انځور: MARCUS YAM

د ښځو له زده کړو او کار سره د طالبانو مخالفت؛ ديني تعصب که د قبايلي پښتنو کلتور

لیکنه: نصر الله فرساد|ژباړه: شمشاد زلمی

په افغانستان کې پر زده کړه يوه نيمه پېړۍ اوړي. د دې يوه نيمې پېړۍ پر مهال په دې جغرافيه کې عصري زده کړې ماتې او ګوډې روانې دي. تل يې عامه هرکلی نه دی شوی او د افغانستان د سنتي ټولنو له ناخوښۍ سره مخ وې. ځينې وختونه د ديني علماوو په توګه چې د سنتي ټولنې واک به ورسره و، د موډرنو زده کړو په وړاندې ظلم شوی دی. د ديني علماوو په فتوا سره له کتاب او علم سره د جنګ بيرغ لوړ شوی دی. ډېری وختونو ديني علماوو د «وا اسلاما» په نارې سره د غير ديني علومو په اړه په ديني قضاوت سره غير منصفانه پرېکړې کړې دي او په کلونو کلونو يې دا چیغې وهلې دي چې خلکو اولادونه مو مکتب ته مه لېږئ کافران کېږي. د خلکو له لوري د عصري مکاتبو نه هرکلي روحانيونو ته پلمه په لاس ورکړې ده چې د غير ديني علومو د خپرېدو په وړاندې ودرېږي. د دې هيواد د تاريخ په ځينو برخو کې د زده کړې مخنيوی د مجاهدينو او طالبانو په څېر ډلو له خوا شوی او ځنډولې يې دي.

په افغانستان کې د موډرنو مکتبونو خلاصول او د عصري علم زده کړه په ځانګړې توګه د ښځې لپاره له وخته يوه لانجمنه مسله وه. نن چې کومه ډله واکمنه ده، د کلي توليد دی او له ښار او د ښځو له زده کړو او کار سره نااشنا دي.

طالبان په کومه انګېزه ښځې له زده کړو راګرځوي او د کوم ديني او قومي استدلال پر اساس يې د ټيکنالوژۍ او معلوماتو په زمانه کې د نيمې ټولنې په وړاندې د ښوونځي او پوهنتون دروازې تړلې دي. ايا د طالبانو له زده کړو او کار سره د ښځو ستونزه د اسلام له لارښوونو را پيدا شوې که د پښتني ټولنو له فرهنګه؟

په افغانستان کې د زده کړو تاريخي شاليد

د افغانستان د زده کړو په تاريخ کې مهم ګام د شاه امان الله خان له خوا واخيستل شو او د ظاهر شاه او ډيموکراټيکو حکومتونو پر مهال عصري زده کړې پراخې شوې او د ښوونځيو لپاره تر ټولو ښه وختونه په غير ديني نظامونو کې و. د مجاهدينو د حکومت تر راتلو او د طالبانو د لومړۍ دورې تر حکومت وروسته، زده کړې پاتې شوې او پر زده کړو دې ظلم د کرزي د حکومت تر وخته دوام وکړ. په دې توګه د افغانستان سنتي او ديني ټولنې ته د علم وژنه او مکتب سوځونه ور اضافه شول.

«کله چې په لومړي ځل د عصري زده کړو ښوونځي پرانيستل شول او د امان الله خان په مشرۍ د وخت د دولت له خوا د ښځو لپاره موډرنې زده کړې جبري اعلان شوې، يو شمېر ديني علماوو او د لويي جرګې مشرانو مخالفت وکړ.» (روزنامه ماندګار، ۱۳۹۸/۱۰)

د ملايانو دا مخالفت يوازې د ښځو تر جغرافيې پورې منحصر نه و او دې تياره فکر او علم ځپنې د نارينه وو لمن هم ونيوله او په بېلابېلو وختونو کې يې دوام وکړ. په افغانستان کې بېلابېلو کليوالو ټولنو د زده کړې او پوهاوي مخه ونيوله او د خلکو اولادونه يې د سواد له نعمت او ښيګڼې بې‌برخې کړل. ملايانو د اسلام په کارولو، د ديني هدايت په ادعاوو، د دين د فاع او د کفري زده کړو د مخنيوي او له کفره د خلکو د اولادونو د راګرزولو په اواز سره د عمومي زده کړو او د موډرنو علومو د ښوونځيو په وړاندې پراخ منفي تبليغات پيل کړل او ساده خلک يې را وپارول. په دې توګه خلکو حکومت ته رشوت ورکاوه چې اولادونه يې ښوونځيو ته ونه لېږي.

دا تبليغات د افغانستان په يو شمېر سيمو کې دومره پراخ و چې په پايله کې يې ښوونکي ووژل شول او د ښوونځيو دروازې وتړل شوې. په ۲۰۰۱ کې د طالبانو د لومړۍ دورې تر پای ته سېدو او د امريکا له راتګ سره، عصري علوم بيا را ژوندي شول، موډرنې زده کړې يو ځل بيا پيل شوې او د نړيوالې ټولنې او امريکا په مالي ملاتړ پراخې شوې. دا ځل ښوونځي ته تګ او موډرنې زده کړې د افغانستان د ډېری ټولنو له خوا استقبال شوې، په ځانګړې توګه د هزاره ټولنې له لوري چې هيڅکله هم د افغانستان د نورو ټولنو په څېرو له انساني او علمي حقونو برخمن نه و، له دې تاريخي فرصته يې ګټه واخيسته. دې فرصت په هزاره ټولنه کې زدکړييز انقلاب راووست او په زياته کچه خلک د علم په زده کړه پسې راووتل. خپل اولادونه يې له جنسيتي توپیر پرته هڅول چې ښوونځي ته ولاړ شي.

دا يوه سخته جټکه وه. کومو ملايانو چې په کلونو ټولنه د علم او زده کړې په وړاندې مقاومت کولو ته هڅوله، نور په ټولنه کې څوک نه و چې د ښوونځي پر ضد يې خبرې ته غوږ ونيسي او په حقیقت کې يې د نننيو زده کړو د حقيقت په وړاندې سر ټيټ کړ. دې ملايانو نه يوازې دا چې خپل اولادونه په ښوونځي کې شامل کړل بلکې په خپله هم يې هم د دې علم په زده کولو پيل وکړ.

د موډرونو علومو پيل د سنتي ټولنې له خوا په رسميت وپېژندل شو او خلکو د علم او ښوونځي په وړاندې له منفي قضاوتونو را وګرځېدل. يوازې د پښتنو سنتي ټولنه د موډرن علم نوي فصل ته تسليمه نه شوه او هره ورځ يې د معلم وژنې او ښوونځي سوځونې کار ته دوام ورکړ. په افغانستان کې د ډيموکراسۍ او د نړيوالې ټولنې له شل کلن حضور سره – سره نن هم د نوي نظام منلو ته تيار نه دي او هر ډول انساني حقوق له ديني افکارو دباندې ګڼي او د ښځو زده کړې او کار په رسميت نه پېژني.

له زده کړې او ښوونځي سره دې مقاومت يوازې د پښتني ټولنو په جغرافيه کې دوام کړی دی. د پښتني قبايلو د سنتي ټولنو عمومي افکار د هغو کليوالو ملايانو په لاس کې دي چې د ښځو لوړې زده کړې او له کوره دباندې کار کول يې ټولنيزه بدي بولي. په ځينو سيمو کې د ښوونځيو سوځول يوازې د طالبانو کار نه و، له جمعي امکاناتو او بنيادي ارزښتونو د يادې ټولنې نه دفاع د مکتب سوځولو او ويجاړولو ته لار ورکړې وه/ده. د پښتنو سنتي ټولنې په عملي توګه د طالباني ايډيالوژۍ په وړاندې د چوپتيا له لارې طالبان يو ځل بيا بريالي کړل او د افغانيت او اسلاميت سختدريځې پيروۍ چې پر پښتونولي او د يوه قوم پر مصحلت ولاړه ده، د طالبانو له بيا واکمنېدلو سره مرسته کړې ده. د افغانيت او اسلاميت ايډيولوژي د پښتنو اقتدار او عزت ګڼل کېږي چې د دې قوم ډيموکراټ او طالب يې د واک ساتنې لپاره په لوړ قيمت توافق پرې لري. د دې ايډيولوژۍ پر اساس، طالبانو نن د پښتونولۍ عزت پر ځای کړی دی.

په داسې حال کې چې اوس مهال طالبان هر جنايت کوي، هغه ته ديني رنګ ورکوي. طالبان د هر حکم په ورکړې سره د هغه لپاره ديني دلايل را پيدا کوي او بيا – بيا يې ويلي دي چې د خدای او رسول د قانون پلي کولو لپاره مبارزه کوي. د اسلام دين د طالبانو اصلي ملاتړی دليل و او د افغانستان سنتي ټولنې په ځانګړې توګه پښتني ټولنې طالبانو ته د اسلام د استازو په توګه ميدان خوشي کړی او د طالبانو لپاره د لار پرانيستونکو په توګه عمل کوي. د دا ډول تفکر پراختيا پر شاتګ او تاوتريخوالی دی. لکه څرنګه چې طالبان د دين په وسيله د ښځو د کار او زده کړو خنډ ګرځي. له دې سره – سره، له طالبانو يوازې د اسلام په اخيستلو سره شونې ده چې دا ډول ډېری ستونزې او تاوتريخوالی چې د سولې او د افغانستان د پرمختګ خنډ دي، حل کېږي.

د طالبانو ټولنپېژندنه

د افغانستان ډېری ټولنې کليوالي او سنتي دي. که د ټولنپوهنې له اړخه طالبانو ته وګورو، دا ډله له لومړيو بشري ټولنو څخه ګڼلای شو چې له کليوالي ټولنيز جوړښت څخه را پيدا شوې. طالبان د پخوانيو او زړو جوړښتونو پيروي کوي چې د بشر د لومړيو زده کړو تاثير پکې دی او د داسې کليوال ملا له فکر څخه اغېزمن دي چې د نوي نظام د هضمولو توان نه لری. کومه ډله چې د ښځو له زده کړې او کار سره مخالفه وي، هغه له ننني فرهنګ او انساني ژوند سره ستونزه لري. دا ډله ولسي مشروعيت نه لري بلکې خپل مشروعيت يې له دين څخه اخيستی دی. دا مشروعيت پر خوښه رضا نه بلکې پر زور او جبر ولاړ دی.

«ابن خلدون په منځنيو پېړيو کې د شمالي افريقا د عربي ټولنو د مشاهدو له مخې دوه ډوله ټولنې فرض کوي. يوه مالداره ګرځنده ټولنه چې قوي ټولنيز انسجام لري او ښاري ټولنه چې ټولنيزه همغږي يې يو څه کمه ده. دی وايي چې هغه مالداره (څاروي پالونکې) ټولنه پر ښاري ټولنې غالبېږي او د دې ټولنې په برياليتوب سره نوی دولت را منځته کېږي.» (فرهنگ علوم اجتماعی قرن بیستم، ۱۳۹۲)

له زده کړو او د ښځو له کار سره د طالبانو د مخالفت دليل

د طالبانو په فکر کې علم پر دوو برخو وېشل شوی دی: ګټور علم او ناګټور علم (ديني علوم او کفري علوم). د ګټور علم يا هم ديني علومو زده کړه پر هر چا واجب ده د رياضي، فزيک، کېميا، هندسې او نور علوم کفري يا هم ګټور نه دي چې ملت ته چندان ګټه نه لري په ځانګړې توګه ښځو ته. دا چې طالبان د ښځو له کار او زده کړو سره مخالف دي، د دې تړاو د دوی له کم نړۍ ليد، ديني فکر او سختدريځي ديني تعبير سره دی له دين يوه سخت روايت ژوند نور هم ستونزمن کړی دی. طالبان د يوې قبايلي ټولنې زېږنده دي او د اسلام د لومړي دور له فکرونو څخه د الګو بې فکره اخيستنو د دې سياسي او قومي نظام د ودې لامل شوی دی.

سنتي پښتني ټولنه او له هويتي، فرهنګي او ديني تعصبونو څخه يې توند او افراطي ملاتړ په سيمه کې د طالب او افراطيت د پالنې بستر و. طالباني ايډيولوژي هيڅ وخت نشي کولای چې موډرن ارزښتونه هضم کړي او ټولنيزې ازادۍ د نننۍ نړۍ په سبک ومني، په ځانګړې توګه د ښځو کار او زده کړې د خپلو ديني ارزښتونو او خپلو ديني اوامرو خلاف بولي.

د پښتنو په قبايلي فرهنګ کې د واک د ساتنې تر څنګ سرې کرښې دي او د ښځې درناوی دادی چې په څلوردېوالۍ کې دننه پاتې شي. د ښځو دنده د کور چارې، اولاد زېږول او لويول دي.

طالبان يوازې د ښځو لپاره د قرآن لوست او لمونځ زده کول بس بولي او د ښځو لپاره د غير ديني علومو پر زده کړه هيڅ ډول ټينګار نه کوي. د طالبانو لپاره له کوره د زده کړې او کار لپاره د ښځې راوتل د ښځې د حيثيت بې عزتي ده، د يني ارزښتونو مخالفت دی او له اخلاقي عرف او رسم څخه سرغړونه ده. طالبان چې د ښځو له زده کړې او کار کولو څخه کومه وېره لري، هغه په حقيقت کې له بدلون او د واک له لاسه ورکولو وېره ده. باخبره او زده کړې لرونکې ښځې څو ښځې لرونکي نارينه نه مني او نه غواړي چې د اولاد زېږونې ماشين وي.

د طالبانو په اند ښځې د فساد زیږنده دي. دا فکر په پښتنو کې کلکه ريښه لري. په پخواني دولت کې مې له پښتني ټولنې ځينې همکاران درلودل چې د ښځو د پياوړي کولو له هر ډول برنامې سره مخالف و او دا به يې غربي برنامه بلله. ټینګار به يې دا و چې لوېديځوال د بشري او ښځينه حقونو د دفاع په نوم د اسلامي او افغاني فرهنګ د له منځه وړلو هڅه کوي او له دې لارې غواړي چې فحاشي خپره کړي. زما همکارانو په دولتي ادارو کې د ښځو شتون فساد او فحشا بلله او په دولتي ارګانونو کې يې د شتون مخالف و او د ښځو په اړه يې له سپکاوي او نفرته ډک نظر درلود.

درې کاله وړاندې مې په خپل کار ځای (د برېښنايي پېژندپاڼو وېش) کې يوه همکار ته چې د افغانستان له ختيځ څخه و، پېژندپاڼه  ثبت کوله. کله چې نوبت د ده دوولس کلنې لور ته را ورسېد او د زده کړو انتخاب ته راغلم پوښتنه مې ترې وکړه چې د زده کړې سويه يې څه ده. ده وويل چې بې‌سواده انتخاب کړه. حيران شوم چې څرنګه ټول ښوونځي ته ځي او هغه له ښوونځي محرومه ده. بيا مې پوښتنه وکړه چې رښتيا هم ښوونځي ته نه ځي. ويې ويل چې نه، زموږ په ټولنه کې نجونې ښوونځي ته نه ځي.

د ډيموکراسۍ په شل کلن نظام کې بيا – بيا د افغانستان د عامې روغتيا د وزارت له خوا هغو هزاره نجونو ته چې له قابلګۍ او نرسينګ څخه فارغې وي او څو کلنه تجربه يې درلوده، د جنوب او ختيځ په پښتون مېشتو ښارونو کې په څو چنده معاش د کار کولو وړانديز وشو چې هلته خدمت وکړي. په دې سيمو کې د روغتيا په برخه کې انساني ځواک کم دی او خلک يې تل بيخي لومړنۍ مرستې تر لاسه کوي.

همدا يو کال وړاندې چې کله د «طالبانو د اسلامي امارت» تر بيرغ او حکومت لاندې په خوست او پکتيا ولايتونو کې زلزلې وشوې او په پايله کې يې په سلګونو انسانان مړه شول، د دې سيمې اوسېدونکو د ډېرو لومړنيو مرستو له نه شتونه شکايت کاوه. دا مهم پيغام د مرکزي حکومت نه پاملرنه او د معارف د وزيرانو فساد او په محرومو سيمو او لېرې پرتو جنوبي او ختيځو ولایتونو کې د مکتب سوځونې او خيالي مکتبونو د نه تعقيب پايله ده چې د جوماتونو د ملايانو ډلو د پښتني ټولنو د خلکو اولادونه را ګرځولي و/دي. همدا تېروتنه غني د خپل جمهوري رياست پر مهال هم وکړه. له لېرې پرتو ولايتونو سره چې کومې ژمنې شوې وې، په هغو کې يوازې مسجدونه جوړ شول. د ښوونځیو په پرتله د مسجدونو جوړولو ته ډېره پاملرنه وشوه چې د طالباني تفکر ودې ته يې لار پرانيسته او د علم او عصري ښوونځيو مخه يې ونيوله.

پايله

د پايلې په توګه ويلای شو چې د ښځو له زده کړې او کار سره د مخالفت الهام طالبانو له دينه اخيستی دی. طالبانو له يوې باخبره ټولنې وېرېږي چې د اګاه او باسواده ښځو په وسيله ژر جوړېږي. بې سواده او بې وزله ښځې د طالبانو د خونړۍ ایډیالوژۍ لپاره سون توکي برابروي. د طالبانو ډېری جنګيالي د بې سواده او محرومو ميندو زامن دي. باسواده ښځه د طالب د ايډيولوژۍ تر اغېز لاندې نه راځي او ناشونې ده چې اجازه دې ورکړي چې زوی يې طالبان استخدام کړي.

په اخر کې ويلای شو چې طالب په دې پوه شوی دی چې پر جاهلو خلکو حکومت کول اسانه او ارزانه دي، نسبت هغې ټولنې ته چې ښځې یې پوه او باسواده وي. له بې‌سواده ښځو ګټه اخيستل د اګاه ښځو په پرتله اسانه دي. د ښځو له زده کړې او کاره ويره د دې ډلې قومي ريښې کمزوري کوي چې پر جهل یې ټينګې کړې دي. دا بهير به تر هغو روان وي چې سنتي پښتني ټولنې له ديني او هويتي تعصب څخه د نورو قومونو په څېر راونه وځي او د کليوال ملا پر تفکر له سره غور ونه کړي.

سرچینې:

۱: انديشمند، اکرم، (۱۳۹۸/۶/۱۰) روزنامه ماندګار

۲: اوتويت، ويليام، باتامور، تام؛ (۱۳۹۲) فرهنګ علوم اجتماعی قرن بیستم، ژباړن: حسن چاوشيان، تهران: نشر نی، چاپ اول