د طالبانو تر حاکمیت لاندې د ښځې توب کړاو؛ هغه ژمنه چې پوره نه شوه

د خدای شکر يې ادا کوه چې تر څو ورځو وروسته يې د لور پر شونډو مسکا ده او احساس يې کاوه چې چلند يې سم شوی او يوه ښه ورځ يې پيل کړې ده. خو دا خوشالي دوامداره نه ده. زيات وخت نه تېرېږي چې د شريفې خندا د ټیليفون پر مخ د متن تر لوستلو وروسته ختمېږي او ساعتونه وخت اخلي. نږدې خپلوان يې د ټیليفون پر مخ متن لولي او خبرېږي چې دې نجلۍ د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت فرمان چې ښځې يې په  ۱۴۰۲ کال کې هم له زده کړو بندې کړي، لوستی دی.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت په خپل وروستي مکتوب کې خصوصي پوهنتونونو ته خبرداری ورکړی دی چې د ۱۴۰۲ په کانکور ازموينه کې دې ښځينه محصلينې نه نيسي. دا مکتوب د سلواغې پر اتمه ټولو خصوصي پوهنتونو ته لېږل شوی دی.

شريفه د کابل په طبي پوهنتون (ابو علی سینای بلخي پوهنتون) کې د عالي قابلګۍ څانګې د دويم کال محصله ده او عمر يې ۲۲ کاله دی. واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته دې د خپلې ځوانۍ جوش هېر کړی او په يوه چوپ انسان بدله شوې ده. دې نجلۍ له هر ډول اعتراض پرته ځان د طالبانو له تعريف کړو معيارونو (له سره تر پايه توره جامه) برابر کړی او په همدې ډول جامه کې به پوهنتون ته تله، تر څو دوی په خپله ژمنه وفا وکړي.

د پلار د نشتون نارغېدلي ټپونه

شريفه د باميانو د ورس ولسوالۍ له يوې بزګرې کورنۍ څخه ده. درې وروڼه او يوه خور لري. کله چې دا پنځه کلنه وه، پلار يې د کابل – باميان پر لويه لار د مرګ په دره (جلريز) کې په جګړه کې ژوبل شو. ټپ يې په يوه کال کې هم جوړ نشو او په ۱۳۸۸ کال  ومړ.

د پلار په مړينه سره يې د کورنۍ لپاره ژوند تر پخوا سخت شو. نوريه د پلار تر مرګ وروسته د کور مور او پلار شوه او ژمنه يې وکړه چې يو ځای به هم د پلار او هم د مور رول ادا کوي او خپل اولادونه به داسې را لويوي چې ټولنه پرې ووياړي. دا وايي: «کله چې مې مېړه مړ شو، ټول ماشومان مې کوچني و. تر ډېر فکر کولو وروسته په ښار کې پاتې شوم، تر څو مې اولادونه درس ووايي او زه به هم کم کم کار ورسره کوم.»

اتله مور

دې مور د خپلې کورنۍ د لګښتونو پوره کولو لپاره لومړی نانوايي خلاصه کړه. دې به د سهار له څلورو بجو بيا د مازيګر تر شپږو بجو د دود او اور په منځ کې ډوډۍ پخوله. يو سخت او خواري غوښتونکی کار و چې د وخت په تېرېدو خراب شو. د دې مور لپاره د تنور د اور کمېدل بد تر ژوند، خالي دسترخوان او تر ټولو بده دا چې اولادونه يې له ښوونځي پاتې کېدل و.

دې مور له فقر او سرګردانۍ سره دېر وخت مقابله وکړه او اخر بريالۍ شوه چې د يوه مکتب صفاکاري او اشپزي ونيسي. د ډوډۍ پخولو بر خلاف، مکتب ته د خلکو رجوع زياته وه او هره ورځ يې رونق پيدا کاوه چې په دې سره د دې مور هيلې هم ژوند ته پيدا کېدې. له دې سره – سره ثبات ته نه وه رسيدلې چې په افغانستان کې د کرونا خپرېدلو د دې کورنۍ دسترخوان خالي کړ او دوی يې ناهيلي کړل. تر دې چې اخر هم دې مور د ښځو په حمام کې د شپې او ورځې کار پيدا کړ. خو دې کار هم دوام ونه کړ او طالبانو د يوه فرمان په خپرولو سره ښځينه حمامونه وتړل او د دې کورنۍ له دسترخوانه يې ډوډۍ واخیسته.

ژمنه

له دې حالت سره – سره د دې کورنۍ هيڅ ماشوم زده کړې پرې نه ښودې بلکې ټول ممتاز زده کوونکي دي. دوی په دې باور و چې د درس په وسيله کولای شي خپلې سختۍ ختمې کړي او د خپلې مور لاسنیوی وکړي. له دوی څخه شريفې او خور يې هره ورځ غالۍ اوبدله او دشپې به يې درس وايه او ډېر وخت به په ګرمۍ، يخ او لوږې نه پوهېدله. شريفه وايي: «موږ ژمنه کړې وه چې ډاکټرانې کېږو به. په تېرو څلورو کلونو کې ډېری وخت په سړه کتابخانه کې پاتېدلو او درس به مو وايه او دشپې به مو هم کم خوراک کاوه، تر څو سبا په سخته ګرمي کې بيدې شو.»

شريفه په همدې هڅو له ښوونځي  فارغه شوه او تل به اول نومره وه. دا د ۱۴۰۰ کال د کانکور ازموينې له ۲۰۰ زره ګډونوالو څخه يوه وه او د کانکور په ازموينه کې يې ۳۰۲.۷ نومرې واخيستې. دې نومرو دا راضي نه کړه. د دې هدف د کانکور په ازموينه کې اول نومره کېدل او د طب معالجوي پوهنځۍ ته لار پيدا کول و.

دا وايي چې په ازموينه کې يې د اول نومره کېدلو مخنيوی شوی دی: «په ازموينه کې ټولې پوښتنې سمې وې. حتا د کانکور په دریو ښوونيزو مرکزونو کې مې هم معلومات وکړل چې ټول سم و. د نتيجو د اعلان په ورځ دې ته منتظره وم چې زما نوم به لومړی وي.»

هر کال په سلګونو زده کوونکي د کانکور په سخته ازموينه کې د اول نومره کېدلو لپاره سخت رقابت سره کوي تر څو وکولای شي چې د مالي مرستې له لاسته راوړلو سره – سره، په ښه ځای کې زده کړې وکړي او په راتلونکې کې ښه دنده ولري. د لوړو زده کړو د وزارت له پاليسۍ سره سم، د ټول هيواد په کچه لس لومړني کسان او د هر ولايت درې لومړني کسان له افغانستانه دباندې د زدکړييزو بورسونو وړ دي. کوم زده کوونکي چې په دې لړ کې شامل و، د هغوی ټول لګښت د زده کړې پر مهال د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت له خوا ورکول کېده. له دې سره – سره، په وروستيو کلونو کې د کانکور مخکښان د سياستوالو او پانګوالو له خوا هم تشويقېدل او مالي مرستې ورسره کېدلې. شريفې هم په همدې هيله څلور کاله د اول نومره توب لپاره درس ووايه خو د نتيجو د اعلان په ورځ نه یوازې دا چې اول نومره نه شوه، بلکې د خپلې خوښې وړ پوهنځۍ ته هم نه ولاړه.

دې او زياتو زده کوونکو چې د ۱۴۰۰ کال په کانکور ازموينه کې يې ګډون کړی و، اعتراض وکړ. تر ارزونې وروسته د ډېری زده کوونکو اعتراض سم ثابت شو خو د شريفې اعتراض سم ونه ګڼل شو ځکه د ازموينو ملي ادارې ويلي و چې هغه نومرې بيا ارزوي چې تر ۳۰۰ کمې دي او له همدې وجې د شريفې غوښتنه ونه منل شوه.

يادونه: په ۱۴۰۰ کال کې له کابل ولايت څخه د محمد اکبر خان د لېسې فارغه سلګۍ د موسی خان لور د کانکور اول نومره اعلان شوه چې ۳۵۲.۵۷۵ نومرې يې وړې وې.

شریفه د بامیان ولایت د یوې لویې کورنۍ دریمه لور ده. د پلار په نشتون کې یې کلونه کلونه هلې ځلې وکړې چې طب پوهنتون ته بریالۍ شي او ډاکټره شي، خو اوس پوهنتون ته د تلو اجازه نه لري. انځور: اطلاعات روز ته استول شوی

شريفه وايي: «زه او خور مې د ازموينو ملي ادارې ته ولاړو او له زيات شمېر اعتراض کوونکو سره يو ځای شوو. خو هلته مامورينو يوازې هغو ښځو ته د ننوتلو او د شکايت د بررسي کولو اجازه ورکوله چې په پښتو يې خبرې کولې. کله چې ما اعتراض وکړ چې ولې ماته اجازه نه راکوئ، زما نومره يې وکتله، مسخره يې کړم او ويې ويل چې ته په درجې پسې راغلې يې.»

په دې توګه دا محصله د ازموينو په ملي اداره کې د طالب مامورينو تر سپکوونکي چلند وروسته اړه شوه چې ۳۰۲ نومرې ومني. دې له خپل ځان او خور سره يو ځل بيا ژمنه وکړه چې په عالي قابلګۍ کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي او په همدې څانګه کې متخصصينې شي. دې له خپلې خور ژمنه واخيسته چې د ۱۴۰۱ کال په عمومي کانکور کې به اول نومره کېږي. خو سږ کال د ميزان مياشتې پر مهال په کاج ښوونيز مرکز کې ځانمرګي بريد دومره وخت ورنه کړ او مړه شوه. تر دې پېښي وروسته شريفه يو ځل بيا د خپلې خور له ټوک – ټوک بدن سره ژمنه وکړه چې ژمنه به يې پوره کوي. خو د دې ژمنې تر پوره کېدلو وړاندې، طالبانو د ښځو پر زده کړو بنديز ولګاوه.

پر ښځو د بنديزونو اغېز

شريفه وايي: «ولې بايد نجونې درس ونه وايي؟ ولې…» هغه پوښتنه چې يوازې طالب يې ځواب ورکولای شي. د دې محصلې لپاره ډاکټر کېدل يو خوږ خوب دی چې د دې د ژوند ترخه ورسره هېرېږي. خو طالبانو د روان کال د لیندۍ پر ۲۹ مه د ښځينه محصلينو په وړاندې د پوهنتونونو په تړلو سره دا خوب هم د نورو شيانو په څېر له دې واخيست. له دې اوس د طالبانو د فرمانونو او د ژوند د ترخو په منځ کې د يوې بې سرپرسته نجلۍ په توګه ځان ورک دی او اوس تسکين بخښونکي درمل خوري.

دا وايي: «کله چې را په ياد کېږي چې په څومره تکليفونو مې په ښوونځي کې درس ووايه او مور مې څومره تکليفونه وليدل، نو پر زړه مې اور بلېږي او احساس کوم چې د خنجر په وهلو زما د سر ماغزه راباسي.»

د دې محصلې مور چې لا يې هم د خپلې لور درد نه دی هير کړی، د طالبانو بنديزونو ته په اشاره وايي چې طالبانو له دې هر څه اخيستي دي. دا وايي: «اول يې مېړه راڅخه واخيست. وروسته يې لور را څخه واخيسته. پر همدې يې هم بسنه ونه کړه، فرمانونو يې زما له اولادونو هيلې هم اخيستې دي. د دې نجلۍ حالت ډېره انديښمنه کړې يم.»

له دې سره – سره دا وايي چې نارينه اولادونه يې هم د ژبې د زکړييزو مرکزونو د تړل کېدو له امله نه شي کولای چې ژبه زده کړي. دا وايي: «په کومو ښوونيزو مرکزونو کې چې دوی درس وايه، هلته نجونې هم وې، طالبانو هغه مرکزونه وتړل او د نجونو د شتون له وجې يې د مرکزونو مسوولين جريمه کړي دي. اوس ټول پر کور دي، نه کار شته او نه درس.»

نوريې په يوازې ځان د خپلو اولادونو د زده کړې لپاره ۱۴ کاله د ژوند له سختيو سره مبارزه کړې ده، خو اوس وړۍ شني. سره له دې چې دا سخت کار کوي، خو د ورځې يوازې يو کيلو وړۍ شنلای شي او په مقابل کې سل افغانۍ اخلي.

د دې مور ورځنی عايد شاوخوا ۳۰ افغانۍ کېږي. دا پيسې يوازې د هغو ناروغيو پر درملنه لګېږي چې د وړيو له شنلو را پيدا شوې دي. دا وايي: «دا وړۍ ډېرې خيرنې دي او کور ته نه وړل کېږي. دباندې يې خلاصوم او دباندې يې شنم. سترګو، بدن او پزې مې له دې سره – سره حساسيت پيدا کړی دی چې پټ کړي مې وي، خو ناچاره يم، کوم يې.»

دا خپلې لور ته په اشاره کولو سره وايي چې ټولې ستونزې مني، تر څو يې اولادونه سالم وي. دې حالت د پلار او لور تشه نوره هم د دې لپاره محسوسه کړې او ژوند هم بې رحمه شوی دی.

که څه هم د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د ښځو د زده کړو له ځنډولو وروسته ویلي و، چې د روغتیایي زده کړییز مرکزونه له دغه حکم څخه مستثنا دي، خو بیا هم د نجونو پرمخ د روغتیايي زده کړو ټول مرکزونه وتړل شول. انځور : خواله رسنۍ

شريفه اوس په کابل کې د علي‌آباد د تدريسي روغتون د رواني ډاکټرانو تر درملنې لاندې ده او درد وژونکي او د اعصابو دوا خوري. مور يې وايي: «لور مې دوې ضربې خوړلې دي. يوه لور يې په ځانمرګي بريد کې راڅخه واخيسته او دا يې په بنديزونو. د دې لور وضعيت مې ډېره اندېښمنه کوي.»

شريفه يوازينۍ نجلۍ نه ده چې د طالبانو بنديزونو له ژونده بې‌زاره کړې ده. هغه هيله چې په ماشومتوب کې تر پل اخيستلو وروسته يې د هغې لټه کړې او اوس يې رسېدلو ته يو ګام لار پاتې ده، دا وايي چې طالبانو له دې او ټولو نجونو د شرافتمندانه ژوند کولو حق اخيستی دی.

دا نجلۍ چې د هرات پوهنتون د عمومي طب د څلورم کاله محصله او ۲۴ کاله عمر لري، واک ته د طالبانو تر رسېدلو وروسته يې رواني روغتيا بايللې. دې حتا دوه ځله د ځانوژنې هڅه هم کړې ده. مور يې خوب راوستونکو او تسکين ورکوونکو درملو ته اشاره کوي او وايي چې دا د رويا درمل دي. مور يې وايي: «د هرات سقوط او بنديزونو پر دې ډېر اغېز کړی دی، شپه او ورځ په ژړا تېروي. کله چې پوهنتونونه وتړل شول، نور يې هم حالت خراب شو. دا اوس د ډاکټرانو تر درملنې لاندې له همدې ګوليو استفاده کوي.»

رويا د ښوونځي په دوولسو کلونو کې اول نومره وه او د پوهنتون پر مهال هم له ممتازو محصلينو څخه وه. دا غواړي چې يوه لايقه ډاکټره شي. له همدې وجې چې کوم وخت د مکتب په لسم ټولګي کې وه، له هغه وخته تر اوسه يې استراحت نه دی کړی. دا د درس ويلو پر ځای «د خپلو ارمانونو وير» کوي. نه يوازې رويا بلکې په ميليونونو نجونو واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته خپله رواني روغتيا بايللې ده او پر له پسې دوه کاله يې د هغو حقونو غوښتنه کړې چې طالبانو ترې اخيستي دي.

د هرات پوهنتون د طب پوهنځي د درېيم کاله محصله پريسا رحمتي يوه له هغو نجونو ده چې د طالبانو تر حاکميت لاندې ژوند کې په رواني اختلالاتو اخته شوې. رحمتي د هرات تر سقوط وړاندې د خپلې شپږ کسيزې کورنۍ ګټيالۍ وه او له کار سره – سره يې د ډاکټرۍ درسونه ويل. اوس پر کور ده. دا وايي چې بنديزونو له خپلو ټولو چارو را ګرزولې ده.

د دې په وينا، د طالبانو په حاکميت کې د ښځو ناوړه ژوند دا ځوروي. له همدې وجې يې د اعتياد موادو ته تمايل پيدا شوی دی. دا نجلۍ چې له خپګانه رنځېږي،  په ځلونو يې د ځانوژنې هڅه کړې ده. دا وايي: «له کوره نه شو وتلای. نن چې مې غوښتل ښار ته د سودا اخيستلو لپاره ولاړه شم، د هرات ښار پر لويه لار نيم ساعت ولاړه وم او هيڅ موټر چلوونکي سپره نه کړم او کور ته را وګرزېدم. ما خپل موټر درلود او د کورنۍ مالي ملاتړ مې کاوه. اوس په زندان کې يم او کورنۍ مې له سخته فقره کړېږي. ته راته ووايه چې د ځانوژنې فکر ونه کړم څه وکړم؟»

د دې نجلۍ په وينا، طالبان په هرات کې سختدريځي قوانين پلي کوي او هڅه کوي چې په اونۍ کې يوه ورځ وټاکي چې ښځې به پکې له کوره راوزي. دا زياتوي چې ښځې په هرات کې د موټر چلولو اجازه نه لري او که محرم ورسره نه وي، موټر چلوونکي يې لس متره هم نه وړي. دا وايي: «طالبانو هغه موټر چلوونکي وار په وار جريمه کړي دي چې ښځې يې سپرې کړې وې.»

دا ټينګار کوي چې اوس مهال ښځې په واقعي توګه په کورونو کې زندانيانې دي او پر ښځو فشار د دې رواني وضعيت هم اغېزمن کړی دی. دا نجلۍ وايي چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې ښځې توب يو لوی جرم دی. دا وايي: «له ښځې توب پرته بل هر څه ښه دي.»

پریسا رحمتي د معالجوي طب د دریم کال محصله ده. د هرات تر سقوط مخکې يې په يوه مرستندويه موسېسه کې کار کاوه، خو اوس وايي چې په خپل کور کې بندي دى. انځور: اطلاعات روز ته استول شوی

د نړۍ تر ټولو غمجن هيواد

د طالبانو د عامې روغتيا وزارت هم تاييدوي چې د نظام په بدلون سره ټولنيزې او اقتصادي ستونزې، اقليمي بدلونونه، اختلالات او رواني ناروغۍ زياتې شوې دي. د طالبانو د عامې روغتيا وزارت د رواني برخې مسوول ډاکټر وحيد وايي چې په ۲۰۲۱ کال کې ۲۳۲ زره او ۹۳۱ نفرو رواني خدمات تر لاسه کړي و او دا شميرې په ۲۰۲۲ کال کې دوه ميليونه او ۷۰۱ زره او ۴۶ نفرو ته رسيدلې دي چې يوازې د رواني ناروغيو ښودنه کوي.

ښاغلی وحيد وايي: «اوس مهال رواني خدمات له درملو او له درملو پرته په ټول هيواد کې کېږي. شاوخوا ۴۴۰ رواني ټولنيز مشاورين د هيواد په کچه په روغتيايي مرکزونو کې له درملو پرته خدمات وړاندې کوي. له دې سره – سره، په کابل کې يو کادري او تخصصي روغتون او د هيواد په څلورو زونونو کې څلور د رواني روغتيا واحدونه له درملو سره يو ځای او له درملو پرته خدمات وړاندې کوي.»

په داسې حال کې چې په افغانستان  کې د رواني درملنې لپاره ډاکټر ته تګ رواج نه دي، بلکې پېغور او شرم ګڼل کېږي. دا چلند د دې سبب شوی دی چې ډېری کسان خپلې رواني ناروغۍ او اختلات پټوي.

د تېر لمريز کال په زمري مياشت کې چې طالبان يو ځل بيا پر افغانستان واکمن شول، د هر عمر په خلکو کې د ځانوژنې کچه زياته شوې ده. تر دې چې هره ورځ تقريبا رسنۍ د يوې ځانوژنې خبر ورکوي.

د طالبانو د عامې روغتيا وزارت د رواني روغتيا آمريت وايي چې د رواني اختلافاتو د درملنې او وقايې لپاره يې په فرعي روغتيايي مرکزونو او حوزوي روغتونو کې روغتيايي کارکوونکي روزلي او ټاکلي دي. خو خلک د طالبانو بنديزونو او فرمانونو ته په اشارې سره وايي چې د ټولنې د خلکو رواني روغتيا هغه وخت ښه کېږي چې ټولنيز حالت ښه شي.

طالبانو په تېر يونيم کال کې ګڼ فرمانونه ورکړي دي. که څه هم اکثريت دې فرمانونو ښځې را ګرزولې دي، خو د ټولو خلکو پر ژوند يې اغېز کړی دی او په زرګونو کاري فرصتونه پکې له منځه تللي. اوس مهال په هيواد کې فقر او بې‌کاري څپې وهي او ناامني هم په افغانستان کې پر خپرېدو ده.

يو څه وخت وړاندې د «ګالوپ» په نوم امريکايي موسېسې هم په خپله نظرپوښتنه کې ويلي و چې د طالبانو تر راتلو وروسته د افغانستان د وګړو ځور اوج ته رسېدلی؛ خو وروستۍ ارزونې ښيي چې اوس د دې هيواد د وګړو ژوند تر بدتر هم ور خراب شوی دی.