انځور: استول شوی

د ښځو پر ليکه پوهنتون؛ د افغان ښځو د علمي محروميت کمولو لپاره یو ګام

تر ۵۳۰ ډېرې ورځې کېږي چې د افغانستان ښځې او نجونې له زده کړو بې برخې دي. طالبانو بيا ځل راتګ سره، لومړی منځني ښوونځي او لېسې او بيا پوهنتونونه او ښوونيز مرکزونه د افغان نجونو پر وړاندې وتړل.

مياشتې کېږي چې افغان نجونې زده کړو کولو ته سترګې پر لار دي؛ خو د نړيوالې ټولنې له فشار او بيا – بيا غوښتنو سره-سره طالبانو د نجونو په وړاندې د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازو پرانستو ته لېوالتيا نه ده ښودلې.

اوس مهال، د افغانستان په نوم هيواد د زرګونو دردوونکو کيسو لرونکی او د ښځو د ميليونونو هيلو هديره ده.

د ټولو ناهيليو او بنديزونو په منځ کې، د افغانستان د پوهنتونو د استادانو يوه ډله چې د طالبانو تر راتګ وروسته يې له خپلو دندو ځانونه ګوښه کړي، د ښځو لپاره د يوه پر ليکه يا انلاين پوهنتون جوړولو هڅې کوي، تر څو د انټرنيټ او مجازي فضا په مرسته د پوهنتون او حضوري زده کړو تشه ډکه کړي. د دې ډلې مشري یو ۳۵ کلن نارينه کوي چې د پروان ولايت د سالنګ ولسوالۍ اوسېدونکی دی.

عبد الفريد سالنګي چې د اقتصاد په څانګه کې ستر کارپوه دی، وايي چې د نجونو په وړاندې د پوهنتونو تر بنديدو وروسته ده او ځينو پخوانيو همکارانو يې هوډ وکړ چې د محدود شمېر ښځينه محصلينو لپاره يو پر ليکه پوهنتون جوړ کړي چې بېلابېلي څانګې ولري. ښاغلی سالنګ وايي چې تر دې پرېکړي وروسته يې پر خپله فيسبوکپاڼه له ښځينه محصلينو غوښتنه وکړه چې پر ليکه زده کړو ته تيارې شي او له هغو استادانو يې هم تدريس ته د چمتووالي غوښتنه وکړه چې استعفاوې يې ورکړې وې.

دی وايي: «ما اصلا دا باور نه درلود چې په افغانستان کې د زده کړو لېوال دومره زيات دي. کله چې مې پر خپله فيسبوکپاڼه د انلاين تدريس په اړه پوسټ وکړ، ډېر هرکلی يې وشو او ماته د محصلينو له خوا ګڼ پیغامونه راغلل.»

ښاغلی سالنګي او د پوهنتون ځينې پخواني استادان تر هغه وروسته د ښځو لپاره د انلاين پوهنتون تصميم نيسي چې د دوی د نظر پراخ هرکلی وشو. تر دې وروسته د «ښځو پر ليکه پوهنتون» د پوهنتون د همدې استادانو له خوا را منځته شو.

د ښځو پر لیکه پوهنتون تشکیلاتي چوکاټ.

د ښځو پر ليکه پوهنتون اوس مهال په کادري او اداري برخه کې ۷۵ تنه کارمندان لري. تر ۳۰ زيات د افغانستان د پوهنتونونو استادان دي او په مسلکي او اداري برخه کې تر ۴۰ زيات کارمندان دي.

عبد الفريد سالنګي د ښځو پر ليکه پوهنتون رييس د اطلاعات روز ورځپاڼې له خبريال سره په خبرو کې وويل چې د دې پوهنتون په ټولو استادانو کې يوازې څلور ښځې دي، د ده په وينا له زياتو هڅو سره – سره ونه توانېد چې د پوهنتون لپاره نورې ښځينه استادانې پیدا کړي.

دی وايي: «د دې لپاره چې ښځينه استادانې په پوهنتون کې تدريس کولو ته وهڅوو، د ښځينه استادانو د منلو معيار مو را ټيټ کړ. د استادانو د منل کېدو وروستی معيار د ماسټري لرل و، خو د ښځينه استادانو لپاره مو تر لیسانس کچې راښکته کړ. خو له دې سره – سره تر څلورو د زياتو ښځينه استادانو په جذبولو ونه توانېدو.»

دې پوهنتون چې شاوخوا يوه مياشت وړاندې (۱۴۰۱ جدی ۵) يې فعاليت پيل کړی دی، په لومړيو دوو اونيو کې ورته تر ۵۰۰ زياتو ښځينه محصلينو نومليکنه کړې ده. کومو محصلينو چې په دې پوهنتون کې د زده کړو په موخه نومليکنه کړې شمير يې زرو ته رسېږي او اوس مهال تر ۶۰۰ زيات محصلين په انلاين ټولګيو کې په زده کړه بوخت دي.

نسترن واحدي (مستعار) د «پوهنمل» علمي رتبې لرونکې ده او د طالبانو تر واکمنۍ وړاندې يې په کابل پوهنتون کې تدریس کاوه. دې چې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته يې ايران ته پناه وړې ده، په شپه او ورځ کې څلور ساعته ښځينه محصلينو ته درس ورکوي.

دې له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وويل چې پر ښځو د بې مخينې بنديزونو له امله له نړيوالو بنديزونو سره – سره، طالبانو نيم نفوس له خپلو اساسي حقونو بې برخې کړی دی. له همدې وجې، دا او همکاران يې د ښځو په پر ليکه پوهنتون کې راټول شوي چې له دې بې عدالتۍ سره مبارزه وکړي.

دا وايي: «د افغانستان د ښځو د حقونو تضمينولو لپاره د نړيوالې ټولنې هڅې ناکامې شوې دي. حتا ويلای شم چې پر شاتګ مو کړی دی. په افغانستان کې د ښځو ژوند له مرګ سره برابر دی. د ښځو په انلاين پوهنتون کې تدريس کول د طالبانو د بنديزونو په وړاندې درېدل دي، سره له دې چې دا کار زما او د کورنۍ امنيت ته مې ګواښ پيدا کوي خو زه نه پر شا کېږم.»

کومې ښځينه محصلينې چې د پوهنتونو تر تړل کېدو وروسته د ښځو پر ليکه پوهنتون کې زده کړې کوي، وايي چې د راتلونکې لپاره د دوی وروستۍ هيله په دې پوهنتون کې زده کړه کول دي.

ريحانه رستمي چې د افغانستان له جوزجان ولايت څخه ده او د ښځو په انلاين پوهنتون کې د اقتصاد پوهنځي محصله ده، له اطلاعات روز ورځپاڼې سره يې په خبرو کې وويل: «کله چې طالبانو د پوهنتونو دروازې وتړلې، احساس مې کاوه چې ژوند مې ختم شوی دی. طالبان د ښځو د زده کړو دښمنان دي، ځکه پوهېږي چې که ښځې زده کړې وکړي، نو ټولنې ته به زده کړې لرونکي اولادونه وړاندې کوي او په ټولنه کې د زده کړه لرونکو انسانانو شتون طالبانو ته زيان لري.»

اغلې رستمي چې اوس مهال د ښځو په انلاين پوهنتون کې د خپلو برباد شوو هيلو په لټه ده، وايي چې د دې انلاين پوهنتون شتون دوی ژوند او راتلونکې ته هيله مند کړي دي.

په داسې حال کې چې ښځينه محصلينې په دې انلاين درسي فضا کې تر يوه حده هيله مندې شوې دي؛ خو د دوی د زدکړو په لار کې ځينې خنډونه هم شته چې غواړي له منځه ولاړ شي.

ستونزې

د ښځينه انلاين پوهنتون ټول تشکيلات په رضاکارانه توګه کار کوي. د دې پوهنتون مسوولين وايي چې حتا تر اوسه يې د مالي فعاليتونو څانګه نه ده جوړه کړې. د دې پوهنتون د مسوولينو په وينا، د محصلينو انټرنيټي ستونزې تر ټولو بد خنډونه دي په درسي ټولګيو کې د نجونو د حاضرېدو په مخ کې خنډ ګرځي.

له دې نجونو يوه فريبا ده. دا د بلخ ولايت ده او د پوهنتونو تر تړل کېدو وروسته، د ښځو په انلاين پوهنتون کې په خپلو هيلو پسی ګرځي. دې د شته ستونزو په اړه اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل: «زه هڅه کوم چې په اکثرو درسي ټولګيو کې ګډون وکړم؛ خو د انټرنيټ د کم سرعت له وجې ځينې وختونه نشم کولای چې له ټولګي سره وصله شم. له بله اړخه، کورنۍ مې زما د انټرنيټ اخيستلو مالي وس نه لري او په دې موده کې مې له دوستانو قرض اخيستی، انټرنيټ مې فعاله کړی او درس ته حاضره شوې يم.»

بهار (مستعاره) چې د ښځينه انلاين پوهنتون د اقتصاد پوهنځي د درېيم کال محصله ده، په دې اړه له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خپلو خبرو کې وويل: «موږ له تدريسي اړخه هيڅ ستونزه نه لرو؛ خو د انټرنيټ له اړخه له زياتو ستونزو سره مخ يو. ډېرې زياتې نجونې ښه وړتيا لري خو د انټرنيټي ستونزو له وجې نشي کولای چې په زياتو درسي ساعتونو کې حاضرې شي چې دا د منلو وړ نه ده. موږ د نړيوالې ټولنې له بنسټونو غواړو چې د زموږ د انټرنيټي ستونزې د حل په برخه کې دي مرسته وکړي.»

بهار (مستعار) چې اوس مهال د ښځو پر لیکه پوهنتون کې پر زده کړو پوخته ده. انځور: اطلاعات روز ته استول شوی

د ښځينه انلاين پوهنتون مسوولين وايي چې د محصلينو د انټرنيټي ستونزې د حل کولو په موخه هڅې کوي؛ خو د دوی په وينا تر اوسه د کومې حللارې په موندلو نه دي بريالي شوي.

د دې انلاين پوهنتون موسېس وايي چې هڅه کوي پېژندل شويو او مالي توان لرونکو کسانو ته قناعت ورکړي چې د دې پوهنتون د محصلينو ملاتړ وکړي؛ خو د ده په وينا، دې هڅو تر اوسه کومه پايله نه ده ورکړې.

دا انلاين پوهنتون اوس مهال له ټولنيزو شبکو لکه واټس‌اپ، ايمو او ټيليګرام په استفادې تدريس کوي او ټاکل شوې ده چې په نېدې راتلونکې کې د زدکړييزو ټولګيو د معياري کولو په موخه يوه حللاره ومومي.