انځور: UNICEF

د غيرت په شور کې خاموش غږ (۵)؛ له بشري حقونو محروم انسان

شمشاد زلمی

په هيواد کې د خلکو غربت په هر حال د درک وړ دی، له دې انکار نه شي کېدلای چې خلک ډېر غريب دي خو تر غربت وړاندې په دې اړه هم سوچ په کار دی چې خلک ولې غريب دي؟ ډېری وختونه جهالت له غربت سره تړاو لري. چيرته چې د خلکو د سواد او شعور کچه ټيټه وي، هلته غربت هم ښه زيات وي او خلک د خپل جهالت له وجې له ډېرو داسې لارو او طريقو استفاده نه کوي چې کولای شي د دوی غربت کم او يا ختم کړي. مګر زموږ په ټولنه کې خلکو د يو څه وخت لپاره د غربت د کمولو او يا هم د يو څه وخت ګزارې لپاره يوه لنډه لار موندلې ده.

که ډېر مجبور وي او که نه وي، لوڼې او خويندې خرڅوي او په ډېر وياړ په لويو مجلسونو کې د يوې ښځې د خرڅلاو پر سر چنې وهي چې فلاني خو پر خپله لور دومره ولور واخيست، زما لور تر چا کمه ده؟ او داسې نو ډېر پېښېږي چې په سيالۍ کې تر يوه – بل لوړ ولورونه ږدي او هر چا چې په لوړ قېمت لور يا خور خرڅه کړه بيا نو يو څه وخت لوړه شمله ګرځي او خلک هم پسې غږېږي چې ولا حاجي صيب خو سخت په مزو کې دی. ځينې حاجي صاحبان خو دومره په مزو کې وي چې په پنځوس او شپېته کلنۍ کې هم غواړي ځوانې نجونې وکړي. د همدې عمر يوه کس ځوانه نجلۍ وکړه، ښايي د ده خواهشات به دومره زيات نه و مګر دا هم يو نوم دی چې حاجي صيب په شپيته کلنۍ کې دويم يا هم درېيم واده وکړ او دی په همدې عمر کې د يو چا د ځان او مال مالک شي او بيا چې يې له خپل استحصالي طبيعت سره څرنګه استفاده کول غواړي، هغسې استفاده ترې کوي.

معلومه خبره ده چې کله د شلو کلونو شاوخوا نجلۍ يوه شپيته کلن سړي ته ودېږي، د هغې به څه حالت وي او هلته په هغه کور کې به يې څه ژوند وي، هغه مشهوره خبره ده وايي څه چې عيان دي د هغو بيان ته ضرورت نه شته. يوه ورځ داسې پېښېږي چې د دې سړي له خونې يو کيلو تارياک او يو څه نغدې پيسې ورکېږي. په دې لړ کې د ملامتۍ لومړۍ ګوته هم بيرته همدې نجلۍ ته نيول کېږي، چې دا شيان دې پټ کړي دي. تر ډيرو جنجالونو او د هغې تر سخت انکار وروسته هم دا خلک نه دي قانع شوي چې د نجلۍ پر خبره باور وکړي. اخر يې ورته شپيته کلن مېړه ګواښ کړی دی چې که تارياک او پيسې رانه وړي نو وبه يې وژني او په ډېر ښه حالت کې به يې طلاقه کړي.

نجلۍ که څه هم د کلي تعويذګر ټول راننګولي دي چې له دې ستونزې يې خلاصه کړي او د غله په موندنه کې يې لاسنيوی وکړي خو هغوی نه دي توانېدلي. له نجلۍ سره وروستی انتخاب دا پاتې شوی چې زهر يې را اخيستي او د کور د ټولو غړو په وړاندې يې د خپلې بې ګناهۍ د ثبوت په توګه پر غاړه اړولي او څښلي يې دي. د دوی د اسلاميت، افغانيت او پښتونولۍ په منځ کې يوه نجلۍ د خپلې بې ګناهۍ د ثبوت په توګه زهر پر خوله اړوي خو هيڅوک يې مخنیوی نه کوي، بلکې د يو کيلو تارياکو ارزښت تر يوې ښځې ورته زيات دی. نجلۍ زهر څښلي دي، روغتون ته پر لاره يې مېړه ته ويلي دي چې زه پر خپل مرګ هيڅ نه يم خپه، خو اندېښنه مې ماشوم زوی ته ده چې يتيم کېږي.

د دې ښځې مېړه به لا هم په دې ټولنه کې يو محترم نارينه وي او غواړي به چې د مشر په توګه د مرکې او جرګې په سر کې وي او د خبرو کولو حق ورکړل شي. که څه هم دا کس يو قاتل دی او يوه ښځه يې وژلې ده، مګر په اغلب ګومان به نه د دې ښځې خپلوان ورته ودرېږي چې ولې دې قتل کړی دی، نه به يې ورته خپله کورنۍ د ملامتۍ مخ ور واړوي او نه هم پر ټولنه حاکم ځواک د ښځو پر مړينه، ژوند او غميزو غوږ ګروي. د نجلۍ د کورنۍ لپاره به تر ټولو لوی دليل دا وي چې دا خو يې قسمت و، بس خدای ورته همدا ليکلي و. مګر پوښتنه داده چې که دې شپېته کلن کس ته تر ورکول کېدو وړاندې دې نجلۍ ته د مېړه د انتخاب حق ورکړل شوی وای، بيا به د دې نجلۍ خدای ليکلی قسمت څرنګه و؟ ايا بيا به هم دا يوه شپېته کلن کس ته ناسته وه او هغه به د يو کيلو تارياکو په بدل کې وژله؟ که موږ خپل جهالت، حماقت او ظلم د خدای په ليکلي قسمت توجيه کوو او له هغې ملامتۍ او مسووليت څخه ځان خلاصوو چې موږ ته راجع کېږي؟

زموږ د پښتني ټولنې په ډېری کورونو کې پلرونه يا هم مشران وروڼه ديکتاتوران دي او د نورو د شخصي ژوند فيصلې په خپله کوي. هغوی پکې ځکه د خبرو حق نه لري چې تر ده په عمر کې کشر دی او دي خو هم د کور مشر دی، ورسره د يوه مشر په توګه په ټولنه کې هم ښاغلی دی، نو که يې په وړاندې کشر د خپل حق او شخصي ژوند خبرې را پورته کوي او د ده واک ننګوي، دا يې د شان خلاف ده او په ټولنه کې يې ارزښت د دوه پيسو کېږي. همداسې يو پلار بيا په دې لټه و چې خپل زوی ته ارزانه ښځه وغواړي. ده بيا يوه داسې کورنۍ لټوله چې هغوی د ده د غوښتنو او نظر پر وړاندې په هيڅ ډول د درېدلو وړ نه وي او دی په همدې منځ کې نجلۍ په نه څه واخلي. هلک خو هسې هم د خبرو حق نه درلود، ورسره د ده ټوله هڅه دا وه چې ښځه ارزانه واخلي او په دې تلوسه کې يې زوی ته د هغه تر عمر مشره ښځه وغوښته. سره له دې چې د هغوی په عمر کې تفاوت و، خو هغوی خوښ و، ښځه سنجيده وه او د خپل مېړه زړه يې ساتلی و. مګر خسر ته يې د هغوی خوشاله جوړه ښه نه ورلګېده او په يو ډول نه يو ډول يې هڅه کوله چې ښځه استحصال کړي.

په ډېری کورونو کې د ښځې وهل هيڅ بده خبره نه ده، مېړه خو يې د دوی په اند بيخي د وهلو حق لري، ورسره لېور او خسر هم دا حق لري چې وريندار يا نږور ووهي. د دوی په کلتور کې د ښځې نه وهل پېغور دی، د ښځې وهل پېغور نه دی. ده هم دا غيرت وکړ او يوه ورځ يې دا ښځه داسې ووهله چې هغې خپل ماشوم سقط کړ. سره له دې چې دې کس قتل وکړ، خو هيڅوک ان هيڅوک يې په وړاندې ونه درېدل ان د ده ديکتاتورانه چلند له ماشومتوبه د ده په زوی کې هم دا جرأت وژلی و چې د پلار بدترينه کړنه وژنه نقد کړي او ورته ووايي چې تا خو زما اولاد راته وواژه. مګر نه، دلته د ښځې په نس کې د يوه انسان وژل دومره عادي دي، لکه په نوره نړۍ کې د امیندواره ښځې خيال ساتل.

دا ټولې پېښې د خلکو په منځ کې کېږي، د ټولنې ټول وګړي پرې خبرېږي خو پر خلاف يې غږ ډېر کمزوری دی بلکې اوس خو د حکومت په کچه ټولې پاليسۍ داسې دي چې د ښځې د ملاتړ هر غږ چوپوي. جالبه داده چې په خپله ټولنه کې د دغسې واقعيتونو ليدونکي او اورېدونکي د لوېديځ په اړه قضاوتونه کوي او وايي چې هغوی خو د ازادۍ په نوم له ښځو استحصالي استفاده کوي او د هغوی ژوند يې ورته خراب کړی دی مګر دا نه ويني چيرته چې يوه ښځه د يو کيلو تارياکو پر سر د ټولو خلکو پر وړاندې وژل کېږي، هلته ښځو ته کوم حق ورکړل شوی دی؟ هلته ښځه څه حق لري چې د خپل ژوند د ملګري په اړه د پرېکړې کولو اختيار او واک نه لري او ډېری وخت خو خبره نه وي چې يو چا ته ورکړل شوې او کوژدن شوې ده!

موږ د نورو په اړه تر هر ډول قضاوتونو وړاندې دې ته اړتيا لرو چې پر بشري ارزښتونو اعتراف وکړو او خپل ځان او ټولنه مو په دې قانع کړو چې ښځه د يوه ازاد بشر په حيث د نارينه په څېر حقونه لري او نارينه چې د يوه انسان په حيث له کومو بشري حقونو برخمن کېږي، هماغه حقونه د يوې ښځې هم دي او هيڅوک يې ترې نه شي اخيستلای.