انځور: Wikipedia‏

په بحرانونو کې ښکېل پاکستان کوم لور ته روان دی؟

و.پ

له ۱۹۷۱کال راهيسې پاکستان له تر ټولو جدي بحرانونو سره مخ دی، د سياست، اقتصاد، امنيت او انرژۍ په برخو کې را پيدا شويو او يا هم پراخو شويو ستونزو د پاکستان راتلونکی له ګڼو بې ځوابه پوښتنو سره مخ کړی دی. اوس مهال پاکستان د سیاست په ډګر کې په کور دننه په پراخه توګه وېشلی او له حکومتولۍ را واخله تر ټاکنو هر څه په يوه جنجال اوښتي دي، ورسره په ملکي حکومتولۍ کې د پوځ د مداخلې تورونو وضعيت نور هم کړکېچن کړی دی. له دې سره – سره پاکستان ته د تېر کال سيلابونو په پراخه کچه زيان اړولی دی او حکومت له خلکو سره د مرستې له کولو ناتوانه دی. په عين حال کې خرابېدونکی او ان ډوبېدونکی اقتصاد او زياتېدونکې ناامني خلک د خپل راتلونکي او هيواد په اړه اندېښمنوي. همدې ستونزو ته په پام له پاکستانه د پاکستانيانو د تېښتي او وتلو کچه د پخوا په پرتله ډېره زياته لوړه شوې او بشري کاري ځواک له دې هيواده په تېښته دی.

سياسي بې ثباتي او را روانې ټاکنې

د پاکستان او افغانستان د سیاسي چارو کارپوهه او ليکواله مديحه افضل بروکينګز انسټيټيوټ ته په خپله ليکلې شننه کې وايي، چې ۲۰۲۳ کال به هم د پاکستان لپاره په سياسي لحاظ يو جنجالي کال وي. تېر کال په اپريل مياشت کې د پاکستان پارلمان عمران خان ته د نه باور رايه ورکړه او نوموړی يې د لومړي وزير په حيث له دندې ګوښه کړ، پر ځای يې د ده سيال شهباز شريف لومړی وزير شو او د عمران پر خلاف د سياسي ګوندونو ايتلاف واک ته ورسېد. خو سياسي کشمکش پای ته ونه رسېد، عمران خان له ګڼو روايتونو سره بيرته د سياسي مخالفت ډګر ته را ښکته شو او ايتلافي حکومت يې د لسګونو زرو پلويانو په ګڼو لاريونونو سخت وننګاوه. د عمران خان لومړۍ غوښتنه دا وه چې ټولټاکنې دې تر خپل وخت را مخته کړل شي. د ټول هيواد په کچه ټاکنې به سږ کال په اکتوبر کې کېږي.

که څه هم د عمران پر خلاف حکومت او په پټه پوځ دواړو هڅې وکړې چې نوموړی له خپلې داعيې واړوي او يا يې هم په ځينو قانوني قضيو کې ښکېل کړي، خو بريالي نه شول او له دې سره – سره عمران خان وتوانېد چې د پاکستان د څلورو ايالتونو له حکومتونو څخه دوه پنجاب او خيبر پښتونخوا د ځان کړي. که څه هم په دې وروستيو کې د ده ګوند د دواړو ايالتونو له پارلمان او حکومتولۍ څخه استعفاوې کړې دي.

په پاکستان کې د عمران خان تر تلو وروسته د توکو بيې د پخوا په پرتله څو چنده لوړې شوې، اقتصادي بحران زيات شو او ورسره په ټول هيواد کې د ناامنۍ څپه هم مخ پر پراخېدو شوه. که څه هم په پاکستان کې واکمن د څو سياسي ګوندونو ګډ ايتلافي حکومت د دې هر څه پړه د عمران خان د وخت حکومت پر ناسمو پاليسيو ور اچوي، خو بالمقابل د عمران خان تر تلو وروسته د دې هر څه پېښېدلو له عمران خان سره د ده د ولسي ملاتړ په زياتېدلو کې مرسته کړې ده. نوموړی ايتلافي حکومت غل بولي او وايي چې زما په حکومت کې د شيانو بيې دومره لوړې نه وې، خو اوسني واکمن چې يوازې غلا ته ناست دي، ماليې زياتوي او وطن لوټي. د هيواد مخ خرابېدونکي اقتصادي حالت د نوموړي دا داعيه پياوړې کوي او ورسره د ده محبوبيت او ملاتړ زياتېږي.

سياسي کشمکش حل نه دی، د را روانو ټاکنو په را نږدې کېدلو سره به سياسي اړو – دوړ نور هم زياتېږي. د پاکستان په سياسي کشمکش کې يو مهم اړخ د پوځ مداخله ده. کله چې عمران خان وروستی ځل ټاکنې وګټلې، د همدې ادعا پر اساس يې پايلې جنجالي شوې او د عمران خان د حکومت پر خلاف سياسي ګوندونو ایتلاف وکړ او ويې ويل چې دا پايلې ځکه دوی ته د منلو وړ نه دي چې عمران خان ټاکنو نه بلکې پوځ راوستلی دی. که څه هم پوځ په سياسي چارو کې له لاسوهنې انکار کوي، خو د پاکستان په تېر تاريخ کې د پوځ له خوا څو کودتاوې او د سياسي واک نيول برعکس خبره کوي او ښيي چې پوځ په سياسي چارو کې د لاسوهنې لېوالتيا لري. په دې وروستيو کې پوځ د يوه خبري کانفرانس له لارې يو ځل بيا پر خپل بې پريتوب ټينګار وکړ مګر اوس که پوځ ځان باسي، سياسيون يې نه پرېږدي او بيرته يې سياست ته راکاږي. هر سياسي اړخ هڅه کوي چې د ټاکنو د ګټلو لپاره د پوځ ملاتړ او هوکړه له ځان سره ولري. اوس چې ټاکنې يو ځل بيا پر را نږدې کېدو دي، د پوځي ملاتړ تر لاسه کولو سيالي به يو ځل بيا ګرمېږي او په دې سره شونې ده چې د ټاکنو پايلې يو ځل بيا جنجالي شي او پاکستانی حکومت به يو ځل بيا د تېرو کلونو په څېر له سياسي بې ثباتۍ سره لاس او ګرېوان وي.

متزلزل اقتصادي حالت

د پاکستان اقتصاد له مياشتو راهيسې په بحراني حالت کې دی، د تېر کال د اوړي سيلابونو نور هم وضعيت خراب کړی دی. په پاکستان کې اقتصادي پاړسوب يا هم انفلېشن مخ پر زياتېدو دی، د پاکستانۍ روپۍ ارزښت د ډالر په وړاندې پرلپسې ارزښت بايلي او بل اړخ ته له پاکستان سره بهرني اسعار مخ پر کمېدو دي. د رويټرز خبري اژانس په وينا چې د دې مياشتې فبروري په سر کې د پاکستان د بهرنيو اسعارو په ذخيره کې يوازې ۳.۰۹ بيليونه ډالر و چې پاکستان يې د کم وخت لپاره په وارداتو کې استفاده کولای شي. هر څومره ژر چې دا بهرني اسعار کمېږي، همدومره ورسره د پاکستان د اقتصادي پاشلتيا شونتيا زياتېږي.

ليکواله او شنانده مديحه افضل کاږي چې په پاکستان کې هر څو کاله بعد اقتصادي بحران راځي چې تر ډېره حده د يوه داسې اقتصاد زېږنده دی چې مصرف يې زيات دی او تکيه يې پر پور ده. هر راتلونکی بحران د تېر هغه په پرتله بدتر وي، پور ورسره زياتېږي  او بيرته اداينه يې ځنډېږي. سږ کال سياسي بې ثباتۍ او سيلابونو دا بحران نور هم شديد کړ. همدا راز اوسنی بحران د بهرنيو عواملو له وجې هم خونړی شوی دی، په نړيواله کچه د روسيې او اوکراين تر جګړې وروسته د خوراکي او سون توکو بيې لوړې شوې دي. له دې ټولو شيانو سره هممهاله پاکستان له يوې داسې اقتصادي ننګونې سره مخ دی چې پخوا يې نه و ليدلی.

په همدې حالت کې حکومت په سياسي لانجو کې ښکېل دی، د نړيوال وجهي صندوق له لوري د يو بيليون ډالر پور هم ځنډېدلی دی او داسې ښکاري چې د پاکستان حکومت بيرته د آي ايم ايف شرطونو ته غاړه ايښې. حکومت په دې تړاو ځينې اقدامات اخيستي، پر وارداتو يې ځينې بنديزونه لګولي، د شپې له خوا يې لوی پلورنځايونه او د واده هالونه تړلي چې د انرژۍ مصرف راکم کړي. کېدلای شي چې پاکستان د يو څه وخت لپاره د آی ايم ايف د پور او يا هم د ملګرو هيوادونو لکه سعودي عرب او خليجي هيوادونو د قرض په مرسته د اقتصادي پاشلتيا مخنيوی وکړي. خو دا هر څه اساسي ستونزه نه شي حل کولای او اړتيا داده چې ځينې بنسټيز تغييرات راشي تر څو د اقتصادي پاشلتيا مخه ونيول شي. د پاکستان سياسي حالت ته په پام سره داسې ښکاري چې د پاکستان سياسي ګوندونه نه د داسې اساسي بدلونونو د راوستلو اراده لري او نه يې هم وړتيا.

د اقتصادي بحران په دوام، د وال سټريټ ژورنال راپور کاږي چې پاکستان بايد تر ۲۰۲۵ کال پورې ۷۳ بیليونه ډالره پور بيرته ادا کړي چې داسې څه ناشوني ښکاري او همدا هم يوه وجه ده چې د پاکستان اقتصاد ته يې ضربه رسولې او ماليې وزارت حيران دی چې دا پور له کومه ځايه او څرنګه ادا کړي.

خرابېدونکی امنيتي حالت

د پاکستاني طالبانو تحريک له ۲۰۰۷ څخه تر ۲۰۱۴ کال پورې د لسګونو زرو پاکستاني ځواکونو د وژنې مسوول ګڼل کېږي او پاکستان ادعا کوي چې په افغانستان کې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته په پاکستان کې د دې ډلې فعاليت زيات شوی او تېر کال يې په پاکستان کې لږ تر لږه ۱۵۰ بريدونه کړي دي چې اکثريت يې په خيبر پښتونخوا کې کړي.

پاکستان هڅه وکړه چې له ټي ټي پي سره مذاکرات وکړي، خو دا مذاکرات بريالي نه شول. د مذاکراتو ډېر جزييات نه دي روښانه شوي مګر د پاکستاني دولت او د دې هيواد د اساسي قانون په اړه د پاکستاني طالبانو سوچ د دې هيواد له حکومت سره ډېر متفاوت دی او داسې نه ښکاري چې دوی دې د دې فکر پر اساس جوړ سره راشي. پاکستاني حکومت هيله درلوده چې د افغانستان طالبان به په دې لړ کې همکار وي، خو اوس ترې په دې تړاو ناراضه ښکاري او پاکستان دا تور هم لګوي چې پاکستاني طالبان په افغانستان کې امن پټن ځايونه لري او له هماغه ځايه په پاکستان کې بريدونه پلانوي. د پاکستاني طالبانو ګڼ غړي په دې وروستيو وختونو کې په افغانستان کې ووژل شول چې پړه يې پر پاکستاني حکومت اچول کېږي او پاکستان په ښکاره د افغانستان په خوست ولايت کې د ټي ټي پي د ځپنې په موخه بمبار وکړ چې ګڼ ملکي وګړي پکې ووژل شول. د همداسې ځينو پېښو له وجې د پاکستاني حکومت او افغان طالبانو تر منځ اړيکې ترينګلې شوې دي. په دې وروستيو کې د امريکا د سولې انسټيټيوټ هم په خپل خپاره کړي راپور کې ويلي چې افغان طالبان په ايډيولوژيک لحاظ له پاکستاني طالبانو سره يو دي او په فکري لحاظ د هغوی داعيه تاييدوي، له همدې وجې په دې برخه کې له پاکستان سره د همکارۍ پر ځای بالمقابل پر پاکستان تورونه لګوي.

دې حالت د پاکستان لپاره هم په کور دننه حالات سخت کړي او هم له خپل ګاونډي هيواد سره ځان په لانجه کې ښکېل بولي. که څه هم د ټي ټي پي خطر د پاکستان لپاره د اقتصادي او سياسي ستونزو په پرتله کم ګواښ دی خو د نا امنۍ کچه مخ پر خپرېدو ده او پاکستان اوس مهال د ټي ټي پي پر وړاندې په دفاعي حالت کې دی. د امريکا متحده ايالاتو د سولې انسټيټيوټ هم ويلي، چې پاکستان د خراب اقتصادي وضعيت له امله د ټي ټي پي پر وړاندې سخت او دوامدار پوځي ګام نه شي اخيستلای او په وړاندې يې يوازې دفاعي اقدامات کړي دي مګر د ټي ټي پي له وروستيو مخ پر زياتېدونکو فعاليتونو او بريدونو څخه ښکاري چې د پاکستاني دولت دفاعي اقدامات کارنده نه دي ثابت شوي.

بل پلو ټي ټي پي په دې وروستيو کې د پاکستان حکومت په دوو نورو اړخونو کې هم وار خطا کړی دی. ټي ټي پي د پخوا په پرتله اوس په پنجاب ايالت کې ډېره محسوسه ده او تېر کال يې په دې ايالت کې څو بريدونه هم وکړل. له دې سره – سره ټي ټي پي هڅه کوي چې بلوڅ ملتپالي هم له ځان سره ملګري کړي او توانېدلي دي چې د هغوی له يوې ډلې د ځان په ګټه بيعت واخلي. د ټي ټي پي او بلوڅ وسله والو تر منځ اتحاد د پاکستاني حکومت لپاره په بلوچستان کې د خطر يو جدي زنګ دی.

دې ټولو ستونزو او حالاتو ته په پام سره د پاکستان لپاره تر ټولو جدي مسله اقتصادي بحران دی. په پاکستان کې د خوراکي توکو او نورو شيانو قيمتونه ورځ په ورځ لوړېږي او له دې سره – سره پاکستاني شنونکي پر دې باور دي چې د پاکستان د اقتصاد ډيفالټ يا هم پاشلتيا يوازې ځنډول کېدلای شي، مخنيوی يې په اوسنۍ سياسي رهبرۍ ناشونی دی. په همدې بد اقتصادي حالت کې د پاکستان سياست له يوې لويي بې ثباتۍ سره مخ دی او د حکومتولۍ په کچه د ټي ټي پي زياتېدونکي ګواښ نور هم د خلکو لپاره ژوند سخت کړی او هيلې يې پیکه کړې دي. تر ټولو لويه اندېښنه داده چې که پاکستان په اقتصادي ډول پاشل کېږي نو د شاوخوا ۲۳۰ ميليونه وګړو دا هيواد به څرنګه ترې ځان راباسي او غريبه طبقه به يې څرنګه ژوندۍ پاتې کېږي؟ او له دې سره – سره به روانه سياسي بې ثباتي او خرابېدونکی امنيتي حالت د پاکستان وضعيت او د خلکو ژوند څومره اغېزمن کړي؟ اوسنيو نښو ته په پام، پاکستان ښايي په راتلونکو څو مياشتو کې له يوه ډېر بد اقتصادي وضعيت سره مخ شي چې له وړاندې پيل شوی دی.