د طالبانو راتګ سره د چين او افغانستان د سوداګرۍ ارزونه او د افغانستان پر اقتصاد يې اغېز

حسين سخی‌زاده

چين د نړۍ په کچه دويم لوی اقتصادي ځواک دی او لومړنی اقتصادي ځواک دی چې له افغانستان سره ګډه پوله لري. له بله اړخه چين د افغانستان عمده سوداګريز شريک دی چې له ډېره وخته لوی – لوی سوداګريز مالونه د دواړو لورو تر منځ تبادله کېږي. د ۲۰۲۱ کال او په افغانستان کې د اسلامي جمهوري دولت تر سقوط وروسته، د هغو ګڼو بدلونونو بر خلاف چې له نورو هيوادونو سره د افغانستان په تجارتي او اقتصادي اړيکو کې راغلل، چين د پخوا په څېر سوداګريزې او اقتصادي اړيکې د طالبانو له حکومت سره وساتلې. که څه هم د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغانستان اصلي اقتصاد د نورو هيوادونو ډالري مرستې او په بهر کې د ميشتو وګړو مزدوري ده چې په نغدي شکل افغانستان ته لېږل کېږي، خو تر جمهوريت وروسته له افغانستان سره د چين د اقتصادي او سوداګريزو اړيکو پراختيا او ساتنې د افغانستان د اقتصاد پر وړو او لويو شاخصونو د پام وړ اغېز کړی دی.

د ۱۳۹۹ او ۱۴۰۰ کال کلني راپورونه، د نړيوال بانک او هغو نورو نړيوالو سازمانونو راپورونه چې د افغانستان د اقتصاد په اړه يې خپاره کړي دي، ښيي چې له چين سره د افغانستان اړيکې تر يوه حده خوندي ساتل شوې دي او حتا له افغانستان سره د دې هيواد د سوداګريزو او اقتصادي همکاريو کچه لوړه شوې ده. که څه هم د ۱۳۹۹ او ۱۴۰۰ کال کلني راپورونه د چين او د افغانستان د اسلامي جمهوريت تر منځ صادرات او واردات ښيي او د طالبانو د حاکميت يوازې نيم کال پکې ښودل شوی دی. لکه څرنګه چې ښکاره ده، د طالبانو د حکومت تر ټولو بارز کال ۱۴۰۱ دی چې تر اوسه يې د چين او افغانستان تر منځ د سوداګرۍ د ارزښت رسمي ارقام نه دي خپاره شوي. خو داسې واړه او لوی راپورونه شته چې ښيي د افغانستان او چين تر منځ سوداګريزې اړیکې زياتې شوي او د دواړو هيوادونو تر منځ د اقتصادي همکاريو سطحې لوړې شوې دي. په چين باندې د افغانستان زياتېدونکې اقتصادي تکيه د هيواد پر اقتصاد مثبتې او منفي اغېزې کړې دي چې يو څو بېلګي يې يادوو.

د سوداګريز انډول کسر

په چين کې د توليد ټولو ډولونو (کاري ځواک، پانګه، ځمکه او تشبثاتي وړتيا) ته لاسرسی دا هيواد د مصرفي تجارتي توکو په تر ټولو لوی صادرونکي بدل کړی دی. له بله اړخه، د چټک اقتصادي پرمختګ اړتياوو او د صاداراتو ډېرښت، دا هيواد په نړۍ کې د خامو موادو په تر ټولو لوی واردونکي ګرځولی دی. د دې په مقابل کې، د افغانستان د سياسي ننګونو زياتېدلو، نيمه پېړۍ د دې ستونزو دوام او په هيواد کې د توليدي عواملو نيمګړی موجوديت هغه عوامل دي چې افغانستان يې د هيواد په تر ټولو ضعيف اقتصاد او د نړۍ په تر ټولو لوی مصرفونکي هيواد بدل کړی دی. د سوداګريز انډول کسر يو اساسي معيار دی چې د هيوادونو اقتصاد او د مشخصو هيوادونو او يا ټولو هيوادونو تر منځ د وارداتو او صادراتو څرنګوالی ښيي.

افغانستان له چين سره په سوداګرۍ د سوداګريز انډول له شديد کسر سره مخ دی، لکه څرنګه چې معلومه ده د طالبانو تر راتلو او په افغانستان کې د ملي اقتصاد تر ديوالي کېدو وروسته، په دې هيواد کې داخلي توليدات په کلي توګه کم شوي دي. د افغانستان د داخلي توليداتو په کمېدلو سره د دې هيواد صادرات هم کم شوي دي چې په دې توګه د سوداګريز انډول کسر نور هم ژور شوی دی. له بله اړخه، په افغانستان کې د امريکا د متحد دولت تر ړنګېدلو وروسته چين له افغانستان سره د اقتصادي همکاريو د ژمنو تر نوم لاندې بيا – بيا ادعا کوي چې غواړي په دې هيواد کې پر معادنو پانګونه وکړي. خو تر اوسه يې په دې اړه عملي اقدام نه دی کړی، البته ښايي ندرتا يې د افغانستان پر کانونو عملي کار پيل کړی وي او تر يو څه وخت وروسته يې يو څه نيم – جوړ پرېيښي وي لکه د لوګر مس عينک پروژه.

پر همدې اساس، پايله دا اخيستلای شو چې چين په پر له پسې توګه هڅه کړې چې افغانستان ته د خپلو مصرفي توکو صادرات زيات کړي، خو له افغانستانه د وارداتو په زياتولو او د دې هيواد له اقتصاد سره په کومک کولو کې هيڅکله هم همکاري نه ده کړې. اوس چې يوه بې سواده او غير متخصصه کتله پر افغانستان واکمنه ده له چين سره د افغانستان سوداګريز بهير ښيي چې د صنايعو سکتور د چينايي توکو د موجوديت له وجې له ختمېدلو سره مخ دی او د کانونو سکتور هم په ټپه ولاړ دی. پر همدې اساس، په افغانستان کې د جمهوري نظام تر پاشل کېدو او د دې هيواد د اقتصاد تر ډيوالي کېدو وروسته، د افغانستان او چين تر منځ د سوداګرۍ د کچې ارزونه څرګندوي چې د چين په وړاندې د افغانستان د سوداګريز انډول کسر زيات شوی دی او د افغانستان پر کانونو د چين د اقتصادي پانګونو هم کوم خبر نشته.

د افغانستان د توکو نسبي ښه حالت ختمېدنه

نسبي ښه حالت دې ته ويل کېږي چې په يوه هيواد کې توليد شوي توکي د بل هيواد د توليد شويو توکو په مقابل کې له هره اړخه ښه نه وي، خو د دواړو هيوادونو تر منځ د سوداګريزو اړيکو له وجې بايد ضعيف هيواد هغه توکي توليد کړي چې د نورو ټولو توکو په پرتله لوړ ارزښت لري او مقابل هيواد په توليد کې له لاسبري سره – سره د هماغه شي له توليده لاس واخلي. د ضعيف هيواد له لوري د ياد توکي د توليد او د قوي هيواد له لوري يې د اخيستلو په صورت کې ويل کېږي چې ضعيف هيواد د دې توکي په توليد کې نسبي ښه والی لري. که څه هم د افغانستان توکي چې په وروستيو کلونو کې چين ته صادرېدل د هغو توکو په مقابل کې يې ارزښت کم و چې له چينه را واردېدل، خو په دې وروستيو کې چې په کرنيزو او صنعتي توليداتو کې کوم پرمختګونه شوي و له امله يې د افغانستان ځينو توکو د چين د توکو په وړاندې نسبي ښه والی موندلی و. د بېلګي په توګه د افغانستان تور جلغوزي او زعفران هغه دوه مهم توکي و چې چين سره له دې چې د توليدولو توان يې لري خو بيا يې هم له افغانستانه اخلي.

په دې توګه د چين له خوا د دې توکو اخيستل افغانستان ته نسبي ښه حالت ورکوي. خو واک ته طالبانو تر رسېدو او په افغانستان کې د عمده شاخصونو تر پاشل کېدو وروسته، د زعفرانو او تورو جلغوزیو توليد هم په کلي توګه زيانمن شوی او د توليد کچه يې د پخوا په پرتله زياته کمه شوې. د چينايي توکو په مقابل کې چې افغانستان د زعفرانو او تورو جلغوزیو په توليد سره کوم نسبي ښه حالت ته رسېدلی و، هغه جدي زيان دی چې د هيواد اقتصاد ته اوښتی دی او له دې را پېښ زيان د افغانستان کورنۍ په جدي ډول اغېزمنوي.

د صنايعو او داخلي توليداتو رکود

له چين سره د افريقايي هيوادونو د اقتصادي اړيکو پر اساس، د دې هيوادونو بازارونو ته د ارزانو چينايي توکو راوړل د دې هيوادونو د داخلي توليداتو د له منځه تلو سبب کېږي. دا وضعيت په افغانستان کې هم ځکه صدق کوي چې افغانستان هم په يو اړخيزه توګه په چين پسې تړلی دی. په افغانستان کې د سياسي نظام تر پاشل کېدو وروسته چې کوم شديد اقتصادي بحران را پيدا شوی دی، په افغانستان کې ټولې کورنۍ د خپل لګښت د کمولو هڅې کوي. پر همدې اساس، کومو خلکو چې پخوا د افغاني توليداتو د ترويج لپاره له هغو استفاده کوله، اوس د را منځته شوي اقتصادي بحران او چينايي مالونو د ډېروالي له امله له چينايي توليداتو استفاده کوي. له دې سره – سره چې په افغانستان کې کومې تصدۍ تازه پر پښو درېدلې وې، هغه هم ډېوالي شوې دي او له فعاليته يې لاس اخيستی دی. په دې اړه زياتې بيلګي شته چې کيسه کوي چې نشي کولای د افغانستان په بازارونو کې له شته چينايي توکو سره سيالي وکړي.

په پايله کې ويلای شو چې د جمهوريت د وخت په پرتله له چين سره د افغانستان اوسنۍ اقتصادي اړيکې نامناسبې دي او منفي اغېزې يې هم تر پخوا زياتې دي. لکه څرنګه چې څرګنده ده په افغانستان کې د داخلي توليداتو د کمښت له وجې د چين په مقابل کې د دې هيواد د اقتصادي انډول کسر زيات شوی او د ځينو شيانو په توليد کې چې يې کوم نسبي ښه والی پيدا کړی و، هغه يې هم له لاسه وتلی. له بله اړخه، د پاکستان له لارې د چينايي مالونو په راتلو او د اقتصادي بحران په زياتېدلو سره په افغانستان کې توليدي تصدۍ ختمې شوې دي او يا هم د ختمېدلو پر درشل ولاړې دي. بايد وويل شي چې د افغانستان پر اقتصاد له چين سره د افغانستان د سوداګرۍ مثبتې اغېزې تر منفي اغېزو ډېرې زياتې دي او ډېر ارزښت لري. د افغانستان او چين له سوداګرۍ څخه دا را پيدا شوې اغېزې په کلونو – کلونو موجودې وې او اوس هم شته دي. خو د دې مقالې له موضوع سره سم، د جمهوريت تر پاشل کېدو وروسته د افغانستان او چين تر منځ د تجارت کچې د افغانستان پر اقتصاد پورتنۍ اغېزې کړې دي.

سرچینې:

د (۱۳۹۹) کال احصائيه، د احصائيې مرکزي ويبپاڼه

د (۱۴۰۰) کال احصائيه، د احصائيې مرکزي ويبپاڼه

صديقي، فردين احمد (۱۳۹۹)، کسر بيلانس تجارت و تاثيرات آن بالای شاخص های اقتصاد ملی

  Agrawal, Anuradha, (2013), Impact  of account deficit on economic growth,  Agrah Deylabagh, Educational Institute.