش نه و اخيستی او د طالبانو د حکومت پر مهال يې هم پنځه مياشتې له معاش پرته کار وکړ، تر دې چې پر ښځو بنديزونه زيات شول او دوی مجبورې شوې چې کار پرېږدي. د دې په وينا، له دې سره – سره په کاري چاپېريال کې له ښځو سره بد چلند زيات شوی و او نارينه او ښځينه همکارانو په يوه محيط کې د کار کولو اجازه نه درلوده او د طالبانو ډېر ټينګار د ښځو د حجاب پر موضوع و.
دا ښځينه ډاکټرانې د روغتون له کارمندانو سره د طالبانو چلند ته په اشارې کولو وايي چې طالبانو د روغتيايي پرسونل درناوی نه کاوه او له همدې کبله د ښځينه کارمندانو لپاره کاري فضا د زغم وړ نه وه. دا وايي: «طالبان او بنديزونه يې زيات و، توهين او سپکاوی يې کاوه. هيڅ ښځينه کارکوونکې له نسايي څانګې پرته نه شوای کولای چې په ازاد ډول کار وکړي. په ځلونو – ځلونو به د يونيفورم او حجاب له امله تهديدلې، په داسې حال کې چې هماغه سپينه چپن يې حجاب دی او بل حجاب ته اړتيا نه لري.»
منيژه وايي چې د روغتيايي څانګې ستونزې زياتې دي او په دې برخه کې د ښځو له خوا د کار نه کول به زياتې ستونزې را پيدا کړي. له يوه اړخه په ټولنه کې د دې قشر حضور کمېږي او له بله اړخه، په دې برخه کې خدمات هغسې نه وړاندې کېږي لکه چې بايد وای.
يوه ښځينه ډاکټره چې په پنجشير کې دنده کوي، په دې اړه وايي چې يو شمېر همکاران يې په ځانګړې توګه ډاکټرانې او نرسانې له کاره بېکاره شوې دي او همدې موضوع روغتيايي خدمات کم کړي دي. دا وايي که «د روغتيايي پرسونل کمښت په خپله د ناسمې او ناکافي درملنې لامل کېږي، ځکه د مراجعه کوونکو او ناروغانو شمېر زيات او ډاکټرانې کمې دي.»
مرسل مناتي د افغانستان د عامې روغتيا په وزارت کې تر دوو کلو زيات وخت د عامه تغذیې د برخې مسووله وه. دا د طالبانو تر راتلو دوې مياشتې وروسته له دندې وشړل شوه. د دې په وينا، د عامې روغتيا په وزارت کې د رهبرۍ له کچې لومړنۍ ښځه وه چې له دندې وشړل شوه او هغه هم يوازې له دې وجې چې ښځه ده. دا په افغانستان کې د ښځو حالت ته اشاره کوي او وايي چې د دې په شمول ټولې ښځې چې بېکاره شوې دي له زياتو ستونزو سره مخ شوې دي. ډېری ښځې په کور کې څوک نه لري چې کار وکړي.
دا وايي: «د کور لګښت زما پر غاړه و. کله چې بېکاره شوم عايد مې نه درلود، زما او د کورنۍ ستونزې مې ډېرې شوې. لکه څرنګه چې طالبان وايي چې نارينه دې کار وکړي او ښځې دې کور کيني، داسې سمه نه ده. پلار مې متقاعد شوی و او عايد مو نه درلود.» دا ټينګار کوي چې اکثره ښځو چې دندې درلودې د ژوند لګښتونه يې پر غاړه و. له همدې وجې هم په اقتصادي او هم په ټولنيز لحاظ په ټولنه کې د ښځو شتون لازمي دی. دا په افغانستان کې پراخېدونکي فقر او بېکارۍ ته اشاره کوي وايي چې د ټولنې په بېلابېلو برخو کې د ښځو کم شتون د ټولنې د فلجېدلو لامل کېږي او هيواد پر شا بيايي او نابودوي يې.
د متخصصو روغتياپالانو کمښت
په هيواد کې د روغتيايي خدماتو ډیری وړاندې کوونکې ښځې دي چې د ډاکټرې، نرسې او قابلې په توګه نورو ښځو ته خدمات وړاندې کوي. د طالبانو تر راتلو وروسته د روغتيايي خدماتو په وړاندې کولو کې بدلونونه راغلي دي. د افغانستان تر سقوط او د طالبانو تر راتګ وروسته يو شمېر ډاکټرانې کډوالې شوې دي او يو شمير يې د هغو بنديزونو له وجې دندې پرېيښې چې طالبانو لګولي دي. دې موضوع د روغتيايي خدماتو پر وړاندې کولو او هغو ته پر لاسرسي اغېز کړی دی.
يوه بله نسايي او ولادي ډاکټره چې په هرات کې فعاليت کوي، د روغتيايي خدماتو په وړاندې کولو کې د شته ستونزو په اړه وايي چې خدمات د پخوا په پرتله کم شوي دي. د دې په وينا، په کوم کلينيک کې چې دا کار کوي، هلته ښځينه کارمندانې کمې دي. په خاص ډول په شپني شيفټ کې چې پخوا يې کار پکې کاوه، اوس کمې دي. دا ډاکټره د دې مسئلې لامل د محرم نشتون يادوي. د دې په وينا، ښځې حق نه لري چې په شپني شيفټ کې له محرم پرته روغتون ته راشي او کار وکړي. په همدې دليل کلينيک ته ښځينه ناروغانې کمې راځي. دا د زېږون پر مهال د مړينې زياتې کچې ته اشاره کوي او وايي چې په سل زره زېږونو کې ۶۷۱ ښځې مړې کېږي.
د روغتيايي برخې د کارکوونکو استعفا روغتيايي خدماتو ته د لاسرسي مخنيوی کړی دی. دا ډاکټرانې چې د يو څه وخت لپاره له فعاليت څخه بېبرخې شوې دي، د خبرو په دوام وايي چې د ښځينه ډاکټرانو نشتون د مريضانو د مرګ لامل شوی دی. دا وايي: «تقريبا يو څو اونۍ وړاندې يې يوه ښځه له يوې ولسوالۍ روغتون ته راوړه چې د زېږون اخیري وخت يې و او فشار يې هم لوړ و. دا چې زموږ ښځينه ډاکټرانو استعفا ورکړې وه، نو کله چې ناروغه مرکز ته را ورسېده مړه شوه. د دې ښځې د مړ کېدلو لامل دا و چې زموږ ښځينه ډاکټرانو استعفا ورکړې وه ځکه چې طالبانو ورته شرايط ډېر سخت کړي و.»
دا بنديزونه دوه اړخيزې ستونزې را پيدا کوي هم د روغتيايي خدماتو د وړاندې کوونکوونکو او هم د روغتيايي خدماتو د تر لاسه کوونکو لپاره. خوشحال نبيزاده د عامه روغتيا متخصص پر ښځو او په ټولنه کې د هغوی پر کار لګېدلو بنديزونو ته په اشاره وايي چې ډېری ښځې نشي کولای چې يوازې سفر وکړي. له دې سره – سره، ښځې او نارينه بايد په جلا – جلا ځايونو کې کار وکړي. دا ټول بنديزونه د دې لامل شوي دي چې روغتيايي خدمات په سم ډول وړاندې نشي. له بله اړخه پر ښځو پراخ بنديزونه لګول شوي لکه ښځې نشي کولای چې له محرم پرته ډاکټر ته ولاړې شي يا هم يوازي په موټر کې سپرې شي، په دې توګه يې روغتيايي مرکزونو ته د هغوی لاسرسی کم کړی دی.
دا چې ښځې د امیندوارۍ، زېږون او شيدې ورکولو مرحلې تېروي نو د زيان لېدونکي قشر برخه دي او روغتيايي خدمات هم په دا ډول ترتيب شوي دي چې تر ډېره حده همدې زيان منونکو ته ورسېږي. دا وايي: «دا چې اوس ښځو دندې بايللې دي، د روغتيايي خدماتو پر وړاندې کولو يې اغېز کړی دی او هم روغتيايي خدماتو ته د ښځو لاسرسی کم شوی دی.»
دا خبرې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د افغانستان د بيا رغونې لپاره د امريکا څارونکې ادارې يا سيګار د بشر حقونو د څار د راپورونو پر اساس په يوه ټويټ کې ليکلي چې روغتيايي مرکزونو ته له محرم پرته د ښځو پر تګ بنديز په بې مخينې توګه روغتيايي خدماتو ته لاسرسی کم کړی دی.
طالبانو پر ښځو د بنديزونو په لګولو د هغوی لپاره ژوند سخت کړی دی. يو څو ورځې وړاندې په کندهار کې د طالبانو امر بالمعروف او نهی عن المنکر رياست امر کړی دی چې د روغتيايي برخې ښځينه کارکوونکې دې له محرم پرته دندې ته نه ځي. ويل کېږي چې د طالبانو دا فرمان به د دې لامل شي چې د روغتيايي برخې ډېری کارمندانې پر کور کېني.
تر دې وړاندې طالبانو په غير دولتي داخلي او بهرنيو بنسټونو کې د ښځو پر کار کولو بنديز لګولی دی. له ټولنيزو فعاليتونو څخه د ښځو د حذفولو په اړه د بې سرحده ډاکټرانو سازمان ويلي دي چې په افغانستان کې د هغوی ۵۱ سلنه کارمندانې ښځې دي او له دوی پرته کار کول شوني نه دي.
په بوديجه او د خدماتو د وړاندې کولو په ډول کې بدلون
د سره صليب د نړيوالې کميټې له ارقامو سره سم، په افغانستان کې ميليونونه کسان روغتيايي خدماتو ته لاسرسی نه لري. لامل يې دادی چې په افغانستان کې په زرګونو روغتيايي مرکزونه ځنډول شوي دي او يا هم کار نه کوي. د دې بنسټ په وينا، ناروغان اړ دي چې روغتيايي مرکزونو ته د لاسرسي لپاره اوږده لار ووهي.
ښاغلی نبيزاده په دې اړه وايي چې د افغانستان د سقوط په پېل کې ډېری بهرنيو موسېسو افغانستان پرېښود او دوه زره روغتيايي مرکزونه چې د روغتيايي خدماتو مرستندوی مرکزونه او يا اصلي مرکزونه و، وتړل شول. د ده په وينا، د دې موسېسو بندېدل د دې لامل شو چې بوج يې د هيواد پر روغتيايي سيسټم ولوېږي او خلک خدماتو ته له لاسرسي محروم شي.
د عامه روغتيا دا متخصص زياتوي چې د جمهوريت تر وخت وروسته روغتيا وزارت يوازې پر بوديجې د نظارت رول لري. د ده په وينا، بودیجه د ملګرو ملتونو له خوا تيارېږي او ډونران د دولت پر ځای خپلې مرستې ملګرو ملتونو ته ورکوي لکه «ډبليو، ايچ او» او يونيسف ته. دوی بيا دا بوديجه د روغتيايي خدماتو وړاندې کوونکو مرکزونو ته ورکوي چې همدې موضوع خدمات ځنډولي دي. د ښاغلي نبي زاده په باور، نظارتي رول پکې خاص ګټور نه دی.
دی پسې زياتوي چې د جمهوريت په وخت کې بودیجه د دریو کلونو لپاره وه او موسېسې ډاډه وې چې د دومره وخت لپاره بودیجه شته؛ خو اوس دا ډاډ نشته او هغوی ته د کم وخت لپاره بودیجه ورکول کېږي. همدا موضوع ګډوډي را پيدا کوي او موسېسې نشي کولای چې په ډاډه توګه خدمات وړاندې کړي.
د خلکو اقتصادي ستونزې او درملو ته نه لاسرسی
د طالبانو تر راتلو وروسته ډېری دندې ختمې شوې دي او نړيوالو بنسټونو او سازمانونو افغانستان پرېيښی دی. همدا مسله د زياتو اقتصادي ستونزو لامل شوې ده. ډاکټر نبيزاده روغتيايي خدماتو ته د لاسرسي د کمېدلو بل لامل اقتصادي ستونزې يادوي. د ده په وينا، ۵۰ سلنه روغتيايي خدمات د خصوصي څانګې له خوا وړاندې کېږي او د خلکو د اقتصادي وضعيت په خرابېدلو هغوی د لګښت پرې کولو وس نه لري او دا يوه بله وجه ده چې روغتيايي خدماتو ته د خلکو لاسرسی کموي.
پر افغانستان د طالبانو په واکمنېدلو، د نړيوالو بنسټونو او سازمانونو د کار په درېدلو او د افغانستان د پانګې په کنګل کېدلو فقر او بېکاري اوج ته رسيدلې ده. د دې حالت دوام مرستندوی بنسټونه اندېښمن کړي دي. تر دې وړاندې مرستندويو بنسټونو خبرداری ورکړی و چې د افغانستان ۹۷ سلنه وګړي د فقر تر کرښې لاندې دي او د افغانستان نيم وګړي له لوږې سره مخ دي او مرستې ته اړتيا لري. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي دفتر (اوچا) ويلي چې روان کال په افغانستان کې د اړو خلکو کچه ۲۸.۳ ميليون نفرو ته رسيدلې ده. همدا راز اوچا ويلي چې په تېر ميلادي کال کې ۶.۶ ميليونه خلکو غذايي ناامني تجربه کړې ده.
مهرداد چې د ډاکټرۍ له لارې هره ورځ له ګڼو مريضانو سره سروکار لري وايي چې ښايي ۹۵ سلنه خلک په اقتصادي لحاظ په بد حالت کې وي او اکثره ناروغان چې دې ته راځي د خپلو درملو لګښت نه شي ورکولای. اکثريت ناروغان چې دې ته راځي ناهيلي وي او وايي چې د ژوند له ستونزو د خلاصېدو په موخه يې غوښتل چې خپل ژوند ختم کړي. دوی وايي چې د ژوند لپاره هيله نه لري؛ پيسې نشته، ښځه او ماشومان يې ګرمې جامې نه لري او دوی د ژوند لګښتونه نشي پوره کولای. دا پسې وايي چې له ۳۰ څخه تر ۴۰ سلنه کورنيو سرپرستانې ښځې دي، هغوی په بهرنيو او داخلي موسېسو کې کار کاوه، يا هم په روغتيايي سکتور کې وې، يا هم په پوهنتون کې وې، يا يې هم نورې دندې درلودې خو اوس پر کور ناستې دي. د دې ځوانې ډاکټرې په وينا، څه چې ګورو هغه دادي چې هر څه د بربادۍ خوا ته روان دي.
په غير دولتي داخلي او بهرنيو موسېسو کې د ښځو پر کار د طالبانو وروستي بنديز په افغانستان کې د نړيوالو بشري مرستو د درېدلو وېره را پيدا کړې ده. ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې که ښځو ته د کار اجازه ورنه کړل شي، شونې ده چې له دې هيواد سره مرستې ودرېږي.
منيژه چې د ډاکټرۍ دنده يې پرېيښې او پر کور ناسته ده، د افغانستان د زرګونو وګړو په څېر له بېکارۍ او اقتصادي ستونزو کړېږي. مېړه يې چې د جمهوريت په وخت کې څارنوال و، د طالبانو تر راتلو وروسته يې دنده ختمه شوه او د قضا او څارنوالۍ په برخه کې د راغلو بدلونونو له وجې ونه توانيد چې بيرته خپلې دندې ته ولاړ شي. د دې په وينا، اوس يې مېړه لاسي سودا پلوري خو بيا هم د ژوند لګښتونه نه پوره کېږي.
مهرداد روغتيايي خدماتو ته د نه لاسرسي يو بل اغېزناک لامل د درملو ګرانېدل يادوي. د ده په وينا، په تېرو دوو کلونو کې درمل قيمته شوي دي؛ کوم درمل چې پخوا يوه ناروغ په لس افغانۍ اخيستل اوس يې په شل يا هم دېرش افغانۍ اخلي چې ډېری خلک یې د اخيستلو توان نه لري. دی د دې موضوع لامل له پاکستان، هند او ايران هيوادونو څخه د درملو کم واردات ښيي.
په ټولنه کې د ښځو د نشتون رواني اغېزې
ښځې هم د روغتيايي خدماتو وړاندې کوونکې دي او هم يې اکثريت روغتيايي خدمات تر لاسه کوي. د دوی پر کور کېنستل به د روغتيايي خدماتو وړاندې کول په جدي ډول زيانمن کړي او له بله اړخه رواني اغېزي لري. ښاغلی نبي زاده دا موضوع تاييدوي او وايي چې دا مسله کولای شي پر ښځو په رواني توګه منفي اغېز وکړي. کله چې ښځو ته په ټولنه کې په کمه سترګه کتل کېږي او د دويم جنس په توګه ورسره چلند کېږي، دا موضوع د دې لامل کېږي چې هغوی ځان کم وګڼي. ښځو ته دا په زړه کېږي چې تاسو له نارينهوو کښته ياست، استقلال نه لرئ او نارينه بايد د دوی په اړه پرېکړه وکړي. دا مسله پر ښځو ډېر رواني فشار راولي.
د طالبانو له خوا د ښځو پر ټولنيز فعاليت بنديز او له کاره يې شړلو ډېری ښځې له رواني فشارونو سره مخ کړې دي. د ښاغلي نبيزاده په وينا، کومو ښځو چې په کلونو زده کړې کړې دي، احساس يې کاوه چې په ټولنه کې ګټورې دي او ځان يې اغېزناک ګاڼه، له هغوی څخه د ټولنيز ژوند فرصت اخيستل شوی دی او د کور په څلوردېوالۍ کې بندې شوې دي. دی ټينګار کوي چې دا جدي مسله ده او د ښځو رواني حالت زيانمنوي، هغوی له خپګان او انزوا سره مخ کوي او په اوږد مهال کې پر ټولنه او کورنۍ منفي اغېز لري.
له کومو ښځو سره چې مو په دې راپور کې خبرې کړې دي پر کور تر ناستې وروسته له روحي ستونزو او کړاوونو رنځېږي. بېکارۍ، له ټولنې شړل کېدلو او هره ورځ زياتېدونکي اقتصادي ستونزو دوی له رواني پلوه تر فشار لاندې راوستلې دي. بېکارۍ، شته فقر او پر ښځو لګېدلو بنديزونو دوی له بد حالت سره مخ کړې دي.
مهرداد چې په خپله د روانپوهنې ډاکټر دی، پر همدې مسلې په ټينګار کولو سره وايي چې ده ته راتلونکي ډېری کسان له هيواده بهر ته د تلو ارمان لري او همدا د ستونزو د حل لار ګڼي. د ده په وينا، د کرونا پر مهال د خلکو روحي او رواني ستونزې زياتې وې او تر دې وروسته د هيواد سقوط او پېښ شوي بدلونونه د دې سبب شول چې د خلکو روحي او رواني ستونزې نورې هم زياتې شي. مهرداد په افغانستان کې پر روان حالت د تأسف څرګندونه کوي، وايي: «ای کاش! چې ډاکټر نه وای ځکه تر هر چا ډېر مې کار د خلکو له درد او کړاو سره دی او دا په رښتيا هم زورونکی حالت دی. زموږ مراجعين چې څومره کړېدلي دي، موږ هم همدومره کړېدلي يو.»