د افغان نجونو د تحصيلي بورسونو پر وړاندې خنډونه

په داسې حال کې چې په افغانستان کې نجونې له زده کړو محرومې دي، په نړيواله کچه د افغانستان د نجونو د زده کړې لپاره هڅې پېل شوې دي. په متحده ايالاتو، کاناډا، جرمني، رومانيا، ايټاليا، انګلستان، بنګلديش، پاکستان، ايران او نورو هيوادونو کې د پوهنتونونو له لوري د وړيا تحصيلي بورسونو ورکړه هغه څه دي چې تر اوسه شوي دي. دې هيوادونو په افغانستان کې د نجونو له زده کړو د ملاتړ په موخه تر اوسه ځانګړي تحصيلي بورسونه ورکړي دي. د (ښځو لپاره) د نړيوالې سولې بورسونو او د مونترال بانک د ښځينه مطالعاتو بورسونو د افغانستان د ښځينه محصلينو لپاره بېلابېلي مالي مرستې هم په پام کې نيولې دي.

که څه هم د دې اقداماتو او هڅو پراخ هرکلی شوی دی، خو د افغانستان نجونې ورته خوشبينه نه دي او دا پر زخمونو د مالګې دوړول ګڼي. دا نجونې وايي چې بورسونه له اوسنيو شرايطو سره برابر نه دي او د خوشالۍ څه نه لري.

د ژبې سند

ښځينه محصلينې وايي، چې ورکول شوي زدکړييز بورسونه عموميت نه لري او نشي کولای  چې زدکړييز محروميت رفع کړي. له دې سره – سره، د ژبو سند د بورسونو تر لاسه کولو لپاره تر څو افرادو محدود کړي او ان د هغو لپاره يې هم لاسته راوړل لانجمن کړي دي. دا محصلينې وايي چې د دې بورسونو اصلي شرط د «ټافل او آيلټس» سند درلودل دي چې ډېری نجونې يې نه لري.

ثريا چې د کابل تر سقوط وړاندې يې انګلش ژبه تدريسوله، وايي چې د حاکمې ډلې له ويرې، په تېر يوه نيم کال کې لګول شويو بنديزونو او فقر نجونې د ژبې له زده کړو را ګرځولې دي او هغوی د خپل نامعلوم راتلونکې په اضطراب کې هغه څه هم هېروي چې زده کړي يې دي. دا وايي: «واقعيت دادی چې ان په لويو ښارونو کې د يوه مناسب ښوونيز ځای پيدا کول او د درنو مصارفو ادا کول يې يو تريخ ارمان دی. نجونې په تېرو دوو کلونو کې نه دي توانېدلې چې ژبه زده کړي او سند تر لاسه کړي.»

په داسې حال کې چې طالبانو په کابل کې د ژبې د زده کړې ډېری مرکزونه د نارينه او ښځو د اختلاط له وجې تړلي دي. دې ډلې ان د ښځو لپاره د نړيوال بانک د زدکړييزو برنامو مخه هم نيولې ده.

تاييدوونکې مرجع

د دې بورسونو سخت شرايط يو لخ هغو دلایلو څخه دي چې محصلينې يې ډیرې اغيزمنې کړې دي. ډېری محصلينې ادعا کوي چې د دې بورسونو شرایط د لوېديځو هيوادونو د محصلينو په سطح دي.

وجيه د کابل د پولیتخنيک پوهنتون له انجينرۍ څانګې فارغه ده. دې نجلۍ چې د امريکا يوه پوهنتون ته يې غوښتنليک لېږلی، وايي: «هغه ټول شرايط مې پوره کړل چې تړاو يې له ما سره و، خو يو شرط دا و چې له پوهنتون څخه بايد يوه سرچينه ورته معرفي کړم چې ما تاييد کړي.»

دا محصله زياتوي چې په افغانستان کې د اوسېدونکي فرد په توګه په پوهنتون کې هيڅ استاد او محصل نه پېژني او له همدې وجې په شرايطو پوره ونه بلل شوه. دا محصله پوښتي چې څرنګه شونې ده چې له افغانستانه داوطلب خلک دي په لويو پوهنتونونو کې خلک وپېژني؟

يوې بلې محصلې د نړيوال بانک بورس ته غوښتنليک ورکړی دی، وايي چې په تېرو دوو کلونو کې د امنيتي ستونزو او نظام د بدلون له وجې د ښځو اکثريت فعاليتونه درېدلي دي او پر کور کېنستلې دي، خو له دې سره – سره دې بورسونو د ټولنيز فعاليت کول يو شرط بللی دی. دا وايي: «دا بورسونه د ټولنيز او رضاکارانه فعاليت سرټيفيکيټ/تاييدپاڼه غواړي. هغه څه چې شوني نه دي.»

د زدکړييزو اسنادو درلودل

د لوړو زده کړو او بهرنيو چارو وزارت له خوا څخه د تاييد شويو زدکړييزو سندونو درلودل د تحصيلي بورسونو يو بل شرط دی. محصلينې وايي چې د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت نجونو ته د زدکړييزو سندونو ورکول ځنډولي دي او د دې ډلې د بهرنيو چارو وزارت هم د نجونو سندونه نه تاييدوي.

نوريه نايل په يوه خصوصي پوهنتون کې د عالي قابلګۍ د څلورم کال محصله ده. دا وايي چې په افغانستان کې د بنديزونو او فقر له وجې نشي کولای زده کړې وکړي او له هيواده بهر د سند نه درلودلو له وجې زده کړې نشي کولای. دا وايي: «ډېره خپه يم. هر څومره هڅې چې مې وکړې چې خپل تحصيلي اسناد واخلم، خو د طالبانو د تازه امر له وجې ونه توانېدم.»

نوريه د زمري پر ۲۴مه د «آموزګار» راډيو لپاره روغتيايي خپرونه ډکوله چې د کابل د سقوط خبر يې واورېد او د دې رسنۍ د معارف وزارت د زدکړييزو مسوولينو په غوښتنه اړه شوه چې د تل لپاره خپل کار ځای پرېږدي. ډاکټره کېدل د دې نجلۍ د زړه يوازينۍ خوشالۍ وې، چې اوس ورسره نشته.

نورې محصلينې هم دې ورته کيسې لري.

پاسپورټ

د تحصيلي اسنادو تر څنګ، د سفر اسناد درلودل که څه هم په نړۍ کې تر ټولو بې اعتباره اسناد وي، خو د بورسونو الزامي غوښتنه  ده. دا هغه څه دي چې د افغانستان ډېری خلک يې د لاسته راوړلو هڅه کوي.

يوه محصله چې د ايټاليا هيواد بورس يې تر لاسه کړی دی، وايي چې د تحصيل د دوام لپاره يې ډېرې خوارۍ کښلې دي خو نه ده توانيدلې چې له بورسه ګټه واخلي. دا وايي: «د بورس د نومليکنې ويبپاڼې لومړی افغانانو ته اجازه ورکړې وه چې له پاسپورټ پرته غوښتنليک جمع کړئ او د پوهنتون له خوا تر منل کېدو وروسته خپل پاسپورټ له اسنادو سره ضميمه کړئ. ما دا بهير تعقيب کړ او تاييد مې تر لاسه کړ، خو پاسپورټ مې نه درلود او ومې نه شوای کولای چې بورس واخلم.»

په داسې حال کې چې د طالبانو د کورنيو چارو وزارت د پاسپورټ رياست په تېر يوه نيم کال کې څو ځله خپل فعاليت ځنډولی دی. دا رياست وروستی ځل د ميزان مياشتې پر ۱۶مه د غوښتونکو په وړاندې وتړل شو. د طالبانو د پاسپورټ رياست په اعلاميه کې ويل شوي دي چې «د پاسپورټ ورکولو بهير ‎په سيسټم کې د ځينو تخنيکي بدلونونو د راوستلو له وجې په ټول افغانستان کې ځنډول شوی دی او غوښتونکي دې تر راتلونکې خبرتيا دې ادارې ته مراجعه نه کوي.»

د دې اعلاميې څلور مياشتې کېږي او ظاهرا د پاسپورټ ورکول د عامو خلکو په وړاندې بند دي، خو په عملي توګه د زياتو پيسو په مقابل کې يې خلکو ته د ورکړې بهير روان دی.

سيمين هم له هغو محصلينو څخه ده چې بورس ته له تللو را ګرځول شوې، دا وايي چې کميشنکارانو له دې د پاسپورټ جوړولو لپاره د دوه زره ډالرو غوښتنه کړې وه او دا لګښت د دې کورنۍ نه شوای پوره کولای. دا وايي: «د تحصيل د دوام په لټه يم، خو دا چې د خوړلو ډوډۍ نه لرو، دا هيله ډېره پيکه ده.»

د مرستندويو بنسټونو د شمېرو له مخې اوس مهال په افغانستان کې ۹۸ سلنه خلک په څو بعديز فقر کې ښکېل دي.

د محرم نه درلودل

کومې محصلينې چې توانيدلې دي له ټولو خنډونو په بريالۍ توګه تېرې شي، د نارينه محرم نه درلودلو په ستونزه کې بندې پاتې شوې دي. دې ښځينه محصلينو د محرم نه درلودلو له کبله بورس هم له لاسه ورکړی دی. طالبان ښځينه محصلينو ته اجازه نه ورکوي چې له هيواده دباندې له محرم پرته زده کړې وکړي.

سوسن (مستعار) هغه محصله ده چې د ايټاليا هيواد بورس يې تر لاسه کړی و، خو د محرم نه درلودلو له وجې يې دا بورس له لاسه ووت. سوسن وايي: «ما يو څه وخت وړاندې يوه بورس ته غوښتنليک لېږلی و او ټول پړاوونه مې بشپړ کړي و. خو د محرم نه درلودلو له وجې ونه توانېدم چې له افغانستانه ووځم. د کورنۍ يوازينی نارينه مې پلار دی چې هغه هم د کار کولو لپاره ايران ته تللی دی.»

دا ښځينه محصله ادعا کوي چې کومې نجونې او ښځې يوازې له افغانستانه پاکستان ته تللې دي، تر څو له هغه هيواده نورو هيوادونو ته ولاړې شي، پر تورخم د طالبانو له ډېر بد چلند سره مخ کېږي.

د هرات ولايت اوسيدونکې زهرا حسيني وايي چې زياتې ستونزې يې وګاللې او د بنګلاديش هيواد سکالرشيپ يې تر لاسه کړ او د دې بورس ټول شرطونه يې پوره کړل، خو په اخر کې يې د محرم د نه درلودلو له وجې له ميدانه د سفر کولو اجازه نه درلوده. دا وايي: «ما څو مياشتې د دې بورس لپاره زحمت وکيښ، بې خوبۍ مې تېرې کړې، خو په وروستيو کې هم ونه توانېدم.»

دا ښځينه محصلانې وايي چې د بورسونو شرايط جنجالي دي او د انګلش ژبې سند، پاسپورټ، کاري او د رهبرۍ تجربه غواړي. دا هغه شرايط دي چې نجونې يې د لګېدلو بنديزونو له امله نشي پوره کولای. دوی له نړيوالې ټولنې غواړي چې د دې ستونزو د حل لپاره دې هڅې وکړي. د طالبانو تر واکمنېدو وروسته پر طالبانو بنديزونه زيات شوي دي او د نورو بنديزونو تر څنګ ښځې له زده کړو، کار کولو او له محرم پرته له سفر کولو منع شوې دي. په وروستي ځل د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت خصوصي پوهنتونونو ته امر وکړ چې د دې پوهنتونونو په کانکور ازموينه کې دې نجونو ته د نومليکنې اجازه نه ورکوي.