خوست کې د اقتصادي ستونزو له امله ماشومان شاقه کارونو ته مجبور شوي

د تېر جمهوري نظام له نسکورېدو وروسته په خوست ولایت کې د کورنیو د اقتصادي ستونزو له امله ماشومان درنو کارونو ته مجبور شوي او په دې وروستیو کې یې شمیر لوړ شوی دی.

خوست د هیواد له هغو ولایتونو ګڼل کیږي، چې د جګړو او اقتصادي مشکلاتو له امله د کم عمره ماشومانو اوږې یې د ښوونځي د بکسونو پر ځای د درنو کارونو په ترسره کولو مجبورې کړې دي.

د دغه ولایت اوسېدونکي وايي، اوس مهال زرګونه ماشومان په بېلابېلو برخو کې په شاقه کارونو بوخت دي او له همدې کبله ورڅخه زده کړې پاتې شوې دي.

د مرکز متون یو اوسېدونکي سردارولي اطلاعات روز ته وویل، چې د اقتصادي ستونزو ډېرېدل او په کېدونکو بشري مرستو کې نا انډولي د دې لامل شوې چې کورنۍ خپل ماشومان د پیسو ګتلو لپاره درنو کارونو ترسره کولو ته ولېږي.

خوست کې ماشومانو د فقر او غربت له کبله درنو کارونو ته مخه کړې ده. انځور: خواله رسنۍ

د نوموړي په خبره چې نه یوازې دغه ماشومانو له زده کړو بې برخې دي بلکې ځینې نور یې په ناسمو کړنو هم لاس پورې کوي.

هغه وايي: «دلته په خوست ښار کې مونږ وینو، چې زیات ماشومان په درنو کارونو بوخت دي، مثلا مستري توب، د خښتو وهل، د خاورې بارول یا له دوکاندارانو سره په ګودامونو کې د درنو توکو انتقال او داسې نور هغه چارې دي چې کوچني ماشومان د اقتصادي ستونزو له امله ورته مجبوره شوي دي.»

د خوست ښار اړوند فامیلو سیمې ۱۲ کلن میلاد چې په یوې هټۍ کې درانه کارونه ترسره کوي اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل، چې نوموړی په کور کې سرپرست نه لري او د کورنۍ له خوا مجبوره شوی تر څو د روزانه پیسو په ګټلو د خپل کور اړتیاوې پوره کړي.

هغه زیاته کړه چې له دې وړاندې یې په تېر نظام کې په یو ښوونځي کې زده کړې تر سره کولې چې اقتصادي ستونزو د ښوونځي پرېښودو ته اړ کړ او په پنځم ټولګي کې یې له خپلو ټولګیوالو سره مخه ښه وکړه.

نوموړي داسې وویل: «مونږ په کور کې ۸ کسان یو او نور څوک د ګټې نه لرم ځکه هر سهار دلته د اوړو او غوړیو خرڅولو دوکان ته راځم او کار کوم ماته دلته د ورځې ۱۵۰ افغانۍ راکوي او په دې پیسو خپل کور ته خوراکي مواد اخلم، ښوونځی مې پخوا ویل خو پنځم صنف کې مې پرېښود.»

بې سرپرسته ماشومان له زده کړو بې برخې شوي او هره ورځ کوڅو او بازارو کې پلاستیکونه ټولوي او یا هم یو ځای شاقه کارونه کوي.

په درنو کارونو بوخت یو بل ماشوم نیک محمد چې عمر یې تر ۱۳ کالو کم دی په خپل کلي کې له خپل تره سره خامې خښتې جوړوي او تر خرڅلاو وروسته پرې د خپلې کورنۍ اړتیاوې پوره کوي.

نوموړی اطلاعات روز ته وايي، چې په سیمه کې یې څو ځله مرستې وېشل شوي خو دوی ته نه دي ورکړل شوي.

نیک محمد وویل: «زه خامې خښتې وهم دا چې خرڅې کړم بیا کور ته پرې اوړه، غوړي او نور سامان اخلم، مرستې زمونږ په کلي کې له نورو خلکو سره شوي خو کله به یې چې ورته نومونه لیکل نو مونږ به د کلي مشر نه خبرولو او تر اوسه درې ځله له خلکو سره د خوراکي توکو او یا د نغدو پیسو مرستې شوي خو مونږ ته یو ځل هم نه دي رسېدلي.»

د خوست ولایت یو قومي مشر حاجي میر بادشاه تڼی بیا په دې اندېښمن دی او وايي، که له اړمنو خلکو سره د حکومت له لوري مرستې ترسره نشي نو له دې به زیات ماشومان درنو کارونو ته مجبوره شي.

هغه له ولایتي ادارې او  نړیوالو موسېساتو غوښتنه وکړه، چې په خپل ځان د بساینې لپاره دې اړمنو خلکو سره د کورنیو تولیداتو د اړینو موادو مرسته وکړي.

دوه ماشومان خپلې کورنۍ ته د ډوډۍ ګټلو په موخه خښتې وهي. انځور: خواله رسنۍ

تڼي په دې اړه وویل: «مونږ وینو چې په ښار کې له یوې ورځې بلې ته د هغو ماشومانو په شمېر کې زیاتوالی راځي چې شاقه کارونه ترسره کوي، خو دا د ګټي پر ځای تاوان لري ځکه هغوی له زده کړو بې برخې کیږي، زما په ولایتي ادارې او نړیوالو موسېساتو دا غږ دی چې اړمنو کورنیو سره دې دایمي همکاري وکړي.»

په همدې حال کې بیا د خوست ولایت لپاره د طالبانو ولایتي مسوولین درنو کارونو ته د ماشومانو شمېر  ډېرېدل نه مني او وايي، اوس مهال په دغه ولایت کې د بې سرپرسته او اړمنو ماشومانو شمېر د پام وړ راښکته شوی دی.

په دغه ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس شبیر احمد عثماني اطلاعات روز سره په خبرو کې زیاته کړه، چې اړمنو ماشونو ته ځانګړې شوې ادارې په روغتیا، پوهنې او نورو برخو کې پر وخت د نورې همکارۍ سربېره د هغوی لپاره د پوهنې برخه کې هم ځانګړې برنامې وړاندې کوي.

عثماني وايي: «په خوست ولایت کې د بې سرپرسته ماشومانو شمېر ډېر کم او حتا په نشت حساب دی، زمونږ خلک اکثره په بهرنیو هیوادونو کې کاروبار لري او ځینې کورنۍ چې سرپرستان یې په جګړو کې وژل شوي او یا هم هغه کونډې او ماشوم چې اړمن دي د هغوی لپاره اړونده ادارې په روغتیا او نورو برخو کې خپل خدمات پر وخت وړاندې کوي.»

د ماشومانو د ژغورنې ادارې د معلوماتو له مخې افغانستان کې له ۱۴ میلیونه ډېر ماشومان مرستو ته اړتیا لري، چې ځینې مرستې د ملګرو ملتونو اړونده ادارو له لوري ویشل کیږي خو ساړه ژمي ته په کتو د خلکو اړتیاوې نشي پوره کولی.