اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو امنيت شورا په افغانستان کې د دې سازمان د معاونت د دفتر (يوناما) د برخليک په تړاو نن (پنج شنبه، ۲۵ د کب) غونډه کوي.
په دې غونډه کې د افغانستان د وضعيت او پر نړيواله سوله او امنيت يې د اغېزو په تړاو د ملګرو ملتونو د عمومي منشي راپور هم وړاندې کېږي.
تمه کېږي چې د افغانستان په اړه د دوو پرېکړه ليکونو پر مسودو به هم رايه اچونه وشي.
له خپرو شويو معلوماتو سره سم، لومړی پرېکړه ليک د ۲۰۱۴ کال د مارچ تر ۱۷مې د يوه بل کال لپاره د يوناما د ماموريت اوږدول دي چې په دندو او لومړيتوبونو کې به يې هيڅ بدلون نه راځي.
همدا راز د دويم پرېکړه ليک مسوده د ملګرو ملتونو له عمومي منشي غوښتنه کوي چې د افغانستان اوسنيو ستونزو ته د رسيدګۍ په موخه دې د يوې منظمې تګلارې د جوړولو لپاره مستقله ارزونه وکړي.
جاپان او متحده عربي اماراتو په ګډه دا دوه پرېکړه ليکونه تيار کړي دي.
په افغانستان کې د يوناما د ماموريت د دوام په اړه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا غونډه په داسې حال کې کېږي چې په افغانستان کې د يوناما پر کړنلارې نيوکې کېږي.
دوې ورځې وړاندې د جمعيت اسلامي افغانستان ګوند مشر صلاح الدين رباني په يوه ليک کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټوني ګوتريش ته ليکلي و، چې يوناما بايد د خپل ماموريت له مخې له ټولو ذي نفع اړخونو سره تعامل او خبرې کړی وای، خو په غير شفافه او پوښتنه پاروونکې توګه يوازې د طالبانو له ډلې سره تعامل کوي.
د پخواني حکومت د ډيپلوماټانو د انسجام انجمن هم ويلي، چې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته يوناما په خپلو دندو کې ناکامه وه او کړنلاره يې په جدي توګه بيا کتنې او بدلون ته اړتيا لري.