د غيرت په شور کې خاموش غږ(۶)؛ خادمانې

شمشاد زلمی

د دوی له ژوند سره د هر چا حرص پيدا کېده، شتمني، موټرونه، ښايسته کور، ښايسته ځوانۍ، تعليمونه او د نړۍ د بېلابېلو هيوادونو سفرونه دا هر څه يې درلودل. که څوک ورسره کينستلي وای په خبرو به يې نه مړېدلای، د بانډار او مجلس خلک و. له بانډاره به يې د هر چا اخذ دا وای چې د څومره ښه ژوند او فکر لرونکي خلک دي، په رښتيا چې دا شتمني او دا هر څه ورسره ښايي. مګر دا خو به د يوه يا دوو مجلسو برداشت و، که به يو څه نور هم ورسره نږدې شوی وای او د کور له حاله يې خبر شوی وای، نو هلته بيا د دوی څېره هغه نه وه/ده چې دباندې يې په ټولنه کې ښيي.

ښايي د هر چا د دباندې او د کور ژوند توپير سره ولري، دا عجيبه نه ده. عجيبه داده چې کله د کور دباندې او دننه د هر څه په اړه د ژوند بنسټيز قضاوتونه بدل شي. هغه څوک چې دباندې ځان ډيموکراټ ښيي، په لبرال چاپېريال او لبرالو خلکو سره ګرزي، هغوی په کور کې دننه تر محافظه کارو هم سخت محافظه کاره و او له دې سره – سره په وحشي ترينه بڼه ظالمان. له يوه اړخه يې د طالبانو تر مشر ملا هبت الله هم پر ښځو ډېر بنديزونه لګولي و او تر ده په بدتره توګه يې ترې هر ډول حقونه هم په خپل لاس او واک کې اخيستي و. له دې سره – سره يې ځان ته دا حق هم ورکړی و چې خپلې ښځې ووهي، ويې ربړوي، په دويم او درېيم واده يې وځوروي.

يوه ورځ واده و، د ټول کلي ښځې راغلې دي، څوک ناڅي، څوک اوازونه وايي او څوک بانډار کوي، د هر چا هڅه داده چې د خوشالۍ په دې فرصت کې ځان څومره خوښ ساتلای شي، ويې ساتي. خو د يوې ښځې د کور پر نورو ښځو د خوشالۍ دا ورځ هم نه ده پېرزو. خواښې د نږور پر خلاف خپل زوی وپاراوه او هغه په دې پلمه چې د مور خدمت دې ولې نه دی کړی، د ټول واده په منځ کې يې خپله ښځه راچپه کړه او په پايپونو يې داسې ووهله چې هغه له همدې ځايه د ډېرو وهلو له وجې روغتون ته يو وړل شوه. د مور خادم مېړه يې ځان تسکين کړ او په ژوند کې د دې کمې موندل کېدونکې خوښۍ پر مهال يې هم له خپلې ښځې خوشالي واخيسته او تر څو چې د هغې دا ورځ په حافظه کې وي، ښايي بيا د خوښۍ له هيڅ شيبې هم خوند وانخلي.

ما به ليدل چې همدې سړي به هڅه کوله ځان مسجد ته ژر ورسوي، لمونځ په جماعت وکړي او د ملايانو په خدمت کولو سره ځان د دين يو سوچه لاروی ثابت کړي. زه نه پوهېږم ملا صيب او نورو کسانو به کله هم ده ته يادونه کړې وي چې که مسجد ته راتګ ښه کار دی، په کور کې له ښځو سره انساني چلند تر دې لومړی ښه کار دی چې ته بايد ورته متوجې واوسې. خو زه داسې انګېرم چې ده د مسجد د نصيحت له حلقو يوه دا خبره ښه زده کړې وه چې مور يې پرې ډېر حق لري او دی بايد مور ته پام وکړي. هو، مور ته به يې توجه کوله خو، د ده مور ته پاملرنه کول هم تر ده وړاندې د ده د ښځې مسووليت و، هغې بايد سهار وختي په سپيدو کې د ده مور ته تودې او سړې اوبه برابرې کړې وای، وختي يې بايد د هغې د ناشتې غم خوړلی وای، که ناروغه وای بايد درمل او نور يې ورته پر وخت ورکړي وای، تر دې چې د يوې نرسې او خادمې په توګه يې بايد هر څه ته رسيدګي کړې وای.

که احيانا په دې ټول چوپړ کې کومه نيمګړتيا پيدا شوې وای، نو د ده له خوا دا حل نه وړاندې کېده چې اعتراف وکړي پر ښځې يې په رښتيا هم د کور کار ډېر دی او ټول کار ته رسيدګي نه شي کولای، نو يا بايد زه ورسره مرسته وکړم او يا هم يو بل مرستندوی کس پيدا کړم. نه، متأسفانه د ده د مور په خدمت کې د شونې نيمګړتيا د پيدا کېدو حل دا نه و، بلکې د خپلې ښځې تحقير، وهل او ترټل يې د ده په ذهن کې واقعي حل و. له دې سره – سره چې هغې بايد د ده خوراک، پوښاک، درملو، اولادونو، ميلمنو او نورو چارو ته رسيدګي کړې وای، بايد په څنګ کې يې د ده د مور هم هر ډول خيال ساتلی وای او د هغې يې هر خدمت کړی وای.

ما په ډېرو مجلسونو کې له مشرانو او کشرانو اورېدلي دي چې مور او پلار ډېر حق لري او بايد اولادونه يې په ښه ډول خدمت وکړي. دا خبره بيخي سمه ده، هيڅ شک او ويل پکې نشته خو، په يو څه چې بايد زموږ ټولنه او خلک سر خلاص کړي، هغه دادي چې خدمت يې بايد اولادونه وکړي، نه د اولادونو پر ځای نور خلک، هغوی بيرته خپل مور او پلار لري چې پر دوی عين حق لري او د هغو په خپل اولاد په عين ډول زړه خوږېږي.

زموږ د خلکو تر منځ يو بد کلتور دادی چې نږور د خواښې خادمه ګڼي. خواښې چې عموما د کور د چارو مشري ورسره وي، په پښتنه ټولنه کې يې زما د تجربې له مخې عموما له خپلو نږندو سره ډېر بد چلند کړی دی او خواښيانې بيخي دا فکر کوي چې د نږندو لومړنۍ دنده داده چې د دې او د دې د مېړه يعنې خپل خسر خدمت وکړي، تر دې وروسته يې بيا د دې خپل ژوند او د ژوند د ملګري مسله ده. که خواښيانې پر نږندو هر څومره ظلم کوي، په ډېرو کمو مواردو کې يې زامن پر وړاندې درېږي، کنې نو عموما پر وړاندې يې چوپ وي بلکې د خپلو ښځو په اړه پرېکړه او قضاوت د خپلې مور له خولې او وينا څخه کوي، که هغې ورته وويل چې ښځه دې ښه ده، بيا ښه وي او که يې ورته وويل چې بده ده، بيا بده وي او ان ډېری وختونه خو، د خواښيانو په وينا پر لومړۍ ښځه، دويمه او درېيمه ښځه کېږي. زامن يې هم دا فکر کوي چې دوی ګواکې په دې توګه د مور خدمت کوي او ښايي په ټولنه کې به هم د خلکو پر وړاندې په وياړ وايي، چې د مور ژوند مې ورته جنت کړی دی، په ژوند کې يې د هيڅ شي کمي نشته. خو دوی به پوهېږي او يا به نه پوهېږي چې د هغې په ژوند کې د انسانيت يوه لويه کمي شته او که له دې پرته دا هر څومره ښېګڼې هم ولري، ټولې بې معنا کېږي.

يوه بله کورنۍ وه، په ټوله سيمه کې يې تر ډېرو خلکو ښه خوندور کور جوړ کړی و. د شتمني يې ويل نه و، څو وروڼو په ګډه په همدې يوه کور کې ژوند کاوه او خپل شته کاروبار او سوداګري يې هم په ټولو مخته وړه. تقريبا د دوی هر يوه دوې ښځې کړې وې او د دوی په دينپالنه او پښتني غيرت کې هم دا شی ډېر غالب و چې د مور يې بايد له ډېرې وړې نيمګړتيا پرته په بشپړه توګه خدمت وشي. دا چې کور غټ دی او ګڼ انسانان پکې ښکته او پورته کېږي، يوه ورځ د يوې ښځې له خوا د دوی د مور کتغ بلمېنګې شوی دی. دا مسله عادي نه وه او دوی دا نه شوای زغملای چې مور دې يې د ښځو د تېروتنې له وجې بلمېنګې (بې مالګې) کتغ وخوري. يوه سړي ټولې ښځې يوې خونې ته راټولې کړې، دروازه يې بنده کړه او پايپ يې ورته بند کړ، تر هغو يې ټولې ښځې د يوې د تېروتنې له امله ووهلې چې ښه پرې ستړی شو او نور يې وهل له وسه نه کېدل.

د دې ښځو چيغې او بغارې به شاوخوا ټولو ګاونډيو اورېدې، خو نه ورته کومه ورځ کوم ملا صيب، نه کومه تبليغي ډله او نه هم شاوخوا ګاونډيان ودرېدل چې د مور خدمت ډېره ښه خبره ده خو، د مور خدمت ستا مسووليت دی، ستا د ښځې نه دی او بله دا چې د يوې ښځې او يا د مور حقونو ته له پاملرنې سره – سره په عين توګه دا هم ضروري ده او مسووليت دې دی چې د خپل ژوند د ملګرې او شريکې حقونه هم ومني او ورته ور يې کړې، ته څرنګه د یوې ښځې د حقونو په نقض او تروړنه د بلې تحميلي حقونه غواړې؟ که يوه د انسانې او مور په صفت حق لري، دا بله يې ولې د نږور، ستا د ښځې او د خپلو اولادونو د مور په صفت حقونه ونه لري؟ ته څرنګه خپله ښځه د هغې د وړو ماشومانو او اولادونو په مخ کې وهې؟

متأسفانه چې دا محاسبه او دا نصيحت زموږ په ټولنه کې نشته، ان د دې ښځو خپلوان هم د دوی په ملاتړ دا چيغه نه راپورته کوي او نه يې را پورته کولای شي، ځکه د دوی په کور کې هم عين چلند روان دی. چيرته چې ښځې لومړی د ښځو په توګه ارزښت ونه لري، هلته به يې د نږور په توګه نور هم حيثيت کم وي.