اميد اريا، د نړيوالو اړيکو کارپوه
ژباړن: امېد اشنا
په اوسني وخت کې د دولتونو جوړښت تر ډېره د له مخکې ټاکل شويو میکانیزمونو پر بنسټ دی، چې د هېوادونو په قوانینو کې تعریف شوي دي. د نړۍ په دیموکراتیکو ټولنو کې یو له دې میکانیزمونو څخه ټاکنې دي، چې له لارې یې حکومتونه ټاکل کیږي. حکومت هغه جوړښت ته وايي چې د هېواد د نظم او ادارې چارې سمبالوي. د افغانستان د اساسي قانون د ۷۱ مې مادې پر بنسټ حکومت د دولت اجرایوي برخه او د درې واړه قواوو په سر کې ده. د اساسي قانون پلې کول او پر پلې کولو يې څار او د هېواد د سياست د اساسي کرښو ټاکل، د حکومت له لويو مسوليتونو څخه دي، چې د ولسمشر لخوا پلې کيږي.
د افغانستان د اساسي قانون پر بنسټ د سياسي ځواک د لېږدو او حکومت جوړولو مېکانېزم ټاکنې دي. په هغه صورت کې چې ولسمشر وفات شي يا د سختې ناروغي له امله د کار او د دولت د مشري توان ونلري، لومړی مرستیال به يې د یوې مودې لپاره د حکومت مشري کوي او تر ټاکلې مودې وروسته به ټاکنې کيږي؛ په بل عبارت زموږ د اساسی قانون له مخې سرپرست حکومت هغه مهال رامنځته کیږي چې د بېلابېلو دلايلو له مخې ولسمشر له دندې لرې شي، وفات شي او يا د روغتيايي ملحوظاتو له مخې د دولت د مشرتابه توان ونلري. له دې مواردو پرته هېڅ داسې مېکانېزم ندی ياد شوی، چې سرپرست يا موقت حکومت توجيه کړي.
ډاکټر فواد پويا د «موقت حکومت: ننګونې او فرصتونه» تر عنوان لاندې مقاله کې د موقت حکومت ګټې او زيانونه ليکلي دي. د دې مقالې په يوه برخه کې راغلي:«حقوقپوه “وسي شايين” چې د لنډمهاله رژیمونو پر جوړولو يې څیړنه کړې، پر دې باور دی چې د ثبات مسله د لنډمهاله حکومتونو د بسنټيزو عناصرو په سر کې ځای لري.» شايين د دې پوښتنې په ځواب کې چې ثبات څه شی دی؟ وايي:«ثبات د قانوني ځواک په لرلو او د تاوتريخوالي پر وسيله انحصار نه شلېدونکې اړيکې لري.»
د ثبات په اړه د شايين د تعريف له مخې تر هغه چې په ټولنو کې سیاسي ګډوډي لا هم د ټولنیز نظم د بشپړ سقوط ګواښ نه وي رامنځته کړی، ثبات حاکم دی، آن که په نسبي ډول هم وي. نسبي ثبات د هغو جوړښتونو او نظام د شتون ښکارندوی دی چې د هغه د ساتلو او پراختيا لپاره کار کوي او دا جوړښتونه د ټولنې له بېلابېلو ظرفیتونو د بالقوه ثبات رامنځته کولو لپاره کار اخلي. نو پر دې اساس د نظام او داسې جوړښتونو په شتون کې، چې د ثبات ټينګولو لپاره هڅې کوي، د موقت حکومت جوړولو ته اړتيا نه ليدل کيږي؛ ځکه چې پدې شرایطو کې حکومت حق لري چې د ثبات د ساتلو لپاره د نظم غوښتونکو ټولنيزو ډلو په همکاري له بېلابېلو سرچینو، آن د تاوتريخوالي له مشروع وسيلو څخه د انارشېستانو پر وړاندې استفاده وکړي.
په افغانستان کې د لنډمهاله ادارې لومړۍ تجربه
په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره لنډمهاله حکومت د نړیوالې ټولنې او متحده ایالاتو د پوځي یرغل په مداخله په داسې وخت کې رامنځته شو، چې د طالبانو ظالمانه رژیم تازه نسکور شوی و او دغه هېواد د لسیزو جګړو او سیاسي شخړو وروسته نسبي ارامي تجربه کوله. پدې وخت کې افغانستان داسې اساسي قانون ته اړتیا لرله چې د ټولو خلکو حقونه پکې تامین شي. د اساسي قانون د لویې جرګې جوړېدل په حقیقت کې په افغانستان کې د ټولشموله ټولنيز نظم او ولسواک سياسي نظام رامنځته کولو پر لور لومړی ګام و. هغه مهال د اساسي قانون تدوين که څه هم ځينې نيمګړتياوې لرلې، خو يوه بریالۍ تجربه ګڼل کيږي.
له دې اړخه ځینې حقوقپوهان د افغانستان اساسي قانون د سيمې په کچه له غوره اساسي قانوانينو ګڼي او د ګاونډیو او د سیمې هېوادونو له اساسي قوانينو يې ډېر جامع او ديموکراتيک بولي؛ ځکه چې زموږ په اساسي قانون کې د دولت پر وړاندې د خلکو اساسي حقونه، ازادۍ او مکلفيتونه او د هغه برعکس په واضح او روښانه ډول تعريف شوي دي. که څه هم افغانستان د لنډمهاله حکومت له رامنځته کېدو وروسته د متوقع پياوړي مرکزي حکومت په جوړولو کې پاتې راغی او دا د افغانستان د بيا بې ثباتۍ لامل شو، خو تر هغه بريده نه چې نسبي بې ثباتي د نظام او دولتداري په برخه کې د څو کلونو تجربه په بشپړ ډول تر پوښتنې لاندې راولي او د وروستيو دوه لسيزو لاسته راوړنې، چې د دې هېواد د سلګونه زره انسانانو په وينو رامنځته شوې، له صفر سره ضرب کړي.
لنډمهاله حکومت؛ د طالباني امارت د ژوندي کېدو زمينه
د لنډمهاله حکومت په راتلو سره د اوسني حکومت د چارو لویه برخه، چې کابو هر څه روښانه او منظم دي، ځنډيږي. په لنډمهاله اداره کې لومړی شی، چې تر ټولو ډېر زيان به ورته ورسيږي، د افغانستان وسله وال ځواکونه دي. د سرپرست حکومت په جوړېدو سره به د امنيتي ځواکونو رهبري څو لاسه او په لنډه موده کې به د واک د وږو ډلو په واک کې ورشي. ډلې ډېری د افغانستان د اقتصادي سرچينو تر لاسه کولو لپاره د ملي ګټو خلاف د پرديو هېوادونو استخباراتي سازمانونو ته کار کوي.
د پوهنتون استاد تقي حسيني د «موقت حکومت؛ د سياسي نظام له منځه تلل» تر عنوان لاندې مقاله کې ليکي:« لنډمهاله حکومت متشددو ډلو ته، چې تل خلک وژني او قتل عام کوي، لاره هواروي او له سياسي ديموکراتيک نظام څخه استبداد او ديکتاتوري ته د تللو زمينه برابروي.»
له متشددو ډلو څخه يوه طالبان دي چې د موقت حکومت سخت انتظار کوي. که څه هم طالبانو په رسمي ډول د موقت حکومت په اړه د موافقې رسمي اعلان ندی کړی، خو څرګنده ده چې دا ډله د بهرنیو استخباراتي ادارو سره بشپړ تړاو لري او د اوسني سیاسي نظم له ویرې، چې له قانون څخه مشروعیت اخلي، موقت حکومت ته بې مينې نه دي. د نظام ديموکراتيک څرنګوالي، د طالبانو په نوم ډله، په تېره هغه سازمانونه چې په سيمه کې د طالبانو او ترورېزم ملاتړي دي، د دې جغرافيې له روښانه راتلونکي څخه په وېره کې دي. د طالبانو متشددو او ويجاړوونکو کړنو ثابته کړې چې دا ډله له خپلو نړيوالو ملاتړو سره يوازې په غصب او د ځواک په ډکولو فکر کوي. یو ډول انحصاري ځواک چې د خلکو په ټاکنه او رایه نه، بلکې د ټوپک او ځانمرګي له لارې تامينيږي.
طالبان ښه پوهیږي چې د وسلې په کېښودو د هېواد د مديريت لپاره هېڅ منطق او چاره نلري. لکه څنګه يې چې د سولې په خبرو کې ښودلې چې طالبان نه د دیپلوماسي او خبرو له لارې سوله مني او نه هم له دين څخه سمه پوهه لري چې د خلکو استازو ته په دليل قناعت ورکړي. د دې ډلې ژبه د تاوتریخوالي او زور ژبه ده، که دې ډلې په خبرو باور لرلی، نو د افغانستان له خلکو او دولت سره به په دليل او برهان رامخې ته شوي وای، نه له ټوپک او ځانمرګي سره. په دې ډله کې شته مقدس تاوتریخوالی په اسانۍ د بدلون وړ ندی. دا ډله د ډله ييز بريد په نيت، چې په وروستيو کې يې ډېر ښکاروي، له «اسلامي امارت» پرته بل نيت نه لري.
لکه څنګه چې طالبان د بهرنيو هیوادونو تر سخت اغېز لاندې دي، د هغو کسانو بېرته ستنېدو ته هېڅ لاره نه پرېږدي چې د دولت په چوکاټ کې يې د طالبانو له ملاتړو سره مخالفت کړی دی. که موقت حکومت حاکم شي، اوسنی نيمګړی نظم به له منځه ولاړ شي او ټولنه ډېر ژر د قدرت له تشې سره مخ کيږي. د واک تشه د ډلو او سیاسي ګوندونو تر منځ د ډېرو شخړو لامل کيږي او دا شخړې په افغانستان کې د واک د وېش د ترخې سناريو د تکرار سبب ګرځي. د لنډمهاله حکومت په جوړېدو به د ټولو ډلو پام په راتلونکي حکومت کې د دوی پر ونډه او مقام وي او ډېر کم به څوک په سم ډول د هېواد د چارو مخ ته وړلو او د خلکو بنسټيزو اړتياوو ته پوره کولو ته حاضر شي.
د اوسني نظم له منځه تلل لومړی تروريستي دلو ته لاره خلاصوي چې په لا ډاډ خلک جذب کړي او انسان ضد کړنو ته دوام ورکړي. وروسته جنایتکاره، قانون ماتوونکو، بې بندوباره او لوچکو ډلو او په لنډه موده کې بشپړې ګډوډۍ سره مرسته کوي. آن که لنډمهاله حکومت د طالبانو لخوا واکمن شي، پدې کې هېڅ شک نشته چې طالبان په يوه برخه واک نه قانع کيږي او ټول واک غواړي. طالبان په حقیقت کې یوه ایډیالوژیکه – مذهبي ډله ده چې پر فکري او فرهنګي تنوع باور نلري. دا تصور چې طالبان به د لنډمهاله حکومت په راتلو په لنډ وخت کې په ديموکراتيکو طريقو سياسي مبارزه پيل او سياسي واک ته د رسېدو لپاره به تشدد نه کوي، غلط فکر دی. طالبان له فتحې او د واک له تر لاسه کولو پرته په سر کې بل فکر نلري او په اوږدمهال کې يې موخه د تاوتريخوالي، تېري او وحشت له لارې د واک تر لاسه کول دي.
پایله
په افغانستان کې د لنډمهاله حکومت له تطبیقي تحليلي مطالعې دې پایلې ته رسيږو چې په اوسنيو حالاتو کې لنډمهاله حکومت هغه مهال ته بېرته ګرځېدل دي چې په افغانستان کې هېڅ نظام او دولت نه و او هر چیرې ګډوډي وه. خلک په ناڅرګند حالت کې و او د ټولنیز ژوند د تنظیم لپاره بايد یو داسې جوړښت شوی وای چې له سرچينو څخه يې د هېواد د پرمختګ لپاره کار اخيستی وای.
که څه هم په ۲۰۰۱ کې په افغانستان کې د لنډمهاله حکومت تجربه تر ډېره بریالۍ وه، خو باید هیره نشي چې په هغو شرايطو کې د طالبانو د منځنيو پېړيو په څېر رژيم له نسکورېدو وروسته انتقالي حکومت ته اړتيا وه، چې يو ګډ او ټولشموله دولت جوړېدو ته لاره هواره کړي. د افغانستان اوسني شرايط له ۲۰ کاله پخواني حالت سره ډېر توپيرونه لري. په اوسنيو حالاتو کې لنډمهاله حکومت د امنيتي ځواکونو رهبري څو لاسه او سياسي شخړې زياتوي. طالبانو او نورو تروريستي، جنايتکاره او قانون ماتوونکو ډلو ته د زيات فعاليت زمينه برابروي. موقت حکومت په نهايت کې د وروستيو دوه لسيزو لاسته راوړنې له صفر سره ضربوي او دولت او سياسي نظام د بشپړ له منځه تلو له ګواښ سره مخ کوي.